داعش له موصله تر ننګرهاره(۲۹برخه)

قاري سعید خوستی

پنځمه شبهه
دواعش د مسلمانانو د تغریر لپاره دا شبهه کاروي: موږ چې کله په کومه ځمکه واک ټینګ کړو لومړی پکې حدود نافذوو، شرعي محاکم قایموو، مجرمین، غله، یا نور مفسدین په شرعي حکم محکوموو، د شریعت تطبیق، د حدودو نفاذ، تحاکم الی الله، رد د تحاکم محاکمو وضعیه ؤ ته د منهج د صحت دلیل دی.
ځواب: د دې شبهې په آړه یو څو خبرې مهمې دي.
(الف) له لویه سره که د حدودو نفاذ او د شرعي محاکمو قیام د منهج د صحت دلیل واي نو د سعودي شاهي دولت هم حدود نافذ کړي هم یې شرعي محاکم قایم کړي، چې دا خبره ټولې دنیا ته واضحه ده. خو د دې باوجود همدا دواعش د سعودي دولت کافر بولي او په وړاندې یې جهاد فرض بولي. خو که دواعش وایي چې، د سعودي دولت د کفر لپاره موږ نور کافي دلایل په لاس کې لرو، موږ وایو چې موږ هم ستاسو د خارجیت لپاره کافي دلایل په لاس کې لرو، نو لکه څنګه چې یواځې د حدودو قایمول، د شرعي محاکمو قیام د دوی لپاره دلیل نشي جوړیدای، ستاسو لپاره هم دلیل نشي جوړیداي.
(با) د داعش محاکم د اهلیت په اعتبار له ډیرو ستونزو سره مخ دي. د دوی ډیرۍ قاضیان او شرعیان په علمي لحاظ د قضاء اهلیت نه لري بلکې د دوی د محاکمو ډیر حکمونه د دوی د قاضیانو د جهالت ښکاره دلیل دی چې بیلګې یې اعدام په ذبحه نافذول، د غله لاس په ساطول پرې کول، په سختو تعذیبونو له متهم څخه اعتراف اخیستل، په شکوکو او شبهاتو خلک تکفیرول او بیا یې د مرګ حکم صادرول، د زنا حکم په متهمینو اجراء کول او د تبلیغاتو په موخه د هغې ویډیو کول. سره له دې چې په ویډیو کې شهود نه معلومیږي او هیڅ پته نه لګیږي چې د زنا حد د چا په ګواهۍ نافذ شوی؟
په داسې حال کې چې اعدام بالذبح د امت د عالمانو په فتوی نارواء دی: القتل ذبحاً طریقةٌ لم تُعهد عن المسلمین منذ عهد النبي صلی الله علیه وسلم وصحابته و من بعدهم من اهل العلم والقضاء؛ فنسبة هذالامر الی السنة منکرٌ من القول وادعاءٌ بلا علم. وانما عُرفت هذه الطریقة في القتل عن الخوارج الاولین کما جاء في کتب التاریخ والسیر أنهم ذبحوا عبدالله بن خباب کما تُذبح الشاة ثم قربوا أم ولده فبقروها عما في بطنها فهي سنةٌ خارجیةٌ لا سنةٌ نبویة (د ذبحې په طریقه د یو چا وژل د مسلمانانو تر مینځ د رسول الله ص او صحابوؤ له زمانې او وروسته د علم او قضاء د خلکو څخه نه ده ثابته. دا کار سنتو ته منسوبول بده خبره ده او له علم پرته دعوه ده. د وژلو دا طریقه له لومړنیو خوارجو رامعلومه شوي ده، لکه د تاریخ او سیرت په کتابونو کې دي چې دوی مشهور صحابي عبدالله بن خباب داسې ذبح کړ لکه پسه چې ذبح کولی شي، بیا یې د هغه ښځه راوسته او د هغې خیټه یې څیرې کړه او هغه ماشوم او مور یې ذبح کړل، نو دا د خوارجو سنت دي نه نبوي ص سنت .
(islamicsham.org/fatawa/1990 (فتوی هیئة العلماء
حافظ ابن کثیر وایي: فهم اول من سنَّ الذبح في القتل (دوی لومړی هغه څوګ ؤ،چې په وژلو کې یې د ذبحې طریقه جاري کړه)
نو که دواعشو ته چیرته د ذبحې په اړه کوم ضعیف حدیث هم معلوم وي رادې وړي، او د (جئناکم بالذبح) حدیث خو لومړی په سند کې مقال دی او دویم دا چې آیا د الله رسول ص د قریشو سره دا عمل چیرته ترسره هم کړ؟ په هیڅ حدیث سره څوګ نشي ثابتولی چې رسول الله ص دې د مکې د فتحې په ورځ یو کافر هم ذبح کړی وي، او که (فاضربوا فوق الأعناق )آیت او (ضرب الرقاب و شد الوثاق) حدیث په ذبح حمل کوي نو دا به یې له عربي علومو څخه د جهالت په سبب وي.
