د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو د لومړي معاون (ملا تاج میر جواد) نوی ثبت شوی پیغام، چې د مصباح العلوم په نوم د مدرسې د فاضلانو د تبریکیې په مناسبت خپور شوی دی، خورا ستر علمي، سیاسي، تاریخي، استخباراتي، ستراتیژیک او ټولنیز ابعاد لري او ډیر پټ او ښکاره پیغامونه هم پکې نغښتي دي. په دې لیکنه کې د یاد پیغام څو مهمو ابعادو ته په لاندې ډول لنډه کتنه شوې ده:
۱: د پیغام سبک او ژبه
ژبه او سبک یې په شرعي اسلوب کې نغښتی دی. افتتاح یې په بسم الله، حمد او درود شوې ده او ترتیب یې له دینه پیل، بیا تاریخ، بیا سیاست، بیا امنیت او اختتام یې په دعاء شوی دی. دا سبک د دیني علماوو، پوهانو او مسلمانانو په منځ کې ډیر منل شوی دی.
الفاظ او جملې یې نرمې دي، خو قاطع لحن لري. په الفاظو کې نرم، ولې په معنی کې قاطع دی، نه احساساتي شعارونه او نه تش تهدید؛ بلکې یوه ښه محاسبه شوې ژبه او سنجول شوي الفاظ دي.
۲: علمي او فکري بُعد
پیغام په دې را څرخي، چې د مدرسې او اسلامي نظام تر منځ خورا مهمه اړیکه موجوده ده، چې نه تنها مدرسه د اسلامي نظام فکري، عقیدوي او انساني سرچینه ده او یوازې د تعلیم او تعلم ځای دی، بلکې:
د عقیدې د بقا، د نظام او مبارزو د مشروعیت او د سیاسي ـ امنیتي ثبات ستنه ده.
همدا شان یې د دیني او عصري علومو توازن هم په ډاګه کړی، چې په علمي لحاظ مهم ټکی یې دا دی چې:
دیني علوم د اسلامي عقیدې او هویت ساتنه کوي، او عصري علوم د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ وسیله ده. دا توازن/تقسیم د ماوراء النهر د فکري مکتب او د دیوبند د دودیز فهم سره سم دی؛ هغوی دیني علوم اصلي بنسټ بولي او دنیاوي علوم وسیله ګڼي. همدا شان دا پیغام د هغو انتقادونو ځواب هم دی، چې ګواکې اسلامي نظام، عصري علومو ته توجه نه لري.
۳: تاریخي بُعد
که د تاریخ له زاویې وکتل شي؛ نو افغانستان تل د علومو لوی مرکز پاتې شوی دی او دا پیغام هم ننی افغانستان د پاروني ماوراءالنهر او د دیوبند په علمي تسلسل کې ور ځای کوي او دا تاریخي تسلسل درې پیغامونه لري:
۱: اوسنی نظام ناڅاپي یا تصادفي نه دی.
۲: دا د څو پېړیو د علمي روایت دوام دی.
۳: د اشغال ضد مبارزه د همدې روایت عملي بڼه ده.
همدا شان دیني مدرسه یې نه تنها د علم؛ بلکې په تاریخي لحاظ سره یې د اشغال او فساد ضد جهاد او مبارزو سرچینه بللې ده او دیني علماء د دې مبارزو او جهاد قیادت او طلبه یې د میدان ځواک بللی دی او دا تحلیل د افغانستان د معاصر تاریخ (انګرېزانو، شورويانو، امریکا او متحدینو) پر ضد د جهاد او مبارزو له روایت سره کاملاً همغږی دی.
۴: سیاسي بُعد
پیغام په نرم؛ خو مګر په واضح ډول وايي، چې “اوسنی شرعي نظام د مدرسو د قربانیو محصول دی”. دا جمله درې سیاسي کارونه کوي:
۱: نظام ته شرعي مشروعیت ورکوي.
۲: د علماوو ملاتړ بنسټیز بولي.
۳: هر ډول مخالفت د همدې تاریخي قربانیو پر ضد معرفي کوي.
همدا شان د علماوو پرېکړو ته التزام په ځان او نورو لازم بولي، دا جمله چې «مونږ دغو پرېکړو ته متعهد یو» ډیره مهمه ده او ژور سیاسي پیغام هم لري او هغه دا چي: تصمیم سازه مرجع باید علماء کرام وي/ دي او تطبیق کوونکی ځواک به نظام/امنیتي بنسټونه وي.
