داعشي خوارج د معاصرې زمانې له هغو خونړیو او خطرناکو فتنو څخه شمېرل کېږي، چې اسلامي امت ته یې د تاریخ تر ټولو ترخې خاطرې پرېښي، د دې منفورې ډلې پیروان، د تاوتریخوالي، د بېګناه ولسي وګړو د وژنو، د تاریخي آثارو د ړنګولو او د وېرو خپرولو له لارې، په عراق، شام او نورو اسلامي هېوادونو کې امت ته د درد، ویر او تباهۍ پرته بل څه نه دي را منځته کړي.
خو دا ډله څنګه وزېږېده؟
ولې یې دومره چټکه پراختیا وکړه؟ او د امریکا او سیمهییزو جګړو رول پکې څه و؟
دا هغه پوښتنې دي، چې په دې لیکنه کې به یې ځوابونه وڅېړو.
د داعش د راټوکېدو لاملونه یو لړ کورنۍ ستونزې، بهرني لاسوهنې او د خلکو پراخې نارضایتۍ وې.
په ۲۰۰۳ کال کې، کله چې امریکا پر عراق یرغل وکړ او د هغه هېواد اردو یې منحل کړه، زرګونه افسران او سرتېري چې ډېری یې د بعث ګوند غړي و، بې کاره پاتې شول او ځانونه یې له واکه شړل شوي احساس کړل.
هممهاله، د امریکا تر مستقیم ملاتړ لاندې نوې عراقي اداره د روافضو لاس ته ولوېده، آن دا هم ویل کېږي چې امریکایانو عراق ایران ته ډالۍ ورکړ، له همدې وروسته، د اهل سنتو پر وړاندې د تعذیب، تبعیض او بېعدالتۍ لړۍ پیل شوه، دا حالت د دې لامل شو، چې ډېر اهل السنة له واکمن نظام نه زړهتوري شي، همدا نارضايتي، خفګان او بېباوري د جهادي ډلو د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال جوړ کړ.
کله چې د داعش د بنسټ ایښودو رېښې څېړو، ګورو چې دا ډله په ۲۰۰۴ کال کې د «القاعده فی بلاد الرافدین» تر نامه لاندې، د ابومصعب الزرقاوي تقبلهالله په مشرۍ رامنځته شوه، په ۲۰۰۶ کال کې، دا ډله له څو نورو وسلهوالو ډلو سره یو ځای شوه او د «مجلس شورای مجاهدین» په نوم یې ائتلاف جوړ کړ، همدغه کال، یاد ائتلاف «عراق اسلامي دولت» اعلان کړ، چې مشري یې د ابوعمر البغدادي پر غاړه شوه.
کله چې په سوریه کې ناامني او ګډوډي زیاته شوه، دغه ډله په ۲۰۱۳ کال کې د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې سوریې ته خپره شوه او خپل نوم یې «دولت اسلامي عراق او شام» (داعش) ته واړاوه، بالاخره، په ۲۰۱۴ کال کې، د موصل تر نیولو وروسته، ابوبکر البغدادي د «خلافت» اعلان وکړ او نوم یې «اسلامي دولت» ته واوښت.
امریکا که څه هم د عراق پخوانی نظم لهمنځه یووړ، خو ونه توانېده چې نوی، با ثبات او فراګیر نظم رامنځته کړي، د پخواني دولت بشپړ ړنګول او واک محدودو ډلو ته سپارل، د فساد، ناامنۍ او مذهبي اختلافاتو اور ته تېل واچول.
په ۲۰۱۱ کال کې چې امریکا له عراقه ووتله، د نوري المالکي حکومت ونه توانېد چې ملي یووالی رامنځته کړي، اهل سنت یې له واکه ګوښه کړل او داعش له همدغه سیاسي او مذهبي تشې نه ګټه واخیسته او پراخ ولسي ملاتړ یې تر لاسه کړ.
په ۲۰۱۴ کال کې، داعش د عراق دویم لوی ښار، موصل، ونیوه؛ داسې حال کې چې عراقي ځواکونه پرته له هر ډول مقاومته شاته ووتل او ښار یې پرېښود.
له بلې خوا، په هماغه وخت (۲۰۱۱) کې، په سوریه کې ولسي پاڅونونه پیل شول، چې ژر تر ژره په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه واوښتل، ګڼو وسلوالو ډلو د بشار اسد پر ضد پاڅون وکړ او د مرکزي دولت کمزورتیا، ګډوډي او د منظم پوځ نشتوالی د دې لامل شو، چې داعش ډېر ژر هلته هم خپل حضور ټينګ کړي.