په عامه اصطلاح؛ نا امني دې ته ویل کېږي، چې یو څوک په دیني، اجتماعي، انفرادي او سیاسي توګه محفوظ نه وي، کله چې په یوه ټولنه، جغرافيه، خاوره او هیواد کې همدا پورتنی حالت را منځته شي؛ نا امنه ګڼل کیږي.
په نړۍ کې داسې ډېر هیوادونه او ټولنې شته چې با امنه دي، خو هغه هیوادونه چې خپل پخوانی ریس جمهور او اوسنی ریاست جمهوري ته نوماند، پکښې محفوظ نه وي او تر مرګونو حملو لاندې وي؛ د نورو ټولو هېوادونو په پرتله، نا امنه بلل کېږي.
د امریکا متحد ایالات د امنیت په پرتله؛ په اوسني دور کې د نړۍ تر ټولو نا امنه هیواد دی، هغه هیواد چې په انفرادي او اجتماعي لحاظ لا له وړاندې تر تهدیداتو لاندې و؛ اوس له سیاسي اړخه هم نا امنه دی.
ولې؟
د امریکا پر پخواني ولسمشر دا دویم ځل دی، چې مرګونی بريد کېږي، خو امریکا سترګې سپینې نيولي دي، بلې خوا ته په اسلامي هیوادونو کې، چې له هره اړخه با امنه دي؛ د ترهګرۍ خبرې کوي.
امریکا په عراق، سمالیا، سوریه او افغانستان کې په زرګونو بې ګناه خلک د ترهګرو په نوم ووژل، کویټ ته یې له صدام حسین څخه د خلاصون ټټر وهلی و، همدا اوس سعودي عربستان او نورو متحدینو ته؛ د دوی د امن د ټینګولو لاپې وهي، خو په خپل ملک کې یې رییس جمهور په امن کې نه دی.
په امریکا کې، هره ورځ په زرګونو خلک په نشه یي توکو روږدي کېږي او بیا په لارو، سرکونو او مارکېټونو کې ترې هیڅ څوک په امان نه وي، په امریکا کې څوک د مسلح غلو له امله؛ ۶۰۰۰ ډالر په جیب کې نه شي ګرځولای.
خو امریکا اوس هم په نورو ملکونو کې، د ترهګرو په نوم عام او بې ګناه انسانان وژني او د لاس پوڅو له لارې یې خلکو ته ورفهموي، چې امریکا زمونږ د امنیت او د اقتصاد د لا پیاوړي کولو لپاره زمونږ دوست او ملګرې ده.