بله هغه فاحشه غلطي چې د داعش جاهل قاضیان یې په حدودو کې کوي هغه د غله لاس په ساطول پرې کول دي، په داسې حال کې چې لاس باید له مړونده په چاړه پرې کړل شي ترڅو د څنګلې هډوکې ته زیان ونه رسیږي خو په ساطول سره لاس پرې کولو سره طبعي ده چې د څنګلې هډوکی زیانمنیږي چې له مشروع حد څخه تجاوز او ظلم دی.
له متهم څخه په زور اعتراف اخیستل، د وهنو او شکنجو له لارې متهم مجبورول، د اسلام قانون خو څه چې د انګریز په قانون کې هم نشته، خو د عراق کمونیسټ جنرالانو بیا له بندیانو سره هغه وحشتونه تر سره کوي چې ګوتې یې له لیکلو شرمیږي.
د حد د جاري کولو په وخت کې له محدود څخه ویډیو کول هیڅ شرعي اصل نه لري، د (ولیشهدْ عذابهما طائفة من المؤمنین )آیت څخه د ویډیو جواز نه شي فهمیدلی، ځکه په ویډیو کې د محدود تفضیح(رسوایي) کولی شي په داسې حال کې چې جلد او رجم د تفضیح لپاره ناسخ دی، چې د علم په خاوندانو دا پټه نه ده.
د امت جمهور علماء په دې آند دي چې هغه حدود چې د آدمیانو په حقونو پورې تړلي نه وي، لکه د زنا حد او د غلا حد، د کافرانو سره د جنګ په وخت کې د هغې نافذول رواء نه دي، امام ترمذي په خپل سند سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي: لا تُقطع الأیدي في الغزو( د کافرانو سره د جنګ په وخت کې به د غل لاسونه نه شي پرې کولی) سنن ترمذي جـ۲صـ۱۰۵ کتاب الحدود باب ماجاء أن لا تُقطع الأیدي في الغزو. لاندې ترې امام ترمذي لیکي: ﻭاﻟﻌﻤﻞ ﻋﻠﻰ ﻫﺬا ﻋﻨﺪ ﺑﻌﺾ ﺃﻫﻞ اﻟﻌﻠﻢ ﻣﻨﻬﻢ: اﻷﻭﺯاﻋﻲ: ﻻ ﻳﺮﻭﻥ ﺃﻥ ﻳﻘﺎﻡ اﻟﺤﺪ ﻓﻲ اﻟﻐﺰﻭ ﺑﺤﻀﺮﺓ اﻟﻌﺪﻭ ﻣﺨﺎﻓﺔ ﺃﻥ ﻳﻠﺤﻖ ﻣﻦ ﻳﻘﺎﻡ ﻋﻠﻴﻪ اﻟﺤﺪ ﺑﺎﻟﻌﺪﻭ، ﻓﺈﺫا ﺧﺮﺝ اﻹﻣﺎﻡ ﻣﻦ ﺃﺭﺽ اﻟﺤﺮﺏ ﻭﺭﺟﻊ ﺇﻟﻰ ﺩاﺭ اﻹﺳﻼﻡ ﺃﻗﺎﻡ اﻟﺤﺪ ﻋﻠﻰ ﻣﻦ ﺃﺻﺎﺑﻪ ﻛﺬﻟﻚ ﻗﺎﻝ اﻷﻭﺯاﻋﻲ. (پخوانی حواله).
سعید بن منصور په خپل سند سره له حضرت عمر رض څخه نقل کوي چې هغه رض ټولو عاملانو ته خط ولیږلو چې پکې لیکلی ؤ: ﺃﻥ ﻻ ﻳﺠﻠﺪﻥ ﺃﻣﻴﺮ ﺟﻴﺶ ﻭﻻ ﺳﺮﻳﺔ ﺭﺟﻼ ﻣﻦ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ ﺣﺪا ﻭﻫﻮ ﻏﺎﺯ ﺣﺘﻰ ﻳﻘﻄﻊ اﻟﺪﺭﺏ ﻗﺎﻓﻼ ﻟﺌﻼ ﺗﺤﻤﻠﻪ ﺣﻤﻴﺔ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ ﻓﻴﻠﺤﻖ ﺑﺎﻟﻜﻔﺎﺭ(سنن سعید بن منصور جـ۲صـ۲۳۵ حدیث رقم۲۵۰۰).

