په کال 40 هـ ق کې دریو تنو خوارجو، هر یو ابن ملجم حِمْیَري، برک بن عبدالله او عمرو بن بکر د دریو تنو صحابه کرامو علي، معاویه او عمرو بن العاص رضی الله عنهم، د شهادت پلان جوړ کړ.
هغه داسې چې ابن ملجم ته د علي رضی الله عنه د شهادت مسؤولیت وسپارل شو. برک ته د معاویه رضی الله عنه او ابن بکر ته د عمرو بن العاص رضی الله عنه.
دوی د رمضان المبارک ٢٧م تاریخ د خپل جوړ شوي پلان د تطبیق ورځ مالومه کړه.
ابن ملجم چې په حسن او ښایست کې مشهور و، او د ډېرو سجدو او عبادت له امله یې تندي کې اثرات معلومیده، ځان یې د کوفې تر ښاره پورې، چېرته چې علي رضی الله ژوند کاوه ورساوه. يوه ورځ چې د خپلو ملګرو سر په مجلس بوخت و، او د نهروان د جکړې په وژل شویو خوارجو یې وير او غم کاوه؛ ناڅاپه یوه ښځه ( قطام بنت شجنه ) چې په جمال او ښایست کې لا مثاله وه، مجلس ته د ګډون لپاره راغله، ځکه چې د بنت شجنه پلار او ورور د نهروان په جګړه کې د خوارجو په صف کې وژل شوي وو.
د ابن ملجم چې په بنت شجنه سترګې ولګېدې عقل ځینې ولاړ او د کوم کار لپاره چې راغلی و، هغه هم ترې هېر شو.
ابن ملجم فوراً له بنت شجنه سره د نکاح او اړيکو ټینګولو غوښتنه وکړه خو هغې درې شرطونه ورته وړاندې کړل.
درې زره درهم مهر، یو خادم، او د پلار او ورور په بدل کې د علي رضی الله عنه وژل.
نور بیا…