د اسد ۲۴ مه؛ د داعش د زوال ورځ

انجنیر عمیر

#image_title

اشغال هغه ناوړه پدیده ده؛ چې په خپل ځان کې ډیرې ناوړه ناروغۍ لري، همدا اشغال دی چې مذهبي جګړې ته لاره هواروي، هیواد په سمتي، نژادي او مذهبي برخو ویشي او د هېواد تجزیې ته لاره هواروي، دا هغه څه دي چې مونږ په تېرو څو لسیزو کې تجربه کړل.

 

د اسد له ۲۴ مې وړاندې اشغالګرو په ځانګړې توګه د کابل ادارې، په وار وار ویل؛ چې افغانستان کې مختلفې ډلې ټپلې فعالیت ترسره کوي، یوازې له طالبانو سره د سولې خبرې کومه ګټه نه لري، د دې ادعا د اثبات لپاره یې مختلفې پروژې په لاره اچولې وې؛ چې د داعش پروژه یې غرونو څخه ښار ته انتقال کړه، په ځانکړې ډول یې په ننګرهار او کابل کې ارام ځایونه ور کړل.

 

داعش د ځان مطرح کولو او د امریکا په غوښتنه مسجدونه، عام وګړي، دینې مرکزونه او علماء په نښه کول، ترڅو په رسنیو، سیمه او نړۍ کې یې د شتون بحث مطرح شي، خو د کابل د ادارې چارواکو به په بار بار دا پړه پر ا.ا اړول او د اولسونو په ذهنونو کې یې د ا.ا دښمنۍ تپل.

 

خو د اسد له ۲۴ مې وروسته چې کله ا.ا عمومي عفوه اعلان کړه؛ داعش هم د دې عفوې څخه د سیمې د استخباراتو په لمسون ګټه پورته کړه، په ننګرهار او کابل کې یې ځینې جنایتونه تر سره کړل، خو ا.ا د څو میاشتو په دوام سره د داعش ریښې یو ځلې بیا ختمې او تغر یې ټول کړ، ګڼ شمېر یې ووژل شول، نورو یې د ګاونډیو هیوادونو په لور مخه کړه.

 

که څه هم د سیمې استخبارات په افغانستان کې د داعش د شتون بې ثباته ادعاوې کوي، خو دا هغه څه دي چې دوی افغانستان یوې بلې جکړې ته ټیل وهي، خپلو شومو موخو ته د رسېدو لارې برابروي، خو په افغانستان کې د داعش د موجودیت بحث مکمل پای ته ورسیدلی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version