له کورمې واخله، بیا د بغلان پر خانقاء برید، اوس بیا د کډوالو چارو پر وزیر تر برید پورې؛ په سیمه کې د ویرې خپرول، د داعشي پروژې لوی ښودل، د مذهبي کړکېچ د را ټوکولو هڅه، له عبادت ځایونو د مسلمانانو د تنفر لپاره د داعش په پوښښ کې ځانګړي تطبیقي پلانونه دي، همدا راز په افغانستان کې د مخورو او علماؤ په نښه کول، د بیرونیو استخباراتي ادارو لخوا داعش ته د سیمې د نا امنه کولو لپاره د ورکړل شوي پلان یوه برخه ده.
داعش ډلې ته د امن ځایونو، روزنیزو کمپونو، مالي او بشري تمویل په بدل کې، دغه نیابتي ډله پر مقدساتو او مخورو بریدونه کوي، په خانقاوو، مدرسو او په مسجدونو کې پر لمونځ کوونکو بریدونه، په بامیان کې پر سیلانیانو، په غور کې پر اهل تشیع، بیا په دې وروستیو کې پر خلیل الرحمن حقاني برید یې ښکاره مثالونه یادولای شو.
د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې مولوي امیرخان متقي وویل چې د کره استخباراتي څیړنو پر بنسټ په افغانستان کې وروستي شپږ بریدونه په یو بهرني هېواد کې پلان شوي وو.
د دغه بریدونو بنسټیز هدف د افغانستان نا امنه کول دي؛ همدا راز یاد بریدونه د داعشي اجیرانو په توسط د اسلام پر تنده د تور داغ پیدا کولو په هدف ترسره کېږي.
د اهل تشیع پر مساجدو او محرم مراسمو بریدونه د مذهبي جګړې رامنځته کولو او پر خلیل الرحمن حقاني برید بیا د وېرې خپرولو لپاره طراحي شوي وو، داعشي تکفیریان د ویرې په خپرولو او د مذهبي اقلیتونو تر منځ د جګړې په تازه کولو غواړي په سیمه کې خپل حضور ته دلایل وتراشي، په داسې حال کې چې دا تکفیري ډله د مسلمانانو په منځ کې د تفرقې د ایجاد لامل ګرځېدلې ده او منفوره ده.
داعش نیابتي ډلې ته مهمه نه ده چې پر چا، د کوم دلیل له مخې برید ترسره کوي!؟ بلکې دغه فتنه ګري ډلې ته د ویرې خپرولو، د داعش په اړه د عامه اذهانو مصروف ساتلو او مذهبي اقلیتونو تر منځ د شته مسایلو د لویولو په هدف پلان ورکول شوی، چیرته چې یې په ښه توګه اهداف تطبیقولای شي، هلته لاس اچوي.
د دغه شیطاني پلانونو منشاء هلته لا ډېره روښانه شوه، چې د بیرونیو استخباراتو اړوند مطبوعاتي ادرسونو پر خلیل الرحمن حقاني له برید لږ وړاندې اشاروي پیغام خپور کړی و، خو له برید وروسته یې بیرته پاک کړ، داعش ډله اوس د ځینو هېوادونو د نیابتي ډلې په توګه سیمه ګواښي او له دې لارې غواړي پر سیمه د دغه نیابتي ډلې په توسط خپل نفوذ وساتي.
هغه هېوادونه چې داعش نیابتي ډلې ته پلانونه ورکوي، عمده موخې یې هلته د نړۍ او سیمې د مطبوعاتو تبلیغاتي دوربینونه بلې خوا ته اړول دي، تر څو خپلې بې ثباتۍ، ګډوډۍ، فشارونه او کاواکه حالات د مطبوعاتو له پردې پټ وساتي.
دغه استخباراتي کړۍ په اسیايي هېوادونو کې، د داعشي تکفیریانو په توسط د مذهبي کړکېچونو د لویولو لپاره ځکه په خورا جدیت کار کوي، چې د نړۍ پام ور جلب کړي او د مسلمانانو تر منځ له وخت وړاندې داسې مسایل د اختلافي ټکو په توګه تشهیر کړي او صلیبیان بیا د دغه ټکو د قوي کولو او کړکېچ پر زیاتوالي پانګونه وکړي.