خارجي او افراطي فکر او جهادي تحریکات : څلورمه برخه

مولوي احمد جان

نن سبا بعضي خلګ چې تکفيري او خارجي مزاج لري، په معمولي احتمال سړی کافر کوي، او کوښښ کوي چې د خپلو مخالفینو تکفیر ته لاره پیدا کړي، اګرکه په کمزورو دلايلو هم وي، او حال دا دی چې د تکفیر موضوع ډېره خطرناکه ده، پداسې حال کې چې سلف صالحينو د تکفير په موضوع کې ډېر احتیاط کړی او حتی الوسع کوښښ به يې کاوو، چې د یو مسلمان تکفیر ونشي، اګرکه د عدم تکفیر دلیل او وجه ضعیفه هم وي، بلکې که د عدم تکفیر فقط احتمال وي بیا هم هغه ته ترجیح ورکوي. (د دې خبرې مدلّل او مفصل وضاحت وروسته را روان دی).

معاصر جهاد ته د تکفیري عناصرو په وجه ناقابل تلافي (نه جبرانېدنکی) نقصان ورسېد، د جهاد او مجاهدینو په نوم د عامه مسلمانانو، علماء کرامو او مجاهدینو پاکې او سپېڅلې وینې توی شوې، د مجاهدینو صفونه د افتراق او انتشار ښکار شول، او داسې غیر شرعي یا مشکوکې کړنې او پېښې مخې ته راغلې چې جهادي دعوت او خوځښتونو ته يې ناقابل تلافي نقصان ورساوو، د مجاهدینو دعوت او حیثیت يې په مسلمانو اولسونو او قومونو کې مشکوک کړ، او د جهادي تحریکاتو مخالفینو او طواغیتو ته يې د داسې پراپېګنډې (پروپاګند او منفي تبليغاتو) موقع او دلائل په لاس ورکړل، چې اوس يې هیڅ تدارک نه کېږي، د دې هرڅه ترشا تکفیري عناصر او د هغوی باطل او غیر سني فکر و، چې د جهادي تحریکاتو مخې ته رکاوټ (خنډ) او مانع و، چې په خپل محاذ باندې مناسب شرعي جهادي سیاست او پالیسي تشکیل کړي، او بل دا چې د دې په نتیجه کې په بعضي محاذونو باندې ګټلی جنګ په شکست بدل شو، او بعضي محاذونه د نهایت ضعف سره مخ شول، او ډېره لویه او تاریخي قرباني په دنیوي اعتبار سره ضائع شوه، او د امت کافي تعداد ځوانان چې د ابتلاء او قربانۍ میدان ته راوتلي وو، د خارجي او تکفیري عناصرو په لاس یرغمال شول او په عالمي (نړېوال) جهاد کې دخوارجو یوه لویه جبهه وجود ته راغله چې په ټولو جهادي محاذونو باندې يې هم د مجاهدینو خلاف او هم د علماء کرامو او عامه مسلمانانو خلاف سنګر ونیو، او پرته له کوم توپير يې د دې ټولو خلاف د جهاد په نوم باندې عملیات روان کړل، چې لا تر اوسه يې دغه باطله او وحشي لړۍ روانه ده، او په عامو مسلمانانو اولسونو او قومونو کې جهادي دعوت او تحریکاتو ته ډېر زیات معنوي، مالي او ځاني نقصان رسوي، د دې بنیادي وجه همدا وه چې د یولسم ستمبر د عملیاتو څخه وروسته په جهادي ادبیاتو، ابلاغي موادو او نشراتو کې د ولاء او براء، مظاهرة علی المسلمین، موالاتو او یا نورو موضوعاتو په حوالې سره د نیمګړو تکفیري عناصرو او ملایانو مقالې، لیکنې او رسائل نشر کېدل، چې بالاخره یوه مستقله تکفیري جبهه ترېنه وجود ته راغله، اوس هم په جهادي صفونو کې شاملو علماء کرامو او مشائخ عظامو ته پکار ده چې د اهل السنت و الجماعت د امامانو او د سلفو صالحینو د منهج، مشرب او مزاج ته په کتو د دغه موضوعاتو ښه تحقیق وکړي، او مجاهدین او جهادي تحریکات د دغه افکارو او عناصرو څخه بچ کړي، ځکه د الله تعالی د نصرت وعده د اهل السنت والجماعت سره ده، کله چې هم د اهل السنت والجماعت د مسلک، مشرب او مزاج څخه انحراف راغلی، نو ناقابل تلافي (نه جبرانېدونکی) نقصان او زیان منځته راغلی، بلکې قوي قوي تحریکات د دې په وجه ختم شوي دي.

