قاري سعید خوستی
دخوارجو د تنقیدونو څیړنه
په تیرو لیکنو کې له یوې اوږدې مقدمې وروسته د خوارجو دا تنقید پخپله ځواب شو چې اسلامي امارت ولې له ټولې نړۍ سره جنګ نه اعلانوي؟
له کافرانو سره موادعه او مهادنه رواء ده، په داسې حال کې چې که د موضوع بل آړخ ته وکتل شي نو که اصلاٌ اسلامي امارت له کوم هیواد سره مهادنه ونکړي هم، ځینو هیوادونو ته د دوی ډاډ او د هغوی سره مخکې له مخکې د ښو اړیکو غږ پورته کول یو تکتیک بللی شو، بلکې له دوی سره جنګ بندي کول یا دوی ته ډاډ ورکول صرف مطبوعاتي بڼه لري چې دا پخپل ذات کې یو تکتیک او د اَلْحَرْبُ خِدعةً مقتضی ده. که موږ د تمدد او توسع چیغې وهو په داسې حال کې چې زمیني حقائق بل ډول غوښتنه کوي او موږ په ځای د دې چې خپل حضور نورو ته پراخ کړو، ورځ تر بلې په موږ د حصار کړۍ تنګیږي او د کافرانو ائتلاف ورځ تر بلې زموږ په وړاندې غښتلی کیږي، نو دا مو له خپل رعیت سره خیانت او په جنګي امورو کې نا اهلي او ناپوهي په ډاګه کوي.
له پورته فقهي نصوصو د دواعشو دا تنقید په خپله ځواب شو، چې اسلامي امارت ولې له نورې نړۍ سره جنګ نه اعلانوي؟ او ولې کفري هیوادونو ته ډاډ ورکوي؟ ولې ځینې مشران په پاکستان کې اوسیږي؟
دواعش بل تنقید کوي او وایي چې اسلامي امارت د دوی د واکمنۍ پر مهال ولې په کفري هیوادونو کې سفارتونه خلاص کړي ؤ، دوی د بیلګې په ډول په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت له استازي عبدالحکیم مجاهد یادونه کوي.
سفیر او سفارت په اسلام کې
سفیر عربي کلمه ده، د فعیل په تُوْل (وزن) د قاصد، استازي، بیانونکي په معنی ده، چې سفارت بیا د هغه ځای نوم دی چې همدا سفیر یې د ځان لپاره د استوکنې په توګه ټاکي.
د سفیر او سفارت مشروعیت له نبوي سیرت څخه ښه واضح ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته قریشو ابورافعرض د سفیر او قاصد په ډول راولیږلو، هغه اویل: والله اني لا أرجع الیهم خو رسول الله ورته اوفرمایل: اني لا أخیس بالعهد ولا أحبس البرد الخ (ابوداؤد ج۴ صـ۶۲-۶۳،شرح معاني الاثارج۳ص۳۱۸،الحاکم ج۳ص۵۹۸،ابن حبان ص۳۹۳،)
همدا دول رسول الله صلی الله علیه وسلم کافرانو ته خپل استازي لیږلي دي، چې له هغې جملې څخه نجاشي ته سفیر لیږل ؤ چې تر دا وخته مسلمان شوی نه ؤ(سیرة ابن هشام ج۲ص۶۰۶،طبقات ابن سعد ج۱ص۲۵۸،زادالمعاد ج۳ص۶۸۸،الجهاد والقتال في السیاسة الشرعیة ج۱ص۵۲۸ د. محمد خیر هیکل)
امام ابن تیمیةرح او امام ابن القیمرح د سفارت په آړه داسې وایې: كانتِ السّفارة مُنذ عهدِ النّبي صلي الله عليه وسلم تقوم لمدّةٍ موقتةٍ لإنجاز غرضٍ من الأغراض التي تتصل أساساً بالدعوةِ الإسلامية وتكاليفها وتحقيق مصلحةٍ تندرج تحت هذه الوظيفةِ وليس لذالك حدُّ في الشرع (الحسبة في الإسلام ص ۱۶-۱۵،الطرق الحکمیة في السیاسة الشرعیة ص۲۵۸)
رسول اللهص مصعب بن عُمیرالهاشمي القرشي مدینې منورې ته ولیږلو چې دا وخت لا د مدینې ټولو خلکو ایمان نه ؤ راؤړی، ترڅو دوی ته د دین دعوت ورکړي. عمروبن امیة الضمري یې د حبشې بادشا، نجاشي ته ورولیږلو. دحیة بن خلیفة الکلبي یې قیصر ته ورولیږلو. عبدالله بن حذافة السهمي یې کسری ته ورولیږلو. حاطب بن ابي بلتعة یې د سکندریې بادشاه مقوقس ته ورولیږلو. شجاع بن وهب الاسدي یې حارث غاساني ته ورولیږلو. سلیط بن عمرو العامري یې د یمامې بادشاه هوذة بن علي الحنفي ته ورولیږلو. جریر بن عبدالله البجلي یې ذي الکلاع الیمني ته ورولیږلو.
(الطبقات الکبری ج۱ص۲۵۸، السیرة النبویة ج۲ص۶۰۶،زاد المعاد ج۳ص۶۸۸،السیرة النبویة لابي الحسن الندوي ۲۴۴، امتاع الاسماع ج۱ص۳۰۷-۳۰۹،عیون الاثر ج۲ص۳۲۹)
د اسلامي دولت سفیر په کافر هیواد کې لاندې وظیفې انجاموي.
ــ اسلام ته بلنه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سفیران نورو هیوادونو ته د همدې مقصد لپاره لیږل.
ــ په اجنبي دولتونو کې د خپل هیواد تمثیلول (سیر کبیر مع شرح سرخسي ج۲صـ۴۷۱،۴۷۵)
ــ د خپل هیواد پیغامونه رسول (سیر کبیر ج۲صـ۵۱۵)
ــ د کافرانو سره تړونونه لاسلیکول (سیرکبیر ج۲صـ۴۷۵)
ــ له دوی سره تړونونه فسخ کول (الترایب الاداریة للکتاني ج۱صـ۱۹۵،۱۹۶سیرکبیر ج۲صـ۲۹۰)
ــ له کافرانو سره بندیان تبادله کول یا د هغوی فدیه ورکول (السیرالکبیر ج۲صـ۴۷۶،۴۷۸ سیرة بین هشام ج۲صـ۶۵۰،۶۵۱ المغازي للواقدي ج۱صـ۱۳۹)
ــ مشروع معلومات یو بل سره تبادله کول (سیر کبیر ج۲صـ۵۱۵)
نوربیا ………ان شاءالله