داعش؛ په افغانستان کې د اشغال د دوام مسؤل

بهیر افغان

#image_title

څرنګه چې افغانستان یو ښه جغرافيايي موقعيت لري او هر زبرځواک دا غواړي تر څو داسې ارزښتناک ځای د خپل ځواک د ساتلو او د خپلو متقابلو دُښمنانو د ځپلو لپاره ونیسي شي. له همدې امله افغانستان ډېر ځله د دُښمنانو لخوا اشغال شوی او د تسخیر لپاره یې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

 

لکه څنګه چې څرګنده ده، دا خاوره په تېره یوه پېړۍ کې درې ځله د دُښمن لخوا اشغال شوې، د ورانیو، وژنو او سلګونو نورو بدبختیو شاهده ده، خو هر ځل یې د دُښمن بریدونه شنډ کړي او خپلواکي یې ترې ترلاسه کړې ده.

 

خو د هر ځل ماتې وروسته بیا هم پست فطرته او بیغیرته دُښمنان له خپل شیطاني طبیعت څخه نه دي لاس په سر شوي او له بیلابیلو لارو یې خپل جنګي او سیاسي پلانونه پر مخ وړي دي.

 

وروستی ځل اشغال چې د عصر طاغوت (امريکا) یې په رأس کې وه، له شل کلنې مبارزې او د افغان ولس له نه ستړې کېدونکو قربانيو وروسته په ډېره بې شرمي او بدبختي له هېواد وشړل شوه؛ خو د خپل پخواني عادت له مخې کله چې په خپله ماتې ډاډمن شول، نو بېلابېل پلانونه يې پيل کړل او غوښتل يې چې د مجاهدينو او ملت تر منځ تفرقه او فاصله پیدا کړي.

 

دوی په دې پلان کې بریالي شول او د پخوا په پرتله یې یو ډېر خطرناک پلان طرحه کړ، چې اسلامي اُمت به پکې کلونه کلونه سوځي او داسې انحطاط یې رامنځ ته کړ، چې د هغې د بشپړې درملنې تصور هم ناشونی دی، دا ځل د دوی دغه پلان د داعش په ​​نوم دی.

 

په دې کې شک نشته چې امریکا او د ناټو نور هېوادونه هېڅکله سوله او په دې هېواد کې د یوه خپلواک او ځواکمن اسلامي حکومت جوړول نه غواړي؛ ځکه چې د داسې حکومت په ظهور سره په اسلامي اُمت کې د بیدارۍ نښې نښانې ښکاره کیږي او دوی خپلو دُښمنانو ته متوجه کېږي چې بالآخره هر مسلمان یا هجرت کوي، یا په خپله خاوره کې اسلامي نظام غواړي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه پیلوي.

 

په دې کې شک نشته چې د داسې حالت په پلي کېدو سره به د دښمن ګټو او موخو ته ستر ګوزار ورکړل شي.

 

وروسته له دې چې امریکا عراق اشغال کړ او بالآخره خپله ناکامي یې درک کړه؛ هلته یې داسې د يوې فتنې تخم وکاره چې څه موده وروسته د داعش (دولت اسلامي) په نوم راڅرګند شول او هغه موخې یې ترلاسه کړې د کومو دپاره چې امریکا ډېرې ستونزې ګاللې وې خو لاس ته یې نه وې راوړې.

 

په پای کې د دې فتنې د اور بڅرکي افغانستان ته راورسېدل او هڅه يې وکړه او کوي یې چې هغه اشغال ته دوام ورکړي چې امریکا پکې ناکامه شوې وه.

 

په حقیقت کې د امریکا پر ځای داعش ټاکل شوی چې کلونه کلونه یې د دې ملت مظلوم او کړېدلي خلک سوځولي دي.

 

داعش هم د خپلو بادارانو ټولې غوښتنې د یوه وفادار غلام په څېر منلي او د مکتبونو، جوماتونو، پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو له ورانولو پرته یې څه نه دي کړي. همدا رنګه یې عام خلک، علماء، پوهان او هغه کسان چې د دوی د له‌منځه وړلو هڅې یې کولې، په شهادت رسولي دي. دا هغه کارونه دي چې امریکا یې د کولو هڅه کوله خو ویي نشوای کړی، داعش دا کارونه په ډېره اساني سره ورته وکړل.

 

د کره او دقیقو اسنادو او شواهدو له مخې ثابته شوې چې داعش د امریکا پروژه ده او هڅه کوي چې د خپلو دُښمنانو سره د مقابلې لپاره یې د يوې وسیلې په توګه وکاروي.