دا د اسلامي سیاست بنسټیز ماډل دی( العلماء یشرّعون، والأمراء ینفّذون).
۳: زماني مقطع (Contextual Analysis)
پیغام په داسې یوه حساسه زماني مقطع کې نشر شوی، چې هم په ا.ا باندې نړیوال فشارونه شته، هم د مشروعیت بحثونه روان دي او هم یو ډول اقتصادي او سیاسي محاصره موجوده ده؛ نو په اصل کې، پیغام د لاندې درېیو نقاطو:
۱: د داخلي مورال لوړول.
۲: د علمي قشر تسکین.
۳: د بهرنيو فشارونو په وړاندې د ثبات لپاره تنظیم شوی دی.
۴: استخباراتي او امنیتي بُعد
له استخباراتي زاویې که وکتل شي؛ نو د پیغام دا برخه ډیره مهمه ده، چې دلته یې د امنیت اصلي سرچینې مدرسې، علماء او مجاهد نسل بللی؛ نه کوم بهرنی ځواک یا کومکي بعد. له استخباراتي لحاظه دا پدې مانا ده، چې د امنیت تولیدي سرچینه داخلي ده، وارداتي نه ده.
۵: د جګړې مشروط اعلان
د پیغام دا پراګراف چې: “مونږ سیمه ایېز امنیت او ثبات ته د اسلامي شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یو. مونږ جګړه نهغواړو، خو که جګړه پر مونږ تحمیل شي، نو د خپل اسلامي شرعي نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لاره کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې ټولې اوسنۍ محاسبې به ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخت ندامت او پښېماني تجربه کړي.”
خورا ژور ستراتژیک بعدونه، درانه پیغامونه، نوي او نه آټکل کیدونکي ګامونه او ستر استخباراتي وزن لري. دا د Strategic Deterrence ژبه ده، چې د جګړې رد؛ خو د جګړې لپاره چمتووالی او د دښمن د محاسبې ګډوډول ښيي.
۶: خاصې اشارې (Implicit Messages)
که څه هم په پیغام کې یې مشخص نومونه نه دې اخیستل شوي؛ خو اشاره روښانه ده، چې ځیني کړۍ او قدرتونه «بېلابېلې بهانې»، د «عدالت او امنیت نه زغمل» او «مشکلات جوړول» پالیسۍ مخته وړي او دا ټول د امریکا، د هغه د متحدینو او نړیوالو فشارونو په بسیج کې دي؛ خو پیغام کې ټولو ته واضح پیغام دا دی، چې افغانستان نور د فشار ژبه نه قبلوي او دا جمله چې «ټولې اوسني محاسبې به ناسمې وښيي» دا په ډاګه کوي، چې د کړیو استخباراتي او خیالي تحلیلونه غلط دي.
عمومي ارزونه/پایله:
په لنډه توګه ویلی شو، چې دا پیغام یوه عادي تبریکیه نه ده؛ بلکې سیاسي ـ فکري ـ استخباراتي بیانیه ده، چې د دیني مدارسو، اسلامي نظام او امنیتي ثبات ترمنځ اړیکه، د افغانستان د معاصر سیاسي ـ امنیتي روایت تحلیل، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له اسلام، سیاست او جهاد سره د ژور تعامل شاهدي او هم یې د دیني مدارسو مسئولیت، چې نه تنها باید یوازې د علمي روزنې مرکزونه وي، بلکې د فساد او اشغال ضد مبارزو او جهادي مشروعیت، ټولنیز بسیج او امنیتي مقاومت مهمې سرچینې وي روښانه کړی.
همدا شان په پیغام کې د افغانستان او افغانانو هغه پیوستون، چې د اسلام له مقدس دین سره یې لري، د هیواد د خپلواکۍ اخیستلو، ساتلو او له دفاع سره یې لري او د علمي قشر تړاو چې د نظام او بدلونونو سره یې لري په ګوته کړي او د دغه تاریخي تسلسل معاصر علمي تعبیر یې وړاندې کړی او هڅه شوي، چې دا پیغام د علمي، تاریخي، سیاسي، استخباراتي او نړیوالو اړیکو له زاویو داسې یو تحلیل وړاندې کړي، چې اسلامي نظام، دیني مدارس، علماء کرام، ولس او امنیت ترمنځ اړیکه بیا تعریف کړي.
