مولوي وقايت الله (وقار)
زه نه پوهېږم چې ستا په کايناتو کې به کوم مقام لرم؟ داسې نه وايم چې زه بې ارزښته يم، نه، هيڅکله نه، ځکه تا خو د أشرف المخلوقات په توګه يوازې انسان ګرځولی دی…
زما موخه په انسانانو کې د خپل مقام د معلومولو ده، يعنې دا مې له وسې پوره نه ده چې معلومه کړم، زه به په کومه درجه انسان يم؟ ځکه تاويلي چې ځينې انسانان له ځناورو هم بد تر دي، ځينې بيا دوی ته ورنږدې دي او ځينې واقعا د انسانيت خلک دي، هغوی چې واقعا انسانان دي، هغوی هم په خپل منځ کې جلا تقسيمات لري، څوک ډېر ښه، څوک په متوسطه اندازه ښه او څوک لږ ښه دي.
الهي، کېدای شي نو څومره چې مونږ ته معلومات شته او هاغه د منطقيانو په تعبير چې په خپل ځان د انسان علم حضوري وي؛ نو مونږ به په هغه تر ټولو لږ ښه وګړو راځي، يعنې داسې لږ ښه خو به مو په ژوند کې کړي وي او شايد هماغه رانه ته قبول کړې ځکه ته خو قبلوونکی ذات ېې!
الهي، دلته اسلام دی، انسانيت دی او علم دی، زمونږ ددې درېواړو سره اړيکه شته، خلک مو مسلمانان ګڼي، انسانان يو او داسې څه ناڅه علم هم لرو او په دې ټولو ستا شکر اداء کوو، دلته اوسني بشر د القابو او نومونو يوه داسې لړۍ شروع کړې چې له مونږ نه پکې ځانونه ورک دي، دلته زمونږ غوندې يو عادي کس هم په لسګونه نومونه نازول کېږي؛ نو طبعي ده چې مونږ خو کمزوري يو، کله چې له دغه ډول تعامل سره مخ شو، بيا نو رانه ځان ورک شي او بيا داسې وګڼو چې دا ټول جهان خو زما دی او ټول جهان خو ما په پښو درولی دی، الهي، دا نو يوه نيمګړتيا ده، يوازينی ذات همدا ته ېې چې له نيمګړتياوو پاک ېې، مګر مونږ ددغه ډول نيمګړتياوو ښکار يو.
الهي، مونږ په فتنو کې پيدا شوي يو، په فتنو کې رالوييږو او په فتنو کې مو د ژوند وروستۍ سلګۍ هم وي، دا ځکه چې دنيا د امتحان کور دی او تا نو د ثقلينو لپاره د ازميښت دغه ډګر داسې تنظيم کړی چې د ژوند په اخ و ډب کې بايد بريالي انسانان او پيريان ستا په توفيق او بيا په خپل همت سره راووځي، د ژوند ميدان وډبوي او ټول هغه خنډونه چې د دوی مسؤليت ته درېږي، وننګوي او په وړاندې ېې مبارزه وکړي، الهي، مونږ د برياليو انسانانو د همدغه مسير نيوونکي يو؛ خو نامعلومه ده چې څومره به ېې لاسته راوړو، مګر ته مو د امېد محور ېې او چې تر څو ته ژوندی ېې ددې د لاسته راوړو هيله لرو او هڅه ېې کوو، په تا خو هسې هم فناء نه راځي.
الهي، نېکمرغي او بدمرغي، عزت او سپکوالی، مالداري او غريبي، سرلوړي او سرټيټي ستا په لاس کې دي او ته ېې حقيقي ورکوونکی او اخيستونکی ېې؛ خو نننی بشر دوکه شوی دی، له خلکو څخه ستا «در» هېر شوی، دلته څوک د يوې باطل پالې امپراتورۍ په لمن کې عزت لټوي او څوک د بلې، څوک ېې په مال او شتمنيو لاسته راوړي او څوک ېې په ډېرو افرادو او بچيانو، څوک غواړي چې له غټو خلکو سره په ناسته ولاړه ځان عزتمند کړي او څوک وايي چې د بې وزله وګړو په خدمت د خلکو پام ځان ته راواړوي او معزز حساب شي، دا ټولې معادلې ددې په خاطر ترسره کېږي چې بشر عزت واخلي او دروند حساب شي.
په ټولو مخلوقاتو کې په ځانګړې توګه چې له بشر سره دغه احساس دی چې د ځان د درنښت مسؤليت ته ځير دی؛ نو کېدای شي لامل ېې همدا وي چې تا په ټولو مخلوقاتو کې غوره ګڼلی او تا نو په ښه شکل پيدا کړی دی، که نه نور مخلوقات خه څه کم نه دي، هغوی ولې ددغه ډول مقام د لاسته راوړو هڅه نه کوي؟!
الهي، نه پوهېږم او بيا هم هيڅ راته معلومه نه ده چې زه به د کومې درجې انسان يم؟ په دغه لنډ او تنګ عمر کې به مې څومره نېک اعمال قبول شوي وي؟ هيڅ راته ددې اندازه نه لګي، مګر ستا په ټولو خوږو او ښايسته نومونو، ستا د پراخه فضل او رحمت غېږ ته په پناه دروړلو او ستا عظيمو احساناتو ته په کتنې درته يو سوال کوم،
الهي، د عاجزۍ او دعاء هغه آخري حد ېې وګڼه او له ماڅخه دغه بې آدابو دعاء په داسې توګه واخله لکه ټول په ټوله چې مې آداب مراعت کړي وي…
الهي، په دې اساس چې ته په خپله (العزيز) ېې، (الغني) ېې، (المستغني) ېې، (الرازق) ېې، (العليم) ېې،
هغوی چې ستا د رښتينې رابطې وياړ لري او يا لږ تر لږه ستا په لور خلک رابلي، هغوی چې انسانان دي، مسلمانان دي او بيا په مسلمانانو کې ديني رنګ پرې ډېر وي، الهي، دغه وګړي هيچا ته مه متحاج کوې، دوی دې لکه څنګه چې په عقېده او باور کې له نورو درونو ساتلي دي، دغسې ېې د نورو درونو له احتياجه وژغوره، دوی ته داسې سرلوړي ورکړه چې خلک ووايي، دين د عزت تر ټولو ستره وسيله ده او څوک چې په څومره اندازه دين ته مخه کړي، هومره به د دنيا او آخرت نېکمرغي وړي.
الهي، د مخلوق در ډېر سپک دی، ډېر له ذلتونو ډک دی او ستا در خو ډېر دروند دی او له عظمتونو ډک دی، الهي، تاته چې څوک درځي، ته مينه ورکوې او عزت وربښې، مګر د مخلوق در ته چې څوک ورځي، رټي ېې او ذليله کوي ېې، الهي، د مخلوق له دره پناه درواړم، الهي، د مخلوق درته مې مه اړ کوه.