د اسلامي امارت بيا راتګ او د پاکستان هيلې!

#image_title

 

له ۲۰۲۱ م کال وروسته کله چې له ګران هیواد افغانستان څخه ټول اشغالګر ځواکونه ووتل، پاکستان د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیدلو ته خوښي څرګنده کړه او داسې یې په داخل د پاکستان او نړۍ ته ښکاره کوله چې د اسلامي امارت مشران زموږ خپل خلک دي، هره خبره چې ورته کوو نو په پټو سترګو يې مني.

تر دې چې د افغانستان په استازولۍ يې په نړیوالو کنفرانسونو کې خبرې کولې او د افغانستان کورني مسائل یې د حسن همجواري اصل له مخې نه مراعت کول.

دې کړنو باندې پاکستان اکتفاء ونکړه خو کله چې په افغانستان کې سرپرست حکومت اعلان شو او د هیواد ملي مسائل مطرح شول، پاکستان پوه شو چې افغانستان اوس د ملي، مقتدر، او اسلامي مرکزي حکومت جوړیدلو پر لور اوچت ګامونه اخلي، نو باید داسې سیاست غوره کړل شي چې د اسلامي امارت مشران یې له لاسه لاړ نشي.

په لنډ وخت کې د افغانستان اسلامي امارت ټولو هیوادونو سره په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو سره خپل د بهرني سیاست اساسي خطوط اعلان کړل، چې پدې سیاست کې په کورنیو چارو کې نه مداخله، اقتصاد محوره متوازن سیاست، او حسن همجواري یې بارز عنوانونه وو.

د همدې پورتني سیاست په اساس، د حسن نیت له مخې، د افغانستان حکومت په پاکستان کې د سیاسي ثبات راوستلو لپاره پاکستان ته وړاندیز وکړ چې د پاکستان پر خلاف کومې وسلوالې ډلې چې لویه ډله یې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ( TTP) ده، د افغانستان په منځګړیتوب د پاکستان او ( TTP) تر منځ مذاکرات په کابل کې پر مخ یوسي، تر څو پاکستان چې د افغانستان په ګاونډ کې قرار لري او له افغانستان سره ډیر مشترکات لري د ثبات په لور روان شي.

خو د غرب په اشاره د پاکستان پوځي او استخباراتي کړیو د پاکستان ملکي حکومت رانسکور کړ او هغه هڅې چې د عمران خان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو د مهار او ادغام لپاره ترسره کړې وې په اوبو لاهو کړې.

له همدې فرصت څخه په استفادې دې نظامي او استخباراتي کړيو د پلان شوې طرحې په اساس په ټولو ملي او بین المللي ستیجونو کې د اسلامي امارت پر خلاف تبلیغاتو ته زور ورکړ چې اسلامي امارت د افغانستان په خاروه کې تروریستانو ته ځای ورکړی او دا د دوحې تړون ښکاره نقض دی چې اسلامي امارت به ډلو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

اسلامي امارت د ګاونډیتوب اصولو ته د ژمنتیا لپاره ددې ترخو زهرو غړپ کولو ته تیار شولو چې پاکستان ورسره د شیطانت لوبه کوي او په اوږد مهال کې یې ستراتیژیکه خطا وکړله. خو دا یې اعلان کړله چې د افغانستان له خاورې هیچاته په شمول د پاکستان خطر متوجه نه دی او نه هم د افغانستان خاوره هغو مخربو ډلو ته په لاس کې ورکوي چې د ګاونډیو پر زیان کارونه ترسره کوي.

پاکستان کله چې د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژیک صبر ولید نو يې لا تبلیغاتو ته زور ورکړ او په ډیر منظم ډول سره یې د رسنیو په مختلفو پلټفارمونو کې د تحلیلونو، مقالو، مرکو، ویډیو ګانو او داستانونو له لارې د اسلامي امارت پر خلاف پروپاګند ته مخه کړه.

د پوځ او استخباراتو پخواني مامورینو یې په نړیوالو ستیجونو د تهمتونو لړۍ پیل کړه او نړیوالو ته یې د قناعت ورکولو له لارې غوښتل چې د افغانستان وضعیت ډیر بحراني او ټکنی معرفي کړي. عباس کتاب، درانی

پورتنيو سیاستونو څخه له ورایه ښکاري چې پاکستان قصدا نغواړي چې یو آرام، باثباته او پرمختللی افغانستان په ګاوڼد کې ولري.

داسې افغانستان چې یو مقتدر حکومت او پوځ ولري. داسې پوځ وکولی شي چې د افغانستان تاریخي سرحداتو ساتنه وکړي او که چیرته هیواد او ارضي تمامیت تر ګواښ لاندې راځي نو په چټک ډول سره ځواب ورکړي.