 

موږ د هغه وخت د سیاستوالو او د هغوی د متقاعدو کسانو ځینې خبرې په لاندې ډول ذکر کوو، خو باید ووایو چې دا استدلال یوازې د لازم دلایلو د وړاندې کولو لپاره دی، نه دا چې مطلق حق یې وګڼو:

 

– د افغانستان پخوانی ولسمشر؛ حامد کرزي د ۲۴/۱/۱۳۹۶ نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د بمونو مور له کارولو وروسته، له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې وویل: چې داعش هم د نورو امنیتي کمپاینونو په څېر د امریکا یوه قراردادي ډله ده.

 

– متحده ایالات؛ د ۲۰۱۷ کال د نومبر په شلمه، د ترکیې ولسمشر؛ رجب طیب اردوغان واشنګټن له داعش سره په مالي همکارۍ تورن کړ او ادعا یې وکړه چې دا مهال داسې ویډیويي ټیپونه او اسناد شته چې امریکا په رقه کې له داعش سره د هغوی د محاصره شویو غړو په ایستلو کې همکاري کړې ده.

 

– د تېر جمهوريت په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو وکیل؛ ظاهر قدیر په تاریخ (١٣٩٦/٨/١١) د کندهار ولایت په ورستي مجلس کې وویل: کله چې په ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوه، امریکايي او افغان سرتېرو به د داعش پر ځای پر طالبانو بمباري کوله.

 

– یوې انټرنیټي شبکې (ایفووارز) په خپل یوه څیړنیز راپور کې د یوه امریکايي سرتیري هغه خبره راخیستې چې ویلي یې وو: داعش ډله دوی وسله واله کړل او په لوی خطر یې بدله کړه.

 

په دې کې شک نشته چې سیمه ییز او نړیوال دُښمنان هېڅکله هم د دې خاورې سوله نه غواړي، بلکې هر وخت يې غوښتي چې د پوځي مداخلې لپاره په داسې ډول، چې د داعش رامنځته کېدل هم د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره وو، تر څو د ترهګرو له شتون څخه د یوې بهانې په توګه کار واخلي او په جګړه کې خپلې موخې ته ورسېږي.

 

دې ته په اشارې سره چې دغه ډله د اشغال د دوام لپاره رامنځته شوه، د افغانستان پخواني ولسمشر؛ حامد کرزي د داعش د فعالیت په پیل کې وویل: دا یوه بهرنۍ پروژه ده او موخه یې په افغانستان او سیمه کې د جګړې دوام دی.

 

نه يوازې د امريکا، بلکې په مستقيم ډول داعش نن ورځ د سيمې او نړۍ د هېوادونو د لاس آله ګرځېدلې ده. او په افغانستان کې یې د مداخلې په توګه استفاده کوي، څو د افغانستان دُښمنان يو ځل بيا د وينې تويونکي اشغال لپاره بهانه ومومي.

 

حقیقت دا دی چې د امریکا او صلیبی نړۍ جګړه د اسلام پر ضد ده او دوی د اسلامي اُمت له بیدارۍ څخه ویره لري او تل په دې لټه کې دي چې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره یوه لویه سرمایه په کار واچوی.

 

له لږ فکر کولو وروسته باید پوه شو چې داعش ولې د خلافت د ترلاسه کولو لپاره کوچنی افغانستان غوره کړی؟!

 

ولې دوی له ظهور څخه تر نن ورځې پورې تل د مجاهدینو په وړاندې جنګېږي او د اسلامي مقدساتو په ورانولو کې لاس لري؟!

 

آیا هغه ځایونه و اسلامي هیوادونه چې هلته اسلام تر پښو لاندې دی، اسلامي شعائر پکې سپک دي، حتی په ماشومانو اسلامي نومونه څوک نشي ایښودلای، د مبارزې او جهاد لپاره تر ټولو ښه او مناسب ځایونه نه دي؟

 

په داسې حال کې چې په يادو هېوادونو کې مسلمانان له سختو حالاتو سره مخ دي او د ظالمو واکمنانو له خوا پرې ظُلم کېږي.

 

تاسو لږ فکر کړی چې هغه دلایل چې تاسو یې د اوسني حکومت سره خو په حقیقت کې له افغان ملت سره د مبارزې لپاره وړاندې کوئ، له واقعیت او شریعت سره څومره مطابقت لري؟!

 

که ستاسو د جګړې معیار مذهبي یا سیاسي تعصب وي، تاسو باید پوه شئ چې د دې ډول اختلافاتو، بې ځایه وینې تویونې او وژنو ګټه نشته بلکې فقط د اسلامي امت تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو سبب ګرځي.

 

او که په رښتیا هم غواړئ چې اسلامي اُمت خپلو ښکاره موخو، عزت او شرف ته ورسېږي، نو راځئ چې د اسلامي حکومت د پياوړتیا او ودې په لاره کې مټې رابډ وهو تر څو د دُښمن په مقابل کې ښه قوي شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version