افغانستان او داعش: داعش د چا په ګټه دی؟

لیکوال: ډاکټر کمال مرجان 

داعش هغه وخت ډير مشهور شو او د نړیوالو مطبوعاتو سرلیک کي راغی چي په په عراق او شام کي يي اسلام دولت اعلان کړ. دي ډلي زر ورپسي د «اسلامي خلافت» نوم د ځان کړ. هسي خو د اسلامي خلافت علمبرداران په اسلامي دنیا کي کم نه دي، خصوصاً د اسلامي حرکتونه اکثر یي په خلافت یا اعتقاد لري او یا هم خلافت خپل منزل مقصود بولي. مګر هغه څه چي داعش پکي له دغو پخوانیو اسلامي حرکتونو څخه بيلوي دا دی چي داعش خپل دغه منزل را لنډ کړ، او مستقیم یی د خلافت اعلان هم په داسي یو وخت کې وکړ چې په ځمکه یی واکمني درلودل، او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د بیعت دعوت ورکړ.

خو که له یوي خوا د اسلامي نړۍ غیر جهادي تنظیمونو چې خلافت خپل ارمان بولي، او هغه د دیموکراسي له لاري حاصلول غواړي، د داعش دغه دعوت رد کړ، له بلي خوا په سوریه کې د بشار الاسد د نظام سره ښکېل اسلامي تنظیمونو هم د داعش له خوا د خلافت اعلان خپل د وجود له پاره خطر وباله، او د داعش په خلاف یي د خلیجي او ترکي استخباراتو او میډیا په زور تبلیغات او جګړه پیل کړه، چي له کبله یي د مجاهدینو زیات شمېر تکړه ځوانان او مشران ووژل شول.

بل اړخ ته القاعده چي د مسلحانه جهاد نوم یي ژوندی وساته او د جهادي فکر لرونکو اسلامي حرکتونو ته د یو رهنما او قدوه حیثیت یې درلود، هغو هم د خلافت په اعلان او ورسره د جبهة النصره په خلاف جګړو له وجي په اختلاف کې ولویده.

تر اوسه د داعش په اړه به همدا قضاوت عادلانه او منصفانه وي چي دوی په عراق کي د امریکا د مظالمو او تشدد نتیجه دي، له همدي امله یي عمل ډير توند دی او خپل اول هدف امریکا او بیا شیعه ګان بولي. په عراق کي شیعه وو د امریکا له موجودیت څخه ډيره استفاده وکړه او پر سنیانو يي ډير ظلمونه وکړل. داعش اوس په شیعه ګانو هيڅ راز رحم او کرم نکوي. داعش په عراق کي کيدای شي د مظلومانو د آهونو یو راټول شوی ګوزار وګڼو.

افغانستان او داعش

کله چي په تير جون کي داعش د اسلامي خلافت اعلان وکړ او نوم یې له (الدولة لاسلامیة في العراق و الشام) څخه پر (الدولة الاسلامية یا دولة الاخلافة) بدل کړ یواځي د همدي لپاره چي د اسلامي حرکتونو په لیست کي یوه بله اضافه وشوه او د غرب پر ضد یوه بله جبهه خلاصه شوه، مسلمانان ورته خوشبین شول. په افغانستان کي هم مسلمانان ورته خوشحاله وو. دا ډيره طبعي او عادي خبره ده چي مسلمانان په ډيرو لرو ملکونو کي د اسلامي ډلو په راټوکیدو خوشحاله وي. د داعش په راپورته کيدو د خوشحالۍ یو علت هم دا و چي د مظلومو سنیانو لپاره یو مدافع حرکت راپورته شوی. داعش اول کي د لري هيوادونو اسلامي حرکتونو په اړه سکوت کړی و. په افریقا کي ځینو ډلو ورسره بیعت هم وکړ.

