قاري سعید خوستی
د خوارجو د تنقیدونو څیړنه
امام محمد رح له کافرانو سره موادعه معنوي جهاد بولي: کما أَنّ المُوادعةُ هي جهادٌ معنىً اوهي من تَدبيرِ القِتالِ والجهاد فإنّ على المُقاتل أن يَحفظَ قُوَّةَ نفسه أولاً ثُمّ يطلبَ العُلُوَّ والغلبةَ إذا تمكن من ذالك وربما يكون فِي الموادعةِ حفظ لقوّة المسلمين.
ژباړه:موادعه هم معنوي جهاد دی او د جهاد یو تدبیر دی. ځکه په مجاهد لازمه ده چې لومړۍ خپل قوت وساتي وروسته چې کله ممکنه شي غلبه او فتح اوغواړي. نو ډیرکله په موادعه سره د مسلمانانو قوت وساتل شي(السیرالکبیر ج۵ صـ۱۶۸۹-۱۶۲۴، المبسوط للسرخسي ج۱۰ صـ۸۶)
خو ځینې بیا تنقید کوي چې سورة براءة یا سورة توبه د نزول له آړخه آخري سورة دی او د مسالمې یا موادعې حکم په انفال سورة کې بیان شوی چې لومړۍ ورته ناسخ بللی شو هلته چې د کافر په وړاندې یواځې یو حکم دی یا جزیه یا وژل. خو امام جصاص د دې تنقید په ځواب کې لیکي: ولم يختلفوا أنّ سورةَ براءة التي فيها الأمرُ بالقِتال من اخرِ ما نزل من القرآن وسورةُ الأنفال وفيها الأمرُ بالمسالمة نزلتْ عَقِيْبَ بَدرٍ بيَّن فيها حكم الأَنفالِ والغنايمِ والعهودِ والموادعاتِ فحكمُ سورةِ براءة مستعملٌ على ما وَرَد وماذكر من الأمرِ بالمسالمة إذا مال إليها المشركون حكمٌ ثابتٌ أيضاً وإنما اختلف حكمُ الآيتينِ لإختلافِ الحالين فالمسالمةُ والمهادنةُ في حالِ قِلّة عدد المسلمين وكثرةِ عدوِّهم والحال التي أمر فيها بالقتال هي حال كَثرَة المسلمين على عدوّهم.
ژباړه: د علماؤ ترمینځ په دې آړه څه اختلاف نشته چې سورة براءة هغه چې پکې په جنګ امر شوی له سورة انفال څخه ورسته دی هلته چې په مسالمه امر شوی، چې له بدر وروسته نازل شو پکې د غنیمتونو اوتړونونو حکم ښودل شوی ؤ. نو د سورة براءة حکم په خپل ځای دی او په سورة انفال کې چې د مشرکانو د میلان په صورت کې د مسالمې حکم هم په خپل ځای دی. د آیتونو ترمینځ تفاوت د حالتونو په تفاوت پورې آړه لري. مسالمه او مهادنه د مسلمانانو د شمیر د کموالي او د کافرانو د زیاتوالي په صورت کې دی او د جنګ حکم بیا د مسلمانانو د زیاتوالي په صورت کې دی. (أحكام القرآن للجصاص ج۳ صـ۶۹)
خو آیا د کافرانو سره موادعه یا متارکه هر څوک کولی شي که یواځې امام دا چاره تر سره کولی شي؟
ژباړه او لڼډیز: د فقهاؤ غټه ډله(جمهور) په دې آند دي چې معاهدې او تړونونه یواځې امام یا د هغه نائب سرپرستي کولی شي، خو د یوه ځانګړي اقلیم والي له کافرانو سره د مصلحت په بنیاد مهادنه کولی شي. ګویا هغه د خپل اقلیم په آړه خودمختاره دی خو په شرط د دې چې په مصلحت ولاړ وي.
( حاشیة الدسوقي علی شرح الکبیرصـ۲۰۵، جواهر الإکلیل ج۱ صـ۲۶۹، الخرشي علی الخلیل ج۳ صـ۱۵۰، الأم ج۴ صـ۱۱۱، العزیز شرح الوجیزج۱۳ صـ۵۵۴، روضة الطالبین ج۱۰ صـ۳۴۳، المهذب ج۱۸ صـ۲۲۱، مغني المحتاج ج۴ صـ۲۶۰، المغني ج۱۰ صـ۵۱۲،کشاف القناع ج۳ صـ۱۰۳، المبدع ج۳ صـ۳۹۸،)
احناف په دې آړه داسې نظر لري: ژباړه او لنډیز: د کافرانو سره د تړونونو واک یواځې تر امام یا نایب محدود نه دی بلکې د مسلمانانو یوه ډله د امام له اجازې پرته کولی شي چې له کافرانو سره جنګ بندي وکړي ځکه د تړون بنیاد په مصلحت ولاړ دی نو چې د مسلمانانو پکې خیر وي رواء دی( بدائع الصنائع ج۹ صـ۴۳۲۵-۴۳۲۴، عالمګیري ج۲ صـ۱۹۶)
نوربیا……… ان شاءالله