خوارج له صدر إسلام څخه، بیا د نن ورځې تر دواعشو پورې

لومړۍ برخه
لیکوال: عبدالرحمن محمود

خوارج یوه منحرفه ډله ده، چي د اسلام په لومړۍ پیړۍ، په عصر نبوت کي یي آثار په ښکاره کیدو شول، د بنو تمیم د قبیلي څخه یو څوک چې په “ذوالخویصرة” یا حرقوص بن زهیر السعدي باندې مشهور و، د سیدالأمة، أفضل البشر علی الاطلاق، محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په تقسیم د مال غنیمت باندې یې اعتراض وکړ او هغه يې مخاطب کړ، چې “عدل وکه” رسول الله ورته وویل هلاك شې، که زه عدل ونکړم، آخیر به څوک عدل کوي؟
حدیث شریف به په راتلونکو برخو کي ان شاءالله تفصیلي راشي.
دا ډله د “خوارج” د نوم نه بغیر په نورو نومونو هم یاده شوي ده “حروریة ” محکمة” مارقة” نواصب”
د خوارج نوم دوی خپله هم و ځان ته کاروي، خو په دي تأویل چي “خوارج” جمع د “خارجة” ده، یعني هغه ډله چي د الله جل جلاله په لاره کي وتلي ده.
د خوارجو د “اباضیي” فرقي عالم، نورالدین سالمي لیکي(سموا خوارج، وهو جمع خارجة، وهي الطائفة اللتي تخرج في سبيل الله)
د خوارجو يو شاعر وایي(كفى حزنا أن الخوارج أصبحوا، و قد شتت نياتهم فتصدعوا)

د دوی دا تأویل ځکه فاسد دی چي د ظهور له پیل څخه د مسلمانانو په مقابل کي دریدلي، دوی د کفارو سره و غزاء ته ندي وتلي چي د تسمیي وجه یي د دوی تأویل په أساس وسي.
أصل ددي تسمیي وجه أو سبب یي امام أشعري رحمه الله فرمایلی (والسبب الذي سُمّوا له خوارج؛ خروجهم على علي بن أبي طالب)
خوارج یي ځکه بولي چي د څلورم خلیفة د إسلام، بدري صحابي، حضرت علي رضي الله عنه پر خلاف را پورته شوه، أو د مسلمانانو له جماعت څخه ووتل.

بل نوم یي “حروریة ” دی، حروریة یي ځکه بولي چي نسبت یي و “حروراء” ته دی، حروراء د کوفي و ښار ته نږدي هغه ځای دی چي ددوی أسلافو له حضرت علي کرم الله وجهه څخه بغاوت اعلان کړ.

ددي نوم یادونه د بي بي عائشة رض څخه ثابتة ده، یوه ښځه ورته راغله چي ښځه د حیض وروسته د پاته شویو لمونځو قضاء را ګرځوي؟ دي ورته وویل چي أیا ته “حروریة” یي؟ موږ به د رسول الله په ژوند کي حائضي کیدلو، خو د لمونځونو قضاء مو نه را ګرځول، له دې یي ځکه دا استفهام او پوښتنه وکړه چي ته حروریة یي؟ ځکه دوی همدغسي په تعنت، سختۍ أو غلو في الدین أو انحراف مشهور وه، بیا هغي ښځي ورته وویل چي نه، حروریة نه یم، د زده کړي په خاطر مي پوښتنه کول.
عبدالله بن عمر رضي الله عنه یو ځل د “حروریة” وو یادونه وکړه، بیا یي و فرمایل چي رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي(دوی به له اسلام څخه داسي وځي لکه غیشی چي له ښکاره وځي)
بل نوم یي “محکمة” دی، محکمة یي ځکه بولي…نور بیا

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version