زمونږ سیمه چي د باقي اسلامي دنیا په مقایسه کي د اسلامي حرکت او جهادي خوځښتونو اوږد تاریخ لري، داعش ته يي چنداني ضرورت محسوس نکړ. ځکه چي دلته پخوا هم جهاد شوی و په پخواني جهاد کي د افغانانو جهاد د ټولي اسلامي دنیا لپاره د الګو مثال درلود. شاید همدا علت به وي چي د داعش په ارتباط طالبانو هم کوم نظر څرګند نکړ. له داعش پرته هم طالبان ډير کم یا هم بيخي نه غواړي چې له اسلامي حرکتونو سره ټکر وکړي چي دا يي یو قابل قدر سیاست دی. یو خو زمونږ د خلکو اسلامي جذبه وه چي داعش یي په زړونو کي ځای میندلی و، بل زموږ د ټولني هغه سلفیان/وهابیان وو چي هغوی بیا داعش ته نسبت احنافو ته ډيره دلچسپي ښووله. د داعش په پرمختګونو او ټولو قضیاوو به دوی ښه خبر وو.

خو په تيرو دوه میاشتو کي مونږ وینو چي په افغانستان کي بعضي رسنیو داسي تبلیغات شروع کړل چي ګواکي داعش افغانستان ته راځي، بلکه راغلی او توري جنډي يي پورته کړي. جالبه دا وه چي دا تبلیغات د امریکایانو خاصو مطبوعاتو ادارو ډير کول. د مثال په ډول طلوع نیوز تلویزیون پدي خبر کي ډير نقش درلود. په افغانستان کي د امریکايي مطبوعاتو او امریکايي تحلیلګرانو خبري چي ولیدل شوي داسي ګمان وشو چي امریکایان کوشش کوي چي داعش یا د داعش هم دلته یو ډله راپورته کړي. یواځي مطبوعاتي رول هم نه، د امریکایي سیاستمدارانو نظرونه داسي راغلل چي په افغانستان کي د داعش په نامه د ډلي راټوکیدو ته خوشحاله وي.

امریکایان ولي په افغانستان کې داعش ته تبلیغات کوي؟

په افغانستان او سیمه کي د داعش په نامه هيڅ نه وو چي امریکايي مطبوعاتو ورته تبلیغاتي کمپاینونه شروع کړي ول. دا چي امریکایان ولي کوشش کوي چي په افغانستان کي د داعش په نامه ډله راپورته کړي، علت یي دا دی چي امریکایان په تيرو څوارلسو کلونو کي پر دي ونه تونیدل چي د طالبان واحد صف تجزیه کړي. د طالبانو له خوا د افغانستان د ازادۍ تير څوارلس کلن مقاومت او جهاد دا ثابته کړه چي طالبان نشي تجزیه کيدای. دا تير څوارلس کلونه به د طالبانو د خوځښت په تاریخ کې ډير له چیلنجونو ډک کال وو چي دا حرکت وتوانید چي بریالي شي پکي. په همدي موده کي طالبانو په یواځي ځان، په واحد صف او د یوي واحدي رهبرۍ نه په پيروۍ يي د نړۍ له ډيرو پرمختللو استخباراتو او پوځونو سره جهاد وکړ. البته د طالبانو متحد جهاد او نه تجزیه یو واقعیت دی چي څوک تري انکار نشي کولای.

اګر چه داسي د افرادو په شکل کي د ملاحظي وړ طبقه خلک له طالبانو څخه جدا شول. چي دا په هيڅ صورت د تجزيي معنی نه افاده کوي. مولوي ارسلا رحماني ولاړ، حکیم مجاهد طالبان پريښول، پدي څو وروستیو کلونو کي معتصم اغاجان له طالبانو څخه ووت او طالبانو هم رسماً وویل چي دی نور د امارت عضو نه دی او دغسي نور ډير کسان ووتل. طالبانو د خپل حکومت په زمانه کي هم همدا سیاست خپل کړی و چي په امارت کي يي ډلګۍ نه پريښودلي. د مولوي صاحب خالص جهادي حزب طالبانو سره مدغم شو، د مولوي صاحب حقاني محاذ یا جبهه هم همداسي مدغمه شوه داسي نور ډير مثالونه هم شته. له نن څخه تقریباً دري کاله پخوا په مطبوعاتو کي د «حقاني شبکه» د هر خبر سر او اخر کي تکراریده. حال دا چي د «حقاني شبکي» په نامه د نړۍ په هیڅ ګوټ کي کومه ډله نشته. حتی د حقاني صاحب مشر ځوی، سراج الدین حقاني صاحب بي بي سي ته په ډير صراحت سره وویل چي دوی د امارت لاندي مقاومت کوي او کومه خاصه ډله نه دي. خو دښمن خپل تبیلغات کول، کوشش دا و چي وکولای شي چي دا ډله یا کومه بله ډله پر همدي نامه اعلان کړي. مګر الحمدلله د حقاني نیټ ورک خبره همداسي سړه شوه بي لدي چي کومه نتیجه ورکړي.

