داعش یو افراطي او سخت دریځه تحریک دی چې په ٢٠١٣م مېلادي کال کې په عراق کې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ رامنځته شو، دا ډله (داعش) د حکومت جوړونې په اړه یو ځانګړی، سخت دریځه او له تاوتریخوالي ډک لیدلوری لري، دوی غواړي تر څو هغه سیمې کومې چې د دوی تر تسلط لاندې راځي د بشپړ اسلام په نامه په یوه داسې حکومتولي مشتملې کړي کوم چې د اسلام له اصلي اړخ سره هېڅ تړاو نه لري.
داعش د اسلام احکام یواځې په خپل تعبیر او سخت دریځوالي سره عملي کوي، دوی باور لري چې د مسلمانانو د حکومت خلیفه باید د مطلق واک درلودونکی وي او د خلکو مشوره چې د دوی په اند “له دیموکراسۍ سره ورته والی لري” په حکومت کې ځای نه لري.
دغه راز داعش د یو داسې حکومت په لټه کې دي چې د دوی په تعبیر د شریعت سخت قوانین د خلکو په ژوند کې پکې پلي شي، لکه د مخالفینو اعدامونه، د جعلي خلافت تحفظ او د داعشي افکارو ترویج.
داعش د سرحدونو او فرضي کرښو له منځه وړل د خپلې حکومتولۍ یو اساسي اړخ ګڼي، دوی غواړي تر څو د مسلمانانو د تېر ایستلو په پار د “اسلامي امت متحد خلافت” تر عنوان لاندې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره یو پراخ دولت تأسس کړي، چې دا کار د نورو اسلامي هېوادونو د بې ثباتۍ سبب هم جوړېدلی شي.
داعش د یو داسې دولت د اېجاد په لټه کې دی چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې، زور او ویرې خپرولو ته دوام ورکړي، د داعش د حکومتولۍ اساس په جګړه او د خپلې نظریې په زور پلي کولو ولاړ دی، دوی باور لري چې د دوی خلافت ته د نړۍ ټول مسلمانان اړ دي چې ملاتړ یې وکړي او د هغه په دفاع کې جګړه وکړي.
د داعش حکومتولي یو داسې اقتصادي سیستم غواړي چې د دوی په تعبیر د اسلامي اقتصاد پر اصولو ولاړ وي، خو په عمل کې یې ډېری عوائد له غیرقانوني سرچینو لکه د تېلو قاچاق، باج اخیستلو او لوټ څخه ترلاسه کوي، د داعش حکومتولي به د تعلیم په برخه کې خپل خاص نصاب تطبیقوي، چې په هغه کې د دوی سخت دریځه نظریات او د جګړهیز مهارتونو زدهکړې ته لومړیتوب ورکوي، دوی عصري ساینس او ټکنالوژۍ ته ډېر لږ ارزښت ورکوي.
د داعش حکومت به په مذهبي تنگنظرۍ او تکفیري نظریه ولاړ وي، داعش یوازې خپل تعبیر د اسلام د حق تعبیر ګڼي او ټول هغه مسلمانان کافر ګڼي کوم چې د دوی له نظریاتو سره موافق نه وي، دوی خپل مخالفین مرتد ګڼي او وژنه یې جواز ګڼي.
د داعش حکومتولي د عراق په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې وې، له شدید ظالمانه اصولو او جبر څخه ډکه وه، دوی هلته د خلکو له طبیعي سرچینو څخه ناوړه استفاده کوله؛ دوی په هغو سیمو کې د تېلو او نورو شتمنیو تولید او پلور کنټرول کړ، خلک یې په درنو مالیاتو مجبورول او له سوداګرو څخه به یې زیاتې پیسې اخیستې.
دغه راز د داعش حکومتولي په وېره ولاړه وه، دوی د خلکو د وېرولو لپاره وحشیانه عملونه په ښکاره ترسره کول او په رسنیو کې خپرول، ترڅو د خلکو ذهنونه کنټرول کړي او ځان ځواکمن وښيي.
په عموم کې د داعش حکومت یو داسې نظام دی چې د اسلام په اصلي اصولو او ارزښتونو کې ځای نه لري، د اسلامي نړۍ ډېری علماوو او د مسلمانانو عمومي اکثریت د دوی نظریه او کړنې په کلکه غندي او د اسلام لپاره یې تاواني ګڼي.