د جهادي ډلو پر وړاندې مبارزه:
په دې کې شک نشته چې په نړۍ کې هیڅ پوځي ځواک د اسلام د رښتیني سرتیرو په وړاندې د مقاومت توان نه لري او د خپل وخت او زمانې د پرمختللو پوځي امکاناتو په درلودلو سربیره، له ماتې او ذلت پرته یې بل څه د مجاهدینو په وړاندې نه دي په برخه شوي.
د اسلامي تاریخ په ټولو دورو کې، هر کله چې د حق او باطل تر منځ جګړه شوې او د مبارزې ډګر تود شوی، نو خامخا د میدان ګټونکي د جهاد رښتیني بیرغ لرونکي و او په بې شمیره مرحلو کې یې خپلو دښمنانو ته د ماتې تریخ خوند ور ښودلی دی.
د کفري نړۍ د ځمکې پر مخ د مجاهدینو د ماتولو لپاره له هیڅ هڅې څخه ډډه نه ده کړې او د اسلام د رښتینو بیرغ لرونکو د ماتولو لپاره یې هر ډول اسباب کارولي دي، د پوځي جګړو سربېره، رسنیز تبلیغات، د پروپاګند خپرول او د اسلامي امت د رښتینو مبارزینو په وړاندې د نیابتي ځواکونو رامنځته کول د اسلام د دښمنانو د ناوړه فعالیتونو یوه برخه ګڼل کیدای شي.
په دې منځ کې، د جهادي ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره د لوېدیځ او د کفري نړۍ تر ټولو لویه وسله د منفورو داعشي خوارجو ډلې را منځته کول ګڼل کیدای شي.
له همدې امله د دې خاورينې ځمکې په هره څانګه کې، هرکله چې د امت یوې رښتینې ډلې سر راپورته کړی او د محمدي شریعت د دښمنانو په وړاندې یې د جهاد اعلان کړی دی نو بیا یې د پام وړ نصرت او بریا ترلاسه کړې ده، نو اوس ناڅاپه داعشي خوارج راڅرګند شوي او د مجاهدینو پر وړاندې یې د نظامي عملیاتو په پیلولو سره د دوی او دښمنانو ترمنځ واټن رامینځته کړی دی.
دا ناوړه حربه د عراق، سوریې، مصر، افریقا او د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په څېر هیوادونو کې د لویدیځوالو لخوا په لاره اچول شوې او د دوی لپاره یې د پام وړ پایلې هم ترلاسه کړي دي.
دا شومه نقشه په افغانستان کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګ د مخنیوي لپاره هم پلي شوه او په یوځل کې دا کرکجنه ډله د ننګرهار، جوزجان، کونړ او فاریاب په ولایتونو کې د لویدیځ تر هر اړخیز ملاتړ لاندې راڅرګنده شوه او خپله ټوله هڅه یې وکړه چې د اشغالګرو په نیابت د اسلامي امارت له مجاهدینو سره وجنګیږي او هغوی بند راولي.
د مجاهدینو په وړاندې د مبارزې لپاره د لویدیځ دې ورانوونکې وسلې، د ټولو نظامي او عصري امکاناتو درلودلو سربیره، د اسلامي امارت د سرتیرو د ایمان او ټینګې ارادې په وړاندې دوام ونه کړ او ډیر ژر تر هغه څه چې دوی فکر یې کاوه د تاریخ د کثافاتو کندې ته وغورځول شوه.
د جهادي ډلو په وړاندې له مبارزې پرته، دې منفورې ډلې د اسلام د دښمنانو لپاره نورې ښېګڼې هم ترسره کړي دي چې د دې لړۍ په راتلونکو برخو کې به یې بیان کړو، ان شاءالله.