داعش د اسلام اصلي بڼه بدناموي

ضیاء بری

#image_title

د اسلام مبارک دین عدالت، خیرخواهۍ او انساني همدردۍ ته له هر څه زیات قدر او ارزښت ورکوي، په دې سپېڅلي دین کې عدالت، خیرخواهي او همدردي نه یوازې د انفرادي ژوند د لارښوونې لپاره ټاکل شوي، بلکې د ټولنیز نظام بنسټیزې برخې ګڼل شوي دي.

 

دا ښکاره خبره ده چې اسلام د اعتدال دین دی او افراط و تفریط ټولنه د ګمراهۍ خواته سوق کوي، خو که یو څوک د اسلام اصول او د شریعت قوانین په داسې بڼه وړاندې کوي چې په حقیقت کې د اسلام له اصلي پیغام څخه ډېر لرې وي، مسلمان او غیر مسلمان ته پکار ده تر څو په وړاندې یې د اسلام مبارک دین په لارښونو او سپارښتنو کې د خپل وس مطابق څېړنه او معلومات ترلاسه کړي.

 

د بېلګې په توګه یو څو مثالونه:

 

۱: د ګناه کبېره مرتکب؛

د اهل السنة والجماعة د پیروانو او علماء کرامو پر دې اتفاق دی چې که یو مسلمان د ګناه کبیره مرتکب شي، دی لا هم د اسلام په دین کې پاتې کېږي؛ خو ګناهګار حسابېږي او له الله جل جلاله څخه د مغفرت غوښتنه کول ورته اړینه ده.

 

په دې حالت کې د ارتداد حکم نه تطبیقېږي؛ بلکي دغه کس باید توبه وباسي او له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، لیکن داعشي خوارج چې د پخوانیو افراطیانو له افکارو استدلال کوي، مرتکب د ګناه کبیره (زاني، لوطي، غل، شرابخور، قاتل، سودخور او روژه خوړونکی) مرتد ګڼي، وینه او مال یې د خپل ځان لپاره روا او حلال بولي.

 

۲:- د رحم او انساني چلند سپارښتنه؛

اسلام د بندیانو سره د رحم، شفقت او درناوي کولو امر کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په غزواتو کې د اسیرانو سره د نرمۍ او ښه سلوک لارښوونه کړې؛ د بدر په جګړه کې، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه‌وو ته لارښوونه وکړه چې د بندیانو سره ښه چلند وکړي، هغوی ته خواړه او اوبه ورکړي.

 

لیکن داعش هغه بندیان چې په جګړو کې نیول شوي وي په ډول ډول سزاګانو او شکنجو تعذیبوي، تر دې چې ځینې بندیان په اورونو سوځي په داسې حال کې چې شریعت د بشر له سوځولو په مطلق ډول د منع امر کړی.

 

۳:- د افراط او تفریط څخه منع؛

د اسلام مبارک دین په قرآن کریم کې مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې د اعتدال لار خپله کړي او له افراط و تفریط څخه ډډه وکړي، اسلام د افراطیت او سختدریځۍ پر ځای، د نرمو او مهربانه اخلاقو غوښتنه کوي.

 

لیکن داعش د خپل باطل دریځ له مخې افراطیت ته کار کوي، په مساجدو، مکاتبو، مدارسو، بازارونو او عام المنفعه ځایونو کې چاودنې، د مسلمانانو بېځایه وژل، د داعش له داعیې سره مخالف کسان کافر ګڼل، د مسلمانانو ښځې وینځې جوړول، د مسلمانانو اموال په ډول ډول بهانو تورن کول او بیا د خپل ځان لپاره جائز ګڼل؛ دا ټول د دوی د افراطیت ښکاره بېلګې دي.

 

۴:- د اسلامي اثار او زیارتونو ورانول؛

په اسلام کې د زیارتونو او تاریخي آثارو احترام ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې دا د اسلامي تاریخ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د ژوند او میراث یوه برخه ګڼل کېږي، لیکن داعش د خپل افراطي دریځ له لارې ډېر تاریخي او اسلامي آثار او زیارتونه ویجاړوي، چې دا د اسلامي میراثونو د ضایع کولو یو عمل دی.

 

۵:- د مسلمانانو ښځې وینځې جوړول؛

په اسلام کې د مسلمانانو ښځو ته ځانګړي حقوق وضع شوي دي، په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې په مسلمانو ښځو له ظلم او زیاتي څخه کلکه منع شوې، حتې تر دې چې د کفارو له ښځو او ماشومانو سره د ظلم او زیاتي منع راغلې ده.

 

لیکن داعش د هغو مسلمانانو ښځې وینځي ګڼي کوم چې د داعش له داعیې سره مخالف دي او یا هم د داعش په لیکو کې له ګډون څخه انکار کوي، دغه راز دوی (داعشیانو) په سوریه، عراق او د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ډېر ځله د مسلمانانو خوېندې او مېرمنې له کورونو ویستلې دي او په ډېر جبر او زیاتي سره یې خپلو افرادو ته په نکاح کړې دي.

 

دا ټول اعمال نه یوازې غیراسلامي دي، بلکې د بشري حقوقو خلاف هم دي، اسلام د سولې، رحمت او انصاف دین دی، خو داعش د خپلو افراطي کړنو له لارې د اسلام ناسم انځور وړاندې کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version