خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې!

#image_title

بهاند

سریزه:

ألحمد لله الذي أمرنا بالسمع والطاعة، وهدانا الی طریقة اهل السنة والجماعة، وصاننا من طُرُق البدعة والضلالة، والصلوة والسلام علی من اوضح لنا سیمات الفرقة الضالة، وعلی اله واصحابه الذین قاتلوا اهل البدع بالسیف والرماحة.

 

اما بعد!

قال الله تعالی: ﻗﻞ ﻫﻞ ﻧﻨﺒﺌﻜﻢ ﺑﺎﻷﺧﺴﺮﻳﻦ ﺃﻋﻤﺎﻻ اﻟﺬﻳﻦ ﺿﻞ ﺳﻌﻴﻬﻢ ﻓﻲ اﻟﺤﻴﺎﺓ اﻟﺪﻧﻴﺎ ﻭﻫﻢ ﻳﺤﺴﺒﻮﻥ ﺃﻧﻬﻢ ﻳﺤﺴﻨﻮﻥ ﺻﻨﻌﺎ.

ﺃﻭﻟﺌﻚ اﻟﺬﻳﻦ ﻛﻔﺮﻭا ﺑﺂﻳﺎﺕ ﺭﺑﻬﻢ ﻭﻟﻘﺎﺋﻪ ﻓﺤﺒﻄﺖ ﺃﻋﻤﺎﻟﻬﻢ ﻓﻼ ﻧﻘﻴﻢ ﻟﻬﻢ ﻳﻮﻡ اﻟﻘﻴﺎﻣﺔ ﻭﺯﻧﺎ.

ﻗﺎﻝ اﻟﺒﺨﺎﺭﻱ: ﺛﻨﺎ ﺃﺑﻮ اﻟﻴﻤﺎﻥ، ﺛﻨﺎ ﺷﻌﻴﺐ ﻋﻦ اﻟﺰﻫﺮﻱ، ﻗﺎﻝ: ﺃﺧﺒﺮﻧﻲ ﺃﺑﻮ ﺳﻠﻤﺔ ﺑﻦ ﻋﺒﺪ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺇﻥ ﺃﺑﺎ ﺳﻌﻴﺪ اﻟﺨﺪﺭﻱ ﻗﺎﻝ: ﺑﻴﻨﻤﺎ ﻧﺤﻦ ﻋﻨﺪ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻫﻮ ﻳﻘﺴﻢ ﻗﺴﻤﺎ، ﺃﺗﺎﻩ ﺫﻭ اﻟﺨﻮﻳﺼﺮﺓ- ﻭﻫﻮ ﺭﺟﻞ ﻣﻦ ﺑﻨﻲ ﺗﻤﻴﻢ- ﻓﻘﺎﻝ: ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ اﻋﺪﻝ، ﻓﻘﺎﻝ: ﻭﻳﻠﻚ، ﻭﻣﻦ ﻳﻌﺪﻝ؟ ﻗﺪ ﺧﺒﺖ ﻭﺧﺴﺮﺕ ﺇﻥ ﻟﻢ ﺃﻛﻦ ﺃﻋﺪﻝ، ﻓﻘﺎﻝ ﻋﻤﺮ: ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ اﺋﺬﻥ ﻟﻲ ﻓﻴﻪ ﻓﺄﺿﺮﺏ ﻋﻨﻘﻪ، ﻓﻘﺎﻝ: ﺩﻋﻪ ﻓﺈﻥ ﻟﻪ ﺃﺻﺤﺎﺑﺎ ﻳﺤﻘﺮ ﺃﺣﺪﻛﻢ ﺻﻼﺗﻪ ﻣﻊ ﺻﻼﺗﻬﻢ ﻭﺻﻴﺎﻣﻪ ﻣﻊ ﺻﻴﺎﻣﻬﻢ، ﻳﻘﺮءﻭﻥ اﻟﻘﺮﺁﻥ ﻻ ﻳﺠﺎﻭﺯ ﺗﺮاﻗﻴﻬﻢ، ﻳﻤﺮﻗﻮﻥ ﻣﻦ اﻟﺪﻳﻦ ﻛﻤﺎ ﻳﻤﺮﻕ اﻟﺴﻬﻢ ﻣﻦ اﻟﺮﻣﻴﺔ.

 

اسلام د یووالي او اتحاد دین دی، تل یې  مسلمانان هڅولي، تر څو د الله تعالی په رسۍ کلک لاسونه ونیسي، د اتحاد او اتفاق له ښېګڼو یې خبر کړي، له اختلاف او تفرقې څخه یې منعه کړي، او د هغو بد عواقب یې ورته په ډاګه کړي.

 

الله ﷻ فرمایي:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ.

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.

دا چې موږ  په ماضي کې یو مهذب او متمدن امت وو، دا مو د یووالي او اتحاد برکت و.

موږ چې  یو وخت په نړۍ کې ځواکمن او نه ماتېدونکي وو، دا ځکه موږ خپل منځي اختلافات نه پېژندل.

 

زموږ اسلافو چې یو وخت د ځمکې په کُرې په پېړيو پیړیو واکمني کړې وه، دلیل یې دا و چې د یووالي په ذوق او خوند پوه وو.

 

دا چې نن ورځ مسلمه اُمت ولې په یوه داسې ګرداب کې راګیر دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې ساری نه تر سترګو کیږي. د بېلګې په ډول ویلای شو، چې ولې نن موږ اتحاد او یووالی له لاسه ورکړی؟

واحد زعامت ولي شتون نه لري؟

په ډلو ټپلو ولې ويښل شوي یوو؟

تر فقر مهاجرت او د کفر تر واکمني لاندي ولې ژوند کوو؟

دښمن مو ولې زړور او ځواکمن دی؟

ولې مادي او عصري پرمختګ نلرو؟

نو یو ځیرک انسان دا درک کولای شي، او ځواب ویلای شي، چې دا ځکه چې د ربﷻ ددې  پورتنۍ پرېکړې په عملي مفهوم او معنا موږ پوهېدلي نه یوو.

او د نه پوهېدا لامل یې نفساني او مادي غوښتنې دي.

 

نو په دې اساس ویلای شوو ،چې د دې دوو غوښتنو ښکار تر ټولو زیات هغه منحرفې او لار ورکې ډلې دي، چې اسلامي امت یې له پيله تر ننه ورځي پورې له ستونزو سره مخ کړی.

 

د دې ټولو منحرفو ډلو په سر کې خوارج یا د اوسني وخت داعش قرار لري.

 

دا چې کومې ستونزې دې منحرفې ډلې اوس او یا د تاریخ په اوږدو کې رامنځته کړي. دا به په څو برخو کې وړاندي کړو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version