داعش که د امریکا او روس د پخوانۍ دښمنۍ دوام/تسلسل؟

ماهر بلال

امریکا او روس له ډیره وخته یو او بل ته په کمین کې دي، دا حالت یو اړخه نه دی پاتې شوی او نه پاتې کیږي، کله د یوه تله درنده وي کله د بل.

کلونه کیږي چې دا جریان روان دی، کفر دی یو او بل سره خوري.

څو ورځې وړاندې امریکایي حکومت د روسیې اړوند ځینې خبرې کړې وې، ویل کیږي چې روسیې سره یې د لوی برید په اړه چې په روسیه کې به د روسیې په مخالفت ترسره کیږي معلومات شریک کړي ول. داسې هم ویل شوي چې دا برید به داعش خراسان څانګه کوي.

څه چې امریکا پلان نیولی وو هماغه تطبیق شو.

دلته زه د خپل ذهن خبره تاسو ته کوم؛ امریکا ورته د خراسان څانګې خبره کړې وه نو امریکا غوښتل دا ورته په اثبات ورسوي چې رښتیا هم خراسان څانګه شته، نو د پاکستان په مرسته یې د داعشي خوارجو په ملتیا په کندهار کې په مظلومو افغانانو وحشیانه حمله وکړه، کله چې دا خبره ثابته شوه چې داعش خراسان څانګه شته، فعالیت یې شتون لري نو سمدلاسه امریکا خپل دوهم پلان په کار واچوه او په مسکو کې یې ورته برید ترسره کړ، برید هم داسې چې د کنسرت محفل ته بریدګر د قوي اسلحو سره ننوځي، بیا له برید وروسته له صحنې تښتي؛ نو دا کوم وړوکی کار نه دی، نه هم د داعش غوندې وړې ډلې یې بغیر د چا له مرستې کولی شي، ضروري ده چې کوم لوی لاس به یې ترشا وي (په اصل کې دا د روس او امریکا پخوانۍ دښمني ده چې پالي یې) بیا د داعشي خوارجو یو بریدګر د روسي ځواکونو له لورې نیول کیږي، هغه په ځینو مبهمو خبرو ګویا کیږي وایي چې ماته فلان پاپ/راهب روپۍ راکړې وې چې دا برید باید وکړم او د هغه له لورې تشویق شوم.

دا هغه څه دي چې د کفري حربې استعمال څرګندوي چې څنګه کفر د یو او بل په مقابل کې د اسلام په جامه کې خپل غلامان استعمالوي ترڅو نه پرې الزام راشي او نه هم د دښمنۍ ښکارندویه وشي. فاعتبروا یاأولی الابصار

زمونږ په دې ټوله کیسه کې څه نشته، مونږ خالي دومره وایو چې اللهم اشغل الظالمین باالظالمین

عجیبه لا دا ده چې په دواړو بریدونو کې له تاجکستاني وګړو کار اخیستل کیږي، شاید دا روسیې ته د څو طرفه ضربې رسولو د پلان مهمه برخه وه.

زه هغو ته وایم چې په دې برید نازیږي؛ ستاسي دواعشو بنیاد امریکا/اسرائیلو ایښی ترڅو چې یې په ګټه یاست درته خوشحالي به کوي خو کله چې یې هم ضرورت درنه پوره شو لکه د بغدادي به مو په خپل لاس وژني.

هرماس الافغاني
Exit mobile version