کله چي د حقاني نیټ ورک دام کار ورنکړ، د معتصم اغاجان خبره د خبرونو سرټکې شوه. همدغه طلوع نیوز ورته تبلیغات شروع کړل او د امریکا پروژه يي تحلیلګران يي بحث ته رابلل او هغوی د خبرو سر او اخر کي همدا تکرار ویله چي معتصم اغاجان په طالبانو کي نفوذ لري، طالبان به تجزیه شي، طالبان اوس یوه ډله نه دي پاتي، یوه رهبري نه لري او اغاجان سره د سولي خبري مهمي دي! یو ځل تير ولسمشر حامد کرزي صاحب اغاجان کابل ته هم راوغوښت، سیرینا کي څه موده واوسيد، داسي توقعات وو چي که په نظامي طالبانو کي کومه ډله خپل تړاو له معتصم سره اعلان کړي. خو دا کار ونشو او معتصم یواځي سر ایله دومره وکولای شول چي د امریکا پروژه يي رسنیو او سفارتي تحلیلګرانو ته د یو څه وخت لپاره د خبرو موضوع جوړه کړي بس. د معتصم شاته د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت، پاکستاني استخبارات او امریکايي استخبارات ټول ولاړ وو، خو دي هڅو هيڅ نتیجه ورنکړه. اوس اوس سره له دي چي معتصم ته د ده انډیوالان غیر مستقیم تبلیغات کوي، خو نور اغاجان د تاریخ برخه شو. اوس امریکایانو هم په سر وخوړه چي نه له معتصمه څه جوړيږي او نه به یې د تبلیغاتي ملګرو د تبلیغاتو وړۍ به شړۍ شي.

کله چي دغو حربو کار ونکړ، امریکایانو کوشش شروع کړ چي په قطر کي د طالبانو د سیاسي استازي بي باوره وښيي او د هغوی او نظامي طالبانو ترمنځ درز واچوي. متاسفانه د سیاسي او نظامي طالبانو خبره هم د سولي شورا پروژي سپين ږیرو او د معتصم اغاجان څو تنو ملګرو کوله. دوی کوشش کاوه چي نړۍ ته داسي وښيي چي ګواکي په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر اعضا له نظامي طالبانو جلا دي او هغوی نشي کولای د نظامي طالبانو نمایندګي وکړي. سره له دي چي د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد په اختریزو پیغامونو کي دا خبره کيږي چي د اسلامي امارت یواځنی سیاسي ادرس په قطر کي د اسلامي امارت سیاسي دفتر دی. د سیاسي او نظامي طالبانو د تقسیم دسیسه هغه وخت له کاره ولویده چي په تیر جون کي په قطر کي د اسلامي امارت سیاسي دفتر پدي وتوانید چي د قطر حکومت په منځګړیتوب له امریکايي چارواکیو سره د دوی په لاس کي د امریکايي اسیر پوځي، باوبرګډال په اړه مذاکرات وکړي.

امریکایانو هغه وخت له طالبانو سره د باور برګډال پر سر مذاکراتو پوري امیدونه وتړل چي کله پوه شول چي نشي کولای چي د نظامي عملیاتو په زور برګډال راخوشي کړي. پدي مسئله قطر کي مذاکرات وشول، د قطر دفتر له سیاسي استازو سره موافقه وشوه، د طالبانو پنځه تنه لوړپوړي غړي له ګوانتامانو څخه قطر ته راوړل شول او د امریکایانو بندي په خوست ولایت کي د نظامي طالبانو له خوا امریکایانو ته وسپارل شو. د نظامي طالبانو له خوا د برګډال د سپارلو هغه ویډیو هم ډيره تاریخي شوه. د برګډال مسئلي او خوشي کولو یي ثابته کړه چي د نظامي او سیاسي طالبانو په نامه هيڅ هم بيل ندي. د برګډال پر سر کامیابو مذاکراتو کي د معتصم د ټیم او د سولي شورا د پروژي ټولي نقشي په اوبو لاهو کړي.

