خلک ولې له داعش سره نه یو ځای کېږي؟

يحيی زهار

#image_title

خلک ولې له داعش سره نه یو ځای کیږي؟
یحیی زهار

داعش چې په اصل کې یوه باطله ډله ده د اسلام له حقیقي تعلیماتو او ارزښتونو سره په تمامه معنا په ټکر کې ده، د دې ډلې افراطیت، تشدد او له اسلامي اصولو څخه انحراف د اسلامي نړۍ د اکثرا علماؤ او پوهانو له خوا په کلکه غندل شوی او له اسلام سره په ټکر کې بلل شوی دی.

دوی د خوارجو له اصولو او افکارو سره ډېر ورته والی لري، کوم چې له اسلام څخه بېلابېل انحرافي تعبیرونه وړاندې کوي او د تاوتریخوالي او افراطیت لار یې خپله کړې ده، د خوارجو په څېر، داعش هم ځان ته د حقانیت او خالص اسلام دعوه کوي، خو په حقیقت کې د دوی افکار او کړنې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي.

ډېری خلک اوس د داعش د باطلې داعیې او افراطي افکارو په اړه پوهه شوي دي، په تېرو کلونو کې د داعش له ظلمونو، تاوتریخوالي او افراطیت څخه کفار دومره نه دي زیانمن شوي لکه مسلمانان؛ داعش ځان د اسلام ساتونکي معرفي کوي، خو کړنې او افکار یې د اسلام له اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

خلک پوهېږي چې داعش یو افراطي او منحرفه ډله ده چې له اسلام سره یې هېڅ ډول اړیکه نشته او د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره د دین له نامه څخه ناوړه استفاده کوي.

د وخت په تېرېدو سره د دوی اصلي مخ او باطله داعیه ټولو ته څرګنده شوې ده، په ځانګړې توګه د داعش له خوا ترسره شوې افراطي کړنې، ظلمونه او بې‌رحمانه بریدونه د دې لامل شوي چې خلک د دوی ادعاوې او تبلیغات له شک او انتقاد سره وګوري.

د اسلامي نړۍ ډېری دیني عالمانو، پوهانو او اسلامي بنسټونو د داعش افکار او تبلیغات په واضحه توګه رد کړي دي او خلکو ته یې دا پیغام رسولی چې د دوی عملونه او نظریات له اسلام څخه لرې دي، دې هڅو خلکو ته دا پوهاوی ورکړ چې داعش د اسلام له نامه ناوړه استفاده کوي او یوازې خپلې شخصي او سیاسي موخې تعقیبوي.

د رسنیو، ټولنیزو شبکو او دیني تعلیم له لارې هم د خلکو پوهاوی ډېر شوی، اوس خلک د دې توان لري چې د داعش پروپاګند او جعلي تبلیغات وپېژني او په اسانۍ سره د دوی له تش په نامه اسلامي ادعاوو څخه اغېزمن نه شي، ځکه خو د داعش فزیکي حضور هم په وروستیو کلونو کې له افرادو کم رنګه شوی او په پراخه کچه یې ځواک او نفوذ کم شوی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version