همدارنګه که په تاریخي لحاظ د پاکستان سیاست ته یو لنډ نظر وکړو نو د پاکستان سیاست د افغانستان په مقابل کې په لاندې فکتورنو کې خلاصه کولی شو:

• د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورند کرښې ستونزه: پاکستان د ډیورند سرحدي کرښه د یو بین المللي سرحد په توګه پیژني. له همدې امله هر کله چې په افغانستان کې د یو مقتدر دولت رامنځته کیدلو هڅه شوې پاکستان د ویرې احساس کړی او هڅه یې کړې چې په افغانستان کې یو متزلزل او لاسپوڅی حکومت په اقتدار کې وي ترڅو دا توانایي ونلري چې له پاکستان سره دا بحث راپورته کړي.

• پاکستان افغانستان خپل ستراتیژیک عمق ګڼي: په وروستیو څلورو لسیزو کې که د پاکستان رول په افغانستان کې مطالعه کړو نو پیژندلی شو چې افغانستان د پاکستان لپاره داسې یو مرکز ګرځیدلی چې د هند سره پرې رقابت وکړي او خپل زور ازمایي په افغانستان کې هند ته ورښکاره کړي.

• افغانستان باید د پاکستان لپاره یو مصرف کوونکی هیواد وي: د افغانستان د بنسټیزو پروژو نړول او د بیارغونې مخالفت کول د پاکستان اساسي اقتصادي هدف دی. پاکستان په دې پالیسیو سره افغانستان د خپلو هغو موادو د مصرف مرکز ګرځولی وو چې خپله په پاکستان کې ورته د مصرف اجازه نه ورکول کیده او له همدې لارې یې غوښتل چې افغانستان په هر ډګر خصوصا روغتیایي او علمي سکتورونو کې د پاکستان محتاج وي او ونشي کولی چې په خپلو پښو ودریږي. خو د اسلامي امارت په بیا راتګ سره دا هیلې یې ټکنۍ شولې ځکه اسلامي امارت د افغانستان بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړ تر څو افغانان له دایمي احتیاج څخه خلاص کړي.

• د افغانستان پر سر له نړیوالو سره لوبې کول: پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې دا پخه تجربه تر لاسه کړې چې په هر ډول پیچلو حالاتو کې د افغانستان پر سر له نړیوالو لوبغاړو سره د خپلو منافعو په دایره کې ولوبیږي. همدا سبب دی چې اوس مهال هم پاکستان د افغانستان اسلامي امارت ته په همغه ټیټ نظر ګوري چې دوی کولی شي د شرق او غرب سیاستونه د افغانستان پر خلاف بدل کړي.

• پاکستان په ځان کې د بحران اداره کولو وړتیا ویني او دا فکر کوي چې په یو وخت کې متضاد رولونه ولوبوي: د متضادو سیاستونو لوبولو وړتیا پاکستان په ځان کې ځکه ویني چې په یو وخت کې امریکا سره هم ستراتیژیکه ملګرتیا پالي او په مقابل کې له چین سره د ستراتیژیکو اړیکو ملګرتیا لري. دا ډول رول لوبول ځانګړی مهارت غواړي خو په نړیوال سیاست کې منافع تل لومړۍ خبره وي پاکستان نشي کولی چې د غرب او شرق منافع وساتي. د دې کار تر سره کولو لپاره به یا خپله قرباني کیږي او یا به نور قرباني کوي او تر ټولو ارزانه قرباني د پاکستان لپاره افغانستان ده چې په تیرو څلویښتو کلونو کې يې د افغانانو په نوم له غربي هیوادونو او ملګرو ملتونو په میلیونونه ډالر د مهاجرینو په نوم واخیستل او کله چې یې پرې بندې کړې نو همدا مهاجرین به یې په ډیر توهین آمیز شکل سره را شړل او تر اوسه دا لړۍ دوام لري.

د اسلامي امارت په راتګ سره او په نړیوال نظم کې د یو قطبي نړۍ رول نور پیکه او په ختمیدلو دی، په همدې اساس نړۍ اوس د نویو راټوکیدلو قدرتونو تر مشري لاندې راځي.

په دې وضعیت کې د اسلامي امارت لپاره لوی فرصت دادی چې د شرق او غرب ټولو هیوادونو سره په مستقیم ډول د افغانستان ملي منافعو په رڼا کې اړیکې جوړې کړي تر څو د هغو مخربو هیوادونو له سیاستونو څخه د افغانستان وضعیت وژغوري او افغانستان ته دا چانس اوږدمهاله شي چې خپلې بنسټیزې پروژې تکمیل او د نړیوالو سره د یو همکار او سیال هیواد په توګه راشه درشه تر سره کړي، نه دا چې نورو ته محتاج وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version