امریکایان د طالبانو د تقسیم کولو لپاره له دومره پراخو او دوامداره هڅو او له ډيرو ناکامیو وروسته اوس اوس کوشش کوي چي د داعش په نامه ډلي حضور په افغانستان کي پیاوړی ښکاره کړي. د دوی هدف لدي تبلیغاتو څخه دا دی چي که وتوانیږي چي ځیني طالبان هم داعش ته ورجلب کړي او ځیني خوشبین سلفیان ورمات کړي او کله چي امریکایان وځي، طالبانو ته به بیا د داعش سرخوږی وي او خدای مه کړه د اوسني جهاد ثمره به هم د تير هغه په څير د داخلي جنګ جګړو ښکار کړي. د داعش شتون او واقعي موجودیت یي چي پر قضایاوو تاثیر ولرلای شي تر اوسه یو خیال او یو احتمال دی. خو امریکایانو همدي خاب و خیال پوري هیلي تړلي دي که وکولای شي –خدای مکړه- چي پدي نامه ډله راپورته کړي او دلته وضعیت ګډوډ کړي.

ایا افغانستان د داعش بستر کيدای شي؟

په اسلامي نړۍ کي چي تر کومه د عادي مسلمانانو په زړونو کي داعش محبوبیت لري، دا محبوبیت په څو دلیلونو ترلاسه کوي. اول، داعش په عراق کي د امریکايي لاسپوڅي مالکي رژیم پر ضد او په سوریه کي د بشار د ظالم حکومت په مقابل کي پاڅون کړی. دا دواړه حکومتونه په اسلامي نړۍ کي د ظالمو حکومتونو په نامه مشهور دي. دویم، په عراق کي سنیان داسي شوي وو لکه بي شپونه رمه چي له هري خوا د ظالمو شیعه ملیشو او حکومتي ځواکونو د ظلمونو او وحشتونو نښه ګرځيدلي وو. داعش د سنی مظلومو مسلمانانو د یو مدافع په توګه راڅرګند شو چي بي له شکه يي د مسلمانانو په زړونو کي ځای پیدا کاوه.

دريم، داعش د خلافت هير شوی نوم بیا راژوندی کړ چي د هر مسلمان په زړه کي خلافت یو ایډیال حکومت دی او هر څوک یې پلوي دي. څلورم داعش په تبلیغاتي میدان کي ډير چټک دی چي پدي وسیله يي هم وکولای شوای چي د ډيرو مسلمانانو په تيره په غرب کي د مسلمانانو په زړونو کي ريښي وکړي.

کله چي د داعش د محبوبیت رازونه وګورو، دي نتیجي ته رسيږو چی که دوی د طالبانو په څير یوي اسلامي ډلي سره ټکر کوي یا یي مشر او هڅو ته په سپکه ګوري، بي له شکه چي دا محبوبیت یې له منځه ځي.

طالبانو هم د افغانستان خلکو ته ثابته کړي او هم د نړۍ مسلمانانو ته چي دوی په ډيرو سختو شرایطو کې د امریکایانو پر ضد د جهاد او پاڅون غږ وکړ او د جهاد په تاریخ کي يي د داسي افسانوي کیسو تاریخونه ثبت کړل چي شاید په نژدي وخت کي يي بل جهادي حرکت پر کولو قادر نشي. طالبان خو له یوي خوا افغانان دي او له بلي خوا په افغانستان کي هغه سنتي قشر ته ورګرځي چي تر نورو ډيري ولسي ریښي او ملاتړ لري.

