۶:- د “اسلامي خلافت” له تعبير څخه غلطه استفاده؛
په لومړي قدم کې بايد وويل شي چې اسلامي خلافت هغه سياسي او ديني نظام ته ويل کېږي، چې د عدالت، شورا او الهي شريعت د تطبيق پر بنسټ جوړ شوی وي، دا نظام په حقيقت کې د اسلامي امت د يووالي استازی ګڼل کېږي، چې موخه يې د اخلاقي اصولو پر بنسټ د يوې ټولنې جوړول، د انسانانو د حقونو ساتنه او د عامه امنيت او رفاهيت تأمين دی.
خو د داعش تکفيري ډله د “اسلامي خلافت” د جوړولو په دعوې دې مفهوم ته شديد زيان اړولی او ورڅخه يې د انساني ځواک د جذبولو لپاره وسيله جوړه کړې ده.
په داسې حال کې چې اسلامي خلافت د اسلام په تاريخ کې له رحمت، عدالت او امنيت ټېنګولو سره تړاو درلودلى دى، داعش خپل جوړ شوی خلافت په تاوتريخوالي، د بېګناه خلکو په وژلو او ترهګرۍ درولى دى.
د اسلامي خلافت يوه مهمه او اساسي دنده د اسلامي امت د يووالي ساتنه ده؛ خو داعش نه يوازې دا هدف له پامه غورځولی، بلکې د مسلمانانو په پراخ تکفير او د اسلامي ډلو او ګوندونو پر وړاندې يې د جګړې په اعلانولو سره د امت په منځ کې وېش او دښمني رامنځ ته کړى ده.
د دې ترڅنګ، داعش ډله د اسلامي خلافت له شعار څخه د بهرنيو کسانو د جذبولو او د خپل بېبنسټه پروپاګند خپرولو لپاره کار اخلي، بدبختانه دې تبليغاتي استعمال، خلافت ته داسې بېارزښته او وسيلوي مفهوم ورکړی چې يوازې د داعش سياسي او نظامي موخو لپاره کارول کېږي او له خپل اصلي مفهوم څخه بېل شوی دی.
دا ډله د مسلمانانو د ديني او عاطفي آرمانونو څخه په ناوړه استفادې سره خلافت د يوه تبليغاتي او ستراتيژيکي وسيلې په توګه کاروي.
داعش د اسلامي خلافت د جوړولو په ادعا د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه مسلمان ځوانان خپلو ليکو ته هڅولي دي، هغوى دا اصطلاح د اسلامي اقتدار د بيا احيا او د اسلامي تمدن زرينې دورې ته د ستنېدو په توګه وړاندې کړې ده، خو په عمل کې يې د تمدن د احيا پر ځای، يوازې ورانۍ او وينې تويول رامنځته کړي دي.
د اسلامي خلافت اصطلاح د خپل معنوي او تاريخي اغېز له مخې ډېرو مسلمانانو ته جذابه ده، داعش له دې جاذبې ناوړه ګټه پورته کړې ترڅو خپله افراطي مفکوره د يوې آشنا او مشروع شعار په بڼه اسلامي نړۍ ته وړاندې کړي او مسلمانان خپل لور ته راوبلي.
خو دا حقيقت بايد ومنو چې داعش د اسلامي خلافت د مفهوم له ناوړه استعمال سره، د دې ديني نهاد د احيا پر ځای، دا د ځواک د جذب، د افراطي ايډيالوژۍ د تبليغ او د خپلو تاوتريخوالو د مشروعيت لپاره وسيله ګرځولې ده.
له بده مرغه، د اسلامي خلافت د دې ښکلي مفهوم وسيلوي کارول، هغه له خپل اصلي ارزښتونو څخه بېل کړی او اسلامي نړۍ ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.