الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی رسوله محمد الأمین وعلی آله وصحبه اجمعین، امابعد!
فأعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ” (الأنفال:46)
ژباړه: تاسو د اللّٰه جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ، په خپل منځ کې شخړې مه کوئ، ځکه تاسو به کمزوري شئ او ستاسو نظام به له منځه ولاړ شي، صبر وکړئ، بې له شکه اللّٰه تعالی له صبر کوونکو سره دی.
الله جل جلاله چې له کومه وخته د دنیا جوړښت او تخليق کړی دی، له هم هغه وخته یې په دنیا کې ډول ډول قومونه پيدا کړي دي، چې په هغوی کې داسې قومونه هم و چې قوت او طاقت به يې هم لوړ و، د بدن او جسامت له لحاظه به هم لوړ و او په عقل و پوهه کې هم تر دې قرنونو او نسلونو بالا و.
مګر د الله جل جلاله یو داسې قانون دی چې انسان په قوت، طاقت، عقل او پوهې باندې نه خوښوي، بلکې الله تعالی ته هغه انسان ډېر خوښ وي چې د اللّٰه تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړي، داسې انسان د اللّٰه تعالی په قانون کې کامیاب او کامران او اللّٰه تعالی ته تر ټولو زورور او عقل مند دی، چې د اللّٰه تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر سنتو او طریقو روان وي.
ځکه که تاریخ ته وکتل شي، ډېر داسې قومونه پر ځمکه آباد و چې په قوت، طاقت، عقل او پوهه کې تر ډېرو قومونو زیات و، مګر کله چې یې د الله جل جلاله او د هغه د رالېږل شوي پیغمبر اطاعت پرېښود، اللّٰه تعالی د داسې ذلت او رسوايي څخه ډکه جزاء ورکړه چې ځینې یې له ابده تر ابده رسوا او ذلیله کړل، لکه یهود، پر بعضو یې آسماني عذابونه نازل کړل، لکه قوم عاد، ثمود او قوم لوط.
دا ځکه چې دې قومونو د اللّٰه تعالی او د هغه د انبياوو اطاعت پرېښود، د اللّٰه تعالی او د هغه د پیغمبرانو طریقې یې پرېښودې، د شیطان اطاعت او طریقو ته یې مخه کړه او اللّٰه تعالی د شیطان سره وعده کړې، چې ته او ستا لارویان به یو ځای په جهنم کې سوځوم.
د بېلګې په توګه به د هغه قومونو قوت، طاقت او ذهانت درته ذکر کړم چې د هغوی دومره قوي او لوی جسامتونه وو چې آن لویه ونه دا رقم ورته ښکارېده لکه د دې عصر خلګو ته چي عام بوټی ښکاري، ځکه اللّٰه عزوجل فرمایي: “الم تر کیف فعل ربک بعاد، ارم ذات العماد، التي لم یخلق مثلها في البلاد” (سورة الفجر: ۶,۷,۸)
ژباړه: آيا تا و نه لیدل چې ستا پروردګار له عادیانو سره څه وکړل، او له قوم ارم سره چې د لوی قوت او قامت خاوندان و، چې د دوی په څېر نور خلګ په دنیا کې نه دي پیدا شوي.
په دې آیت کریمه کې، اللّٰه عزوجل دا بیان کړل چي د ارم قبیله (دا د قوم عاد یو قبیله وه) د لوی قوت او قامت خاوندان و، مګر کله چې يې د اللّٰه تعالی او د هغه د پيغمبرانو عليهم السلام اطاعت پرېښود، اللّٰه تعالی د هوا عذاب ورباندې نازل کړ، داسې چې يو به يې هوا ته پورته کړ، یو به یې د بل څخه وواهه، او پر ځمکه به يې را وغورځاوه.
د ذهنونو او فکرونو یې دا حال و چې د هغه زمانې چې کوم انجنيران و، په نن سبا زمانه کې یې مثال نشته، سره د دې چې د دې زمانې وسايل د هغې زماني تر وسایلو زیات دي، ځکه الله جل جلاله فرمایي: “وثمود الذین جابواالصخر بالواد” (سورة الفجر: ۰۹) ژباړه: “او ثموديانو چي په دره کي یې ډبرې تراشلې”
په دې آیت کریمه کې، اللّٰه تعالی دا بیانوي چې قوم ثمود ته مې هم د قوم عاد په څېر جزا ورکړه، اوس راځو دې ته چې قوم ثمود (ثموديان) څنګه خلګ وو؟
قوم ثمود یو داسې ځيرک او ذهين خلګ و، چې د تراشلو په انجنيرۍ کې اول نومره و، ځکه دې خلګو به غرونه تراشل او بیا به يې پکې کورونه جوړول، یا به يې په غرونو کې نقشې او بتان جوړول، حال دا چې دا داسې يوه انجنيري وه، چې له دې انجينرۍ څخه د دې زمانې انجينران عاجزه دي.
مثال یې د بامیانو د غرونو بتان دي، دا تقریباً دوه نیم زره کلونه وړاندې جوړ شوي بتان دي، چې د نن سبا انجنيران یې نه شي جوړولای، سره د دې چې دا قوم ډېر عقلمند و خو چې کله یې د اللّٰه تعالی او د هغه د پيغمبرانو عليهم السلام اطاعت پرېښود، الله عزوجل جبرائيل علیه السلام ورته را ولېږه، يوازې يې یوه چغه پرې وکړه، ټول یې په خپلو کورونو کې هلاک کړل او آثار يې اوس هم پاتې دي.
ادامه لري…