تصوف، الله تعالیٰ جل جلاله ته د رسېدلو لنډه لار!

قلب الاسد الافغاني

 

دا چې مسلمانانو بالخصوص افغانانو ته ډېر شمېر مغرضو کړیو او کم فهمه خلکو په نظر کې ور اچولي؛ چې تصوف بدعت او په اسلام کې یو نوښت (نوی) پیدا شی دی؛ نو د همدې لپاره یوه لیکنه ضرور بولو تر څو مو شکونه ختم شي.

 

لومړی راځو د تصوف تعریف ته:

شیخ زروق په قواعد التصوف دوهمه صفحه کې وایي: د تصوف لپاره له دوو زرو هم زیات تعریفونه او تفسیرونه راغلي.

مګر مونږ به یې دلته یو تعریف را واخلو، ترڅو لیکنه مو اوږده نه شي.

قَالَ القَاضِي شَيْخُ الإِسْلَامِ زَكَرِيَّا الأَنْصَارِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: (التَّصَوُّفُ عِلْمٌ تُعْرَفُ بِهِ أَحْوَالُ تَزْكِيَةِ النُّفُوسِ، وَتَصْفِيَةُ الأَخْلَاقِ وَتَعْمِيرُ الظَّاهِرِ وَالبَاطِنِ لِنَيْلِ السَّعَادَةِ الأَبَدِيَّةِ)  “الرسالة القشيرية” ص7.

یعنې تصوف هغه علم دی چې په هغه سره د نفسونو تزکیه، د اخلاقو تصفیه، د ظاهر او باطن جوړښت پیژندل کیږي؛ ترڅو انسان ته ابدي نیکبختي ور په برخه شي.

 

اوس راځو دوهم اعتراض ته:

ځیني خلک دا هم وایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ولې تصوف نه وو؟

ځواب: هلته که د تصوف نوم نه وو، مګر بالفعل تصوف موجود وو، ځکه زمونږ له تصوف څخه مُراد اقتداء د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ده، نو تاسو به هېڅ کله داسې راته ونه ښایاست چې صحابوو دې په نبي کریم صلی الله علیه وسلم پسې اقتدا نه وي کړې.

د صحابوو داسې مثال وو؛ لکه یو عرب چې په عربي ژبه پوهیږي نو هغه ته به کله د صرف او نحوې ضرورت وي؟ او زمونږ مثال داسې دی، لکه یو عجم چې عربي لولي نو خامخا به صرف او نحوه زده کوي ترڅو هره کلمه په خپل ځای او په صحیح اعراب ولولي.

 

اوس به د تصوف تاریخ ته کتنه وکړو.

د تصوف تاریخ په دې ډول دی: امام الحافظ السید محمد صدیق الغماوي د تصوف په هکله وایي: تصوف د الله تعالی له لوري په آسماني وحي سره منځ ته راغلی ده؛ کله چې نبي کریم صلی الله علیه السلام ته جبریل علیه السلام راغی او د اسلام، ایمان او احسان بیان یې ورته وکړ، نو دلته یې له احسان څخه مُراد علم التصوف وو، ځکه خو یې د احسان په باب کې وویل: “ان تعبدالله کانک تراه” یعنې احسان دا ده، چې د الله تعالی جل جلاله داسې عبادت وکړئ لکه ته چې الله تعالی جل جلاله وینې. او دا نه ده، مګر تصوف دی.

(أخرجه الإمام مسلم في صحيحه في كتاب الإيمان عن عمر بن الخطاب رَضِيَ اللهُ عَنْهُ)

 

او همداشان بیا ورسره وايي: تصوف د دین له دریو ارکانو څخه یو رکن دی، نو هر هغه څوک چې له تصوفه لرې دي، دین یې ناقص دی، ځکه د دین یو رکن یې نه دی پوره کړی.

《الانتصار لطريق الصوفية” ص 6 للمحدث محمد صديق الغماري》

او همداسې ډېر نور اقوال هم موجود دي.

 

او بله خبره به د تصوف په اهمیت کې وکړو.

د تصوف د اهمیت په باره کې ډېر اقوال شتون لري.

لومړی:

قَالَ الإِمَامُ جَلَالُ الدِّينِ السُّيُوطِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: ( أَمَّا عِلْمُ القَلْبِ وَمَعْرِفَةُ أَمْرَاضِهِ مِنَ الحَسَدِ وَالعُجْبِ وَالرِّيَاءِ وَنَحْوِهَا، فَقَالَ الغَزَالِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: إِنَّهَا فَرْضُ عَيْنٍ)

“الأشباه والنظائر” للسيوطي ص504

ژباړه: امام جلال الدین السیوطي رحمه الله وایي: زړه او د هغه مرضونه لکه حسد، ریاء، عُجب او همداسې نور پیژندل نو په دې هکله امام غزالي رحمه الله وایي: چې دا فرض عین ده.

 

دوهم:

قَالَ حُجَّةُ الإِسْلَامِ الإِمَامُ الغَزَالِيُّ

(الدُّخُولُ مَعَ الصُّوفِيَّةِ فَرْضُ عَيْنٍ، إِذْ لَا يَخْلُو أَحَدٌ مِنْ عَيْبٍ إِلَّا الأَنْبِيَاءُ عَلَيْهِمُ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ)

“النصرة النبوية” عَلَى هامش شرح الرائية للفاسي ص26.

ژباړه: له صوفیانو سره په تصوف کې داخلیدل فرض عین دي، ځکه د انبیاوو علیهم السلام څخه پرته هیڅوک هم له عیب څخه نه وي خالي.

 

همداسې نور زیات شمېر اقوال، احادیث او آیتونه موجود دي، چې د تصوف اهمیت ترې معلومېږي، مګر مونږ به په همدې اکتفاء وکړو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version