داعش نور په افغانستان کې ځای نه لري

طالب جان جنید

#image_title

غرب او امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت په خلاف له هر ډول فساد څخه کار واخیست.

هوايي، زميني، عسکري، اقتصادي، تعليمي، تبليغاتي، کلتوري، فکري او په نورو ټولو برخو کې یې زور وازمایه، خو د الله تعالی جل جلاله په فضل او د اسلامي امارت د مجاهدينو په قوي ايمان، هوډ او ژمنتيا سره يې هر څه ناکام او شنډ شول.

 

اخري حربه، چې دوی ترې کار واخیست هغه دا چې؛ تش په نامه مسلمانان (داعش) یې استعمال او (دولت اسلامي عراق، شام) په نوم يې رامخکې کړل، چې اسلامي امارت لپاره په ګټلي انقلاب کې د څه وخت لپاره خنډ شول.

 

څو کاله وړاندې داعشي خوارجو په داسې وخت کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګ پیل کړ چې د اسلامي امارت ځواکونه له اشغالګرو کافرانو او د هغوی له غلامانو سره په جګړه بوخت وو؛ هغه وخت اشغالګرو له داعشي خوارجو سره هر ډول مرستې وکړې، بې سارې مختلف النوع وسلې او مهمات یې ورکړل، په میلیونونو مصارف یې پرې وکړل، د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت اچول شوي خطونه بمبار کړل، د صحنې د يؤ مجاهد په خبره محاصره شوي داعشي خوارجو پسې هلیکوپټرې او قواوې راغلې او زمونږ له تندریزو عملياتو څخه یې وژغورل.

 

اسلامي امارت درې کاله وړاندې د داعش ریښې له بیخه وایستې او د افغانو د سر قاتلانو ته یې مرګونی شکست ورکړ چې بالاخره امریکایانو یو وار بیا د مسلمانانو قاتلین وژغورل او د تسلیمۍ په نامه یې د کابل په زاندان (میلمستونونو) کې ساتل چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې یې خوشې کړل. اوس هماغه او څو نور د مؤمن ملت او د مور پلار ازاریان یې له ځانه سره یوځای کړي او پر مسلمانانو بریدونه کوي، تر څو اسلامي امارت یو بې کفایته او ناکام نظام نړۍ ته ور معرفي کړي.

 

د اسلامي امارت لا تراوسه درې کاله ندي پوره؛ خو د داعشي خوارجو ريښې يې په افغانستان کې وچې کړې او سر خوځولو ته يې نه پرېږدي.

 

افغانستان اوس په امن کې دی. الحمدلله

هرماس الافغاني
Exit mobile version