داعش او د اسلامي ځواک له منځه وړل

فرهاد فروتن

#image_title

تاریخ ته یوه کره او لنډه کتنه دا ثابتوي چې اسلامي خاوره ډېر کله د هغو ډلو له خوا اغیزمنه شوې چې ظاهراً د اسلام تر کسوت لاندې راغلي خو په حقیقت کې د دښمنانو اهداف تعقیبوي.

 

سره له دې چې دښمنان د اسلامي خاورو د تسخير کولو او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې لري، خو «اسلامي کسوت او جامه» یوازینی راز او په ورته وخت کې یو قوي منفذ دی چې د اسلام دښمنان د اسلام د دوستانو او خواخوږو په توګه اسلامي ټولنو ته دننه کولاى شي.

 

داعش ډله د دښمنانو د دغه ناوړه پلان یوه څرګنده او عملي بیلګه ده چې د اسلام په ظاهري ښکلا غوره کولو سره د اسلامي شعائرو او ارزښتونو پر وړاندې په تر ټولو ناوړه ډلې بدله شوې ده.

 

که څه هم داعش په نړۍ کې د اسلامي خلافت د تأسيس او بيا رامنځته کولو ادعا کوي، خو په حقیقت کې له دغه غولوونکي شعار څخه د لېواله ځوانانو د ځپلو لپاره کار اخلي.

 

که موږ دې قضیې ته لږ تفصیل ورکړو، نو معلومه به شي چې داعش د متدينو ځوانانو انرژي د اسلام پر ضد کاروي؛ هغه ځوانان چې کلونه کلونه د اسلامي نظام د حاکمیت په لټه کې وو او د غیر اسلامي حکومتونو له کړاوونو سره مخ وو، د داعش په ظاهري ښکلو تبلیغاتو کې راګیر شول او ډېر ژر ورسره یوځای شول، خو له یوځای کېدو وروسته یې چې کله حقیقت درک کړ چې د دوی انرژي د اسلام او مسلمانانو خلاف مصرفيږي، هڅه يې وکړه چې ژر تر ژره دا غلطه لاره پریږدي.

 

په عین حال کې داعش تکفیري _ترهګرې ډلې له دې منفذ څخه خپلو بادارانو ته خپله وفاداري ثابته کړى ده. د اسلام دښمنان د دې پر ځای چې د اسلام ځواک (ځوانان) په بېلابېلو لارو له منځه یوسي تر څو په راتلونکي کې د هغوی په لاره کې خنډ ونه ګرځي، د داعش په وفادارۍ سره دغه ځواک په ډیره اسانۍ له منځه تللی دی.

 

دا چې داعش د سیمې د استخباراتو په غوڅ ملاتړ سره مخې ته راغلل او په لومړي سر کې یې یو چټک خوځښت درلود، احساساتي ځوانان یې ډېر ژر جلب کړل، خو په دې وروستیو کې ثابته شوې چې ډېری دغه ځوانان د خپل دیني او اسلامي منابعو څخه د ناخبرتيا له امله د جاهلیت او استبداد د کاروان ملګري شوى دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version