د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار! لومړۍ برخه

أبو عمر حقاني

#image_title

د افغانستان اسلامي امارت له نوم سره ټول اشنا یو چې دا یو بشپړ اسلامي نظام دی او هڅه کوي، چې په خپل قلمرو کې د قرآني او نبوي ارشاداتو او حنفي فقهې د اصولو په رڼا کې داسې اسلامي نظام تطبیق کړي، چې ټول ژوندي موجودات په ځانګړې توګه انسانان په کې خپل شرعي حقونه خوندي او مصؤن وګڼي.

 

الحمدلله تر ډېره حده په دې کار توانېدلی او دا دویم ځل دی چې افغانستان کې داسې عدالت تأمینوي چې افغانان دغه دورې له عمري عدالت سره تشبېه کوي.

 

دا هم ټولو ته واضح او روښانه ده چې د عدالت تأمینول او حق، حقدار ته سپارل د اسلامي نظام د قضاء برخې یا ارګان وجیبه ده، چې اسلامي امارت کې قضاء د هغه حیثیت ته په کتو بشپړه خپلواکه او هر قاضي او د محکمې غړی د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا مکلف شوی چې هېڅ مستقیم یا غیر مستقیم فشار ته به غاړه نه ږدي؛ بلکې په پوره جرئت به د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې پرېکړې کوي.

 

پوښتنه داده چې د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار څه شي دی؟

 

ډاډه یم چې د پورته څو کرښو تر لوستلو وروسته به ته (د دې لیکنې لوستونکی) دغه سوال سم ځواب کړې، ځکه پوهېږې چې د عمري عدالت تأمین یوازې او یوازې هغه مهال شونی او ممکن دی، چې قضائیه قوه یا محاکم د خپلو پرېکړو معیار اسلامي شریعت وګرځوي، خو د دې خبرې د لا ښه وضاحت لپاره زه غواړم د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیارونه هغه دي، کوم چې د اهل السنت والجماعت علماوو پرې اتفاق کړی دی، په شماره وار ډول یاد کړم:

 

۱:- قرآنکریم:

د اسلامي امارت د محاکمو اصول قاضي، مفتي او د محاکمو نور قضائي غړي په دې مجبوروي چې محاکمو ته راجع شوي موضوعات وګوري چې آیا د حل او فصل په برخه کې یې د قرآنکریم څرګند حکم موجود دی او کنه؟ که د موضوع اړوند قرآنکریم کې حکم راغلی وي، نو قضائي غړي به یاده موضوع د قرآنکریم د همغه حکم په اساس فیصله کوي.

 

د بېلګې په ډول: قرآنکریم کې د ډېری لویو جرایمو (قتل، زنا، غلا، قذف او …) په اړه صرېح او روښانه احکام شته، دغه موضوعات د اسلامي امارت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته د قرآنکریم د حکم مطابق فیصله کېږي.

 

څرنګه چې الله تعالی قرآنکریم وضع کوونکی، حاکم او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، نو ځکه د پرېکړې ټول واک ورسره دی، الله تعالی فرمایي:« ألا له الخلق والأمر»[سورت الأعراف:۵۴]

ژباړه: خبردار اوسئ، د هماغه ذات هستونه ده او د هماغه حکومت دی.

 

همدارنګه بې له الله عزوجل څخه پرته بل چاته پرېکړې کول نه ښايي، الله جل جلاله فرمايي:«إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ»[سورت الانعام:۵۷]

ژباړه: د حکم او پرېکړې اختیار یوازې الله تعالی لره دی.

 

پر ټولو خلکو لازمه ده، چې د الله تعالی د حکمونو پیروي به کوي او امرونه به یې مني، ځکه الله تعالی د خپلو بنده ګانو په مصحلتونو، د هغوی د کمزوریو په ځایونو خبر دی او دوی به هېڅکله بې لاسنیوي پرېنښودل شي.

 

نو د قانون او قضاء لپاره اصلي مأخذ او سرچینه هغه د الله تعالی احکامات دي او څرنګه چې پیغمبران د حکمونو د رسونې په خاطر د څښتن او بندګانو ترمنځ واسطه دي، نو د دوی خبره هم دین کې حجت هم دلیل دی.

 

قدرمنو لوستونکو! د اسلامي امارت د قضائیه قوې د پرېکړې کولو درې نور مأخذونه او معیارونه به راتلونکې دویمه برخه کې درته تشرېح کړو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version