داعشي خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لویدیځ نوې وسله! څوارلسمه برخه

احسان عرب

د اسلامي هېوادونو د اشغال لپاره زمینه برابرول

په هغو هېوادونو کې چې داعشي خوارجو په کې خپل بدمرغه قدم ایښی او د اسلام د دښمنانو د برید لپاره یې زمینه برابره کړې ده، د هغو هېوادونو په لیست کې به افغانستان، مالي، نایجر، چاد او بورکینافاسو ته اشاره وکړو.

هغه هېوادونه چې په هغوی کې د داعشي خوارجو د ظهور سره سم، کفري هېوادونو د داعش سره د مقابلې په پلمه، پر دغو هېوادونو لښکرکشي وکړه، په پایله کې نه یوازې دا چې د داعش لخوا ورته رامنځته شوی کړاو او مصیبت ته یې پاي ورنکړ، بلکې پخپله هم د یوې بلې بلا په څېر د دغو هېوادونو پر کړیدلو خلکو راپرېوتل او د هغوی شپې او ورځې یې تر پخوا تیاره او تیره کړې.

په ځینو دغو هېوادونو لکه افغانستان کې که څه هم امریکایي اشغالګران او متحدین یې د داعشي خوارجو له ظهور مخکې حضور درلود، خو په دغو هېوادونو کې د هغوی د حضور د باطل او تشو پلمو کمیدل، د داعش د ظهور لپاره یو ښه دلیل ګڼل کیده؛ په داسې ډول چې د داعش حضور، په دې خاوره کې د اشغالګرو بقا تضمینوله.

مالي: په شمالي مالي کې د داعش له ظهور وروسته، فرانسې په ۲۰۱۳ کال کې د سروال عملیاتو په نوم لوی پوځي عملیات پیل کړل؛ وروسته بیا د فرانسې نظامي حضور د داعش سره د مبارزې په پلمه پراخ شو او د برخان عملیاتو په نوم بدل شو، چې په څو نورو هېوادونو کې یې هم فعالیت درلود، سره له دې چې د فرانسې شعار د ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو ډیرو دا نوی اشغال ګڼه؛ ځکه د هغې حقیقي هدف، د دغو سیمو د خلکو مادي او معنوي شتمنیو تاراجولو پرته بل څه نه و، کوم چې په دې هېواد کې د داعش د حضور په برکت زمینه ورته برابره شوې وه.

نیجر: په «ساحل» (Sahel) سیمه کې د داعش د فعالیتونو له پراخیدو او سرحدي سیمو باندې له بریدونو وروسته، امریکا او فرانسې د داعش سره د مبارزې په پلمه، په نیجر کې نوې پوځي اډې جوړې کړې چې په اګادیز کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو اډه یوه له مهمو څخه ده، خو دا اقدامات، لکه څنګه چې تمه کیده، یوازې د داعش سره د مبارزې په پلمه وو، که څه هم کله ناکله د داعش پر ضد عملیات ترسره کیږي، خو هیڅکله د امریکا او فرانسې هدف په دې هېواد کې د داعش حضور پاي ته رسول نه و.

چاد او بورکینافاسو: د چاد او بورکینافاسو هېوادونه هم د داعش له ظهور وروسته، د فرانسې او د هغې لویدیځو متحدینو د نفوذ پراختیا شاهد و، هغه د پام وړ نفوذ چې د داعش د جنایتونو په مخنیوي کې یې هیڅ کومه مثبت اغیزه نه درلوده.

هېره دې نه وي چې د دغو هېوادونو د نویو دولتونو لخوا د لویدیځیانو د حضور حقیقي ماهیت ته په پوهیدو او د عامه بې باورۍ په زیاتیدو سره، په دغو هېوادونو کې د لویدیځیانو حضور د خلکو او دولت لخوا له اعتراضونو سره مخ شوی او ډیری یې په دې متفق دي چې لویدیځ ځواکونه له دغو هېوادونو ووځي.

د داعش څخه د هېوادونو د اشغال د زمینې برابرولو په توګه استفاده، نور د هیچا لپاره پټه نه ده او ټول په دې متفق دي چې هرکله په کوم هېواد کې د داعشي خوارجو بد قدم ایښودل کیږي، په تعقیب یې د دې ډلې لویدیځوال باداران د هغې سره د مبارزې په پلمه، دغه هېواد اشغالوي او د خپل حضور په موده کې، نه یوازې د داعش حضور ته پای نه ورکوي، بلکې د داعشي خوارجو په پرتله پر دغو سیمو اوسیدونکو ډیر ظلم او ستم کوي.

Exit mobile version