علامة شامي رحمه الله فرمايي: لاينبغي للعالم ان يبادر بتکفير اهل الاسلام.

ژپاړه: عالم لره په کار نه دي، چې د مسلمانانو تکفير ته تلوار وکړي.

(حاشية ابن عابدين، جلد: ۶، صفحه: ۲۳۰)

علامه ابن همام رحمه الله فرمايي: يقع في کلام اهل المذهب تکفير کثير ولکنه ليس من کلام الفقهاء الذين هم المجتهدون بل من غيرهم ولا عبره بغير الفقهاء.

ژباره: د ډېرو احنافو په کلام کې تکفير ډېر واقع کېږي، ليکن دا د فقهاوو کلام نه دی ځکه هغوی مجتهدين دي او د فقهاوو نه علاوه د بل چا خبرو ته اعتبار نشته. ( فتح القدير، جلد: ۶، صفحه: ۱۰۰)

ابن الجزي المالکي رحمه الله فرمايي: د کفر کوم الفاظ چې په نصوصو کې راځي، نو د هغو مختلف احکام دي، فرمایي چې: فمنها ماهو کفر ومنها ماهو دون الکفر ومنها مايجب فيه القتل ومنها مايجب فيه الادب ومنها مالايجب فيه شئ.

ژباړه: بعضې کفر وي، بعضې د کفر څخه لاندې وي، په بعضو کې قتل واجبېږي، په بعضو کې ادب واجبېږي او په بعضو کې هيڅ هم نه واجبېږي. او بيا وايي چې د دې پوره تفصيل قاضي عياض رحمه الله په الشفاء کې بیان کړی دی. (القوانين الفقهية لابن الجزي رحمه الله، صفحه:۲۴۰)

دغه شان شیعه ګان هم د دغه موجوده باطلو عقائدو سره د سلفو په دور کې وجود ته راغلي وو، خو د شیعه ګانو هم سلفو علی الاطلاق تکفیر نه دی کړی، بلکې په عقائدو يې فتواګانې لګولي دي.

دغه شان خوارج چې د ټولو نه اوله ګمراه فرقه وجود ته راغله او ځان يې اسلام ته منسوبولو، او په هغه وخت کې د موجودو ټولو صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم (یانې د علي رضی الله عنه او د هغه د ملګرو او د معاویه رضي الله عنه او د هغه د ملګرو) تکفیر يې وکړ، او حال دا دی چې دې کې بعضي هغه صحابه کرام هم موجود وو چې په عشره مبشره ؤ کې شامل وو، يانې نبي علیه السلام ورته په ژوند کې د جنت زيري ورکړي وو، خو بدبختانه خوارجو بیا هم د دغه نفوس قدسیه ؤ تکفیر وکړ، خو سلفو (صحابه کرامو او بیا وروستنيو تابعینو او تبع تابعینو) د دغه خوارجو تکفیر نه دی کړی، البته ګمراه يې ورته ویلي دي، په دې وجه علامه شاطبي رحمه الله د خپل كتاب “الاعتصام” د ۲ جلد په ۲۱مه صفحه كې فرمايي: وقد اختلف الأمة في تكفير هؤلاء الفرق أصحاب البدع العظمى، ولكن الذي يقوي في النظر ويحسب في الأثر عدم القطع بتكفيرهم، والدليل عليه عمل السلف الصالح فيهم.

ژباړه: هغه فِرقِ ضاله (ګمراهې ډلې) چې د غټو بدعاتو والا دي (يعنې بدعات يې مُکَفّره دي) لكه مرجئه، معتزله، روافض، جهميه، قدريه او خوارج وغيره) د دوی د تكفير په باره كې په امت كې اختلاف دی، ليكن قوي خبره دا ده، چې سلف صالحينو د دوی تكفير نه دی كړی.

په دې وجه علامه نووي رحمه الله په خپله شرح د مسلم كې فرمايي: ولا يكفر أهل الهواء والبدع. (جلد: ۱، صفحه: ۱۵۰)

ژباړه: د اهل الهواء والبدع (د خوهاشاتو او بدعاتو د څښتنانو) تكفير نشي كېدای، او مراد د اهل البدع نه د سلفو په نيز خوارج، معتزله، قدريه، روافض او نورې فرقې دي، چې د دوی عقائد كفريه دي، ليكن د تاويلاتو په وجه يې د دوی تكفير نه دی كړی.