د قادسیې په جنګ کې سعد بن أبي وقاص ابومحجن د شرابو په چیښلو صرف بندي کړ او حد یې پرې جاري نه کړ. علامه ابن القیم د دې اثر لاندې لیکي: ﻓﻬﺬا ﺣﺪ ﻣﻦ ﺣﺪﻭﺩ اﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﻰ، ﻭﻗﺪ ﻧﻬﻰ ﻋﻦ ﺇﻗﺎﻣﺘﻪ ﻓﻲ اﻟﻐﺰﻭ ﺧﺸﻴﺔ ﺃﻥ ﻳﺘﺮﺗﺐ ﻋﻠﻴﻪ ﻣﺎ ﻫﻮ ﺃﺑﻐﺾ ﺇﻟﻰ اﻟﻠﻪ ﻣﻦ ﺗﻌﻄﻴﻠﻪ ﺃﻭ ﺗﺄﺧﻴﺮﻩ ﻣﻦ ﻟﺤﻮﻕ ﺻﺎﺣﺒﻪ ﺑﺎاﻟﻤﺸﺮﻛﻴﻦ ﺣﻤﻴﺔ ﻭﻏﻀﺒﺎ ﻛﻤﺎ ﻗﺎﻟﻪ ﻋﻤﺮ ﻭﺃﺑﻮ اﻟﺪﺭﺩاء ﻭﺣﺬﻳﻔﺔ ﻭﻏﻴﺮﻫﻢ، ﻭﻗﺪ ﻧﺺ ﺃﺣﻤﺪ ﻭﺇﺳﺤﺎﻕ ﺑﻦ ﺭاﻫﻮﻳﻪ ﻭاﻷﻭﺯاﻋﻲ ﻭﻏﻴﺮﻫﻢ ﻣﻦ ﻋﻠﻤﺎء اﻹﺳﻼﻡ ﻋﻠﻰ ﺃﻥ اﻟﺤﺪﻭﺩ ﻻ ﺗﻘﺎﻡ ﻓﻲ ﺃﺭﺽ اﻟﻌﺪﻭ، ﻭﺫﻛﺮﻫﺎ ﺃﺑﻮ اﻟﻘﺎﺳﻢ اﻟﺨﺮﻗﻲ ﻓﻲ ﻣﺨﺘﺼﺮﻩ ﻓﻘﺎﻝ: ﻻ ﻳﻘﺎﻡ اﻟﺤﺪ ﻋﻠﻰ ﻣﺴﻠﻢ ﻓﻲ ﺃﺭﺽ اﻟﻌﺪﻭ، ﻭﻗﺪ «ﺃﺗﻰ ﺑﺸﺮ ﺑﻦ ﺃﺭﻃﺎﺓ ﺑﺮﺟﻞ ﻣﻦ اﻟﻐﺰاﺓ ﻗﺪ ﺳﺮﻕ ﻣﺠﻨﻪ ﻓﻘﺎﻝ: ﻟﻮﻻ ﺃﻧﻲ ﺳﻤﻌﺖ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻳﻘﻮﻝ: ﻻ ﺗﻘﻄﻊ اﻷﻳﺪﻱ ﻓﻲ اﻟﻐﺰﻭ ﻟﻘﻄﻌﺖ ﻳﺪﻙ» ، ﺭﻭاﻩ ﺃﺑﻮ ﺩاﻭﺩ، ﻭﻗﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﻣﺤﻤﺪ اﻟﻤﻘﺪﺳﻲ: ﻭﻫﻮ ﺇﺟﻤﺎﻉ اﻟﺼﺤﺎﺑﺔ ( إعلام الموقعین جـ۳صـ۱۳)
د دواعشو د قاضیانو بل جهالت دا دی چې دوی د سوریې په داسې سیمو کې هم له خلکو لاسونه پرې کړي چې هلته له لوږې خلک مري په داسې حال کې د أمت علماء په دې متفق دي چې په ایام المجاعة او ایام القحط ( دلوږې او قحطۍ په ورځو) کې د غلا حد نه شي نافذولی.
د ماعز حدیث چې د حدیثو ټولو کتابونو رانقل کړی، کله چې هغه د کاڼو له درده ډیر په تکلیف شو نو منډه یې کړه، رسول الله ص اوفرمایل: هلا ترکتموه؟ ولې مو نه پریښودو؟ امام دارمي باب منعقد کړی (باب المعترف یرجع عن اعترافه) نو که یو څوګ په ځان د یو حد اعتراف وکړي خو د حد په مینځ کې یا صراحةً یا اشارةً له خپل اعتراف وګرځي نو باقي حد به نشي پرې جاري کیدلی، خو دا اصل د داعش قاضیان نه پیژني.
داعشي جنګیالي په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د جبهة النصرة یو غړی په داسې حال کې ذبح کوي چې هغه په مکرر ډول د ماسپشين د لمانځه لپاره د وخت غوښتنه کوي. نو که اومنو چې د جبهة النصرة دا غړی مرتد شوی نو د ماسپښین لمانځه لپاره د وخت غوښتنه د ده توبه نه ده؟
نوربیا…… ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version