داعش خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لویدیځ نوې وسله! څلورمه برخه

احسان عرب

د خوارجو له خوا د اسلام بدنامېدل

په پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د وحیې د نزول له پیله تر اوسه، د شیطان پیروان د اسلام د له منځه وړلو او بدنامولو لپاره له هر ډول مکر او فریبه کار اخلي، ترڅو د دې امت لارویان له خپل دین څخه منحرف کړي او د دې مبارک پیغام پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

هماغه وخت کله چې قریش د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم له بلنې وډار شول، د الهي کلام پر وړاندې د مقاومت وس یې نه درلود، نو هڅه یې وکړه چې خلک له محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره له لیدو منع کړي او پرې بې‌اساسه تورونه ولګوي.

د حج په موسم کې، کله چې بې‌شمېره خلک د بیت‌الله د زیارت لپاره مکې مکرمې ته راتلل، قریش به د لارو په سر ناست وو او خلکو ته به یې ویل: چې د محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم مه اورئ، هغه یې ساحر او درواغجن باله(العیاذ بالله) حال دا چې خپله ښه پوهېدل چې تر هغه رښتینی بل انسان نه‌شته.

اوس هم د اسلام دښمنان د دې آسماني پیغام او د هغه د رښتینو پیروانو پر وړاندې ډول‌ډول تزویر او حیلې کاروي او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې دې مبارک دین ته ضربه ورسوي، کفري نړۍ د اسلام او د هغه د لوړ تعلیماتو بد ښکاره کولو سره د لویدیځ او نورو کفري هېوادونو لپاره هڅه کوي چې د اسلام او دې ملتونو ترمنځ یو قوي خنډ رامنځته کړي او په لویدیځو هېوادونو کې د دین د پراختیا مخنیوی وکړي.

له شکه پرته، د اسلام د بدنامولو لپاره یو له مهمو وسایلو د خوارجو ناولې ډله ده، لویدیځ د دوی وحشتونه په پراخه کچه انعکاس کوي، د دوی ناسم تفسیر د اسلام واقعي څېره معرفي کوي او هڅه کوي چې نړۍ ته دا وښيي چې دا دین د تاوتریخوالي دین دی، د حیرانتیا خبره نه ده چې داعش خوارج خپل وحشي جنایتونه په داسې مهارتونو سره ثبت او نشروي چې ګواکې د هالیوډ له سینما سره سیالي کوي!

د دوی د وحشت ویډیوګانې، چې د اسلام سره ښکاره ټکر لري، خو د اسلام په نوم خپرېږي، هر هوښیار انسان ته پوښتنې راولاړوي؛ څنګه یوه داسې ډله چې ظاهراً له هر لوري تحریم شوې، کولای شي خپلې ویډیوګانې دومره ژر او په نړیواله کچه خپرې کړي؟!

د دې پوښتنې یوازینی ځواب دا دی چې د لویدیځ پراخ ملاتړ ورسره دی. هو! د کفري نړۍ رسنۍ خپله د داعش د وحشتونو د خپرولو مسوولیت پر غاړه لري، ترڅو اسلام ته یو ظالمانه بڼه ورکړي او نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې دا دین د ترهګرۍ دین دی، خو حقیقت دا دی چې اسلام له داعش او د هغوی له عملونو څخه زرګونه کیلومتره فاصله لري!

Exit mobile version