دغه شان دا د اهل السنت والجماعت د اصولو څخه ده، چې کله په فعل محتمل کې احتمال د عدم تکفیر اولی ګڼي او فرق ضاله کله کله سړی په شکوکو شبهاتو او احتمالاتو او تاویلات او ظنیاتو سرہ کافر کوي.

د امام بخاري رحمه الله قول: امام بخاري رحمه الله فرمايي: باب من صلی قدامه تنور او نار او شئ مما یعبد فارادا بها الله‌.

يانې چې یو سړی لمونځ کوي او مخې ته يې اور، بُت، قبر او يا بل څه وي، نو لمونځ يې کېږي او په دې نه کافر کېږي، تر هغه چې له نوموړي څخه د دې معلومات نه وي شوي چې د ده مقصد لمونځ د الله جل جلاله لپاره دی او که نه د دغه مخلوق عبادت.

الصلاة جائزة إلى كل شىء إذا لم يقصد الصلاة إليه وقصد بها الله تعالى، والسجود لوجهه خالصًا، ولا يضره استقبال شىء من المعبودات وغيرها كما لم يضر الرسول ما رآه فى قبلته من النار. (شرح صحيح البخاري لابن بطال المتوفي: 449)

یانې هر شي ته لمونځ جائز دی، کله چې مقصد دغه شي ته لمونځ نه وي، بلکې مقصد الله وي، يانې مقصد الله ته لمونځ وي، يانې د مقصد د الله جل جلاله عبادت وي، او سجده خالص د الله جل جلاله لپاره وي، که هدف همدا وي نو که چېرته په لمانځه کې نورو باطلو معبودانو ته مخ شي، دا لمونځ کوونکي ته زیان او تاوان نه رسوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ضرر نه وو رسولی، هغه اور چې د نبی علیه السلام د لمانځه په وخت کې به د نبي علیه السلام نه د قبلې لوري ته وو.

د امام مالک رحمه الله قول:

امام مالک رحمه الله د خپل کتاب “فقه السنة” د دوهم جلد په ۲۴۳مه صفحه کې فرمايي: متی یکون المسلم مرتدا، ان المسلم لایعتبر خارجا عن الاسلام ولا یحکم علیه باا لردۃ الا اذا انشرح صدرہ باالکفر واِطمأن قلبه به و دخل فیه باالفعل لقول الله تعالٰی ولکن من شرح باالکفر صدرا ویقول الرسول ﷺ انما الا عمال باالنیات وانما لکل امرئ مانوی، ولما کان ما فی القلب غیبا من الغیوب التی لایعلمھا الا الله کان لابد من صدور مایدل علی کفرہ دلالة قطعیة لاتحتمل التاویل، حتی نسب الی الامام مالکؒ انه قال من صدرعنه ما یحتمل الکفر من تسعة وتسعین وجھا ویحتمل وجھا ویحتمل الایمان من وجه حمل امرہ علی الایمان.

ژباړه: مسلمان کله مرتد کېږي؟ یقیناً مسلمان د اسلام څخه نه خارجېږي او د ارتداد حکم پرې نه کېږي، مګر کله يې چې سينې ته کفر ښکته شي، او زړه يې په کفر مطمئن شي، او په کفر کښ عملاً داخل وي، ځکه الله تعالی فرمايي: ليکن هغه څوک چې خلاصه کړي سینه کفر ته، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې د ټولو اعمالو دار و مدار په نیت دی او یقیناً د هر سړي لپاره هغه څه دي چې نيت يې کړی وي.

دا چې د زړه خبرې له غيبو او پټو امورو څخه دي چې د الله تعالی نه ماسېوا نور څوک پرې نه پوهېږي، نو بیا ضروري او لازمي ده چې له ده څخه داسې څه صادر شي چې هغه د ده په کفر قطعي دلالت کوي او د تاويل احتمال پکې موجود نه وي.

تر دې چې امام مالک رحمه الله ته دا خبره منسوبه ده، چې له چا څخه داسې څه صادر شي چې په هغه کې د کفر احتمال وي په یو کم سل طریقو، او د ایمان احتمال پکې وي په یوه طریقه، نو دا به په ایمان حملولای شي.

ادامه لري…

 

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version