طالبان د فکري مکتب په لحاظ احناف دي او افغانان بیا پر حنفي مذهب دومره ټینګ دي لکه پر خپل دین چي ولاړ دي. د افغانستان لپاره د طالبانو قربانۍ له یوي خوا، جهاد له بلي خوا، ولسي ريښه او ملاتړ ورسره هغه څه دي چي دلته په افغانستان کي د داعش په څير د ډلو نفوذ لپاره هيڅ خلا نه پاتي کيږي. داعش به تر هغي د عادي افغان په زړه کي ځای ولري چی په عراق او سوریه کي د جابرو او ظالمو حکومتونو پر ضد جهاد کوي، خو که يي طالبانو سره د ټکر تصور وکړ دا محبوبیت به –خدای مه کړه- پر دښمنۍ بدل شي. ځکه کله چي داعش په اسلامي نړۍ کي یو مشروعیت هم له امریکا سره له جګړي څخه اخلي، نو کله چي له طالبانو سره ټکر کوي، بیا یي د امریکا پر ضد هم مبارزه تر سوال لاندي راځي. حتی همدا اوس چي د داعش له خوا د طالبانو مشر سره د ممکنه نظر مخالفت خبره یاده شوي ده، هغه ځوانانو ته يي ټکان ورکړی چي دلته له داعش سره مینه لري. طالبان دلته یو ثابت کړای شوی تاریخ لري، د دي تاریخ په مقابل کي ودرېدل د ځان د فنا په معنی ده.

په افغانستان کي داعش د چا په ګټه دی؟

دا خبره خو ثابته شوه چي داعش ته امریکایان او د هغوی پروژه يي رسنۍ تبلیغات کوي. د هغوی هدف او مرام هم معلوم دی چي ولی يي کوي. دا یو مورد څيړل شوی دی.

اوس پر هغوی غږېږو چي د طالبانو پراخ شتون په افغانستان د هغوی د رشد مخه ونیوله دوی اوس کوشش کوي چي د داعش لپاره د هغه څه په واسطه چي په لاس کي لري تبلیغات وکړي. پدي ډله کي یوه هم د معتصم اغاجان/مایکل سمپل مطبوعاتي انډیوالان دي. کله چي د دوی پروژه له ماتي سره مخ شوه او اوس یي له رسنیو څخه هم نوم ورک شو دوی اوس هڅه کوي چي د داعش په باره کي بزرګنمايي وکړي. دوی ګمان کوي چي د داعش په راتګ به دلته له طالبانو څخه انتقام واخلي!

لومړی خو دلته د داعش راتګ او د رشد زمیني ندي مساعدي. خو فرض کړو چي سبا داعش راځي، او خدای مه کړه له طالبانو سره ښکيل کيږي، هغوی به له طالبانو څخه وړاندي د دي پروژي د اعضاوو سرونه په نیزو کي پورته کړي. د داعشیانو پر اسلامي او جهادي فکر څوک شک نشي کولای. د هغوی د همدي فکر افراط او ناسم درک دی چي اسلامي حرکتونو سره يي ټکر متوقع دی؛ کله چي داعش د یوه اسلامي حرکت لپاره سهوه –که یي کړي وي- نه وربخښي او د حل لار ورسره جګړه ګڼي، نو هغوی به وبخښي چي د امریکایانو په ګټه د یوي خبیثه کړۍ برخه دي؟!

که فرض کړو چي داعش راغی، اول به د همدوی سرونه قلم کړي. دا یوه فرضیه ده، دا فرض کوم چي که راغلل، طالب به لا ورسره ښکيل وي، خو دوی چي یواځي مطبوعاتي پړسوب لری، لومړني هدف به وګرځئ او د داعش د قتلونو لیست کي به اضافه شي.

دویمي ډلي چي په افغان سیاست کي داعش ته تبلیغات کول هغه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي څانګه ده. ګلبدین حکمتیار صاحب هم چي په سیاسي لحاظ د نامردو ملګرو له لاسه سختي ماتي تجربه کړي، یوي دردونکي انزوا سره مخ شو، اوس کوشش کوي چي دی هم د داعش په بزرګنمايۍ کي نقش ولري. د حکمتیار صاحب فکر او موقفونه که په پام کي ونیسو، دی په هيڅ قیمت له داعش سره جوړ نه راځي. دا چي حکمتیار ولي داعش ته تبلیغات کوي، دی هم لکه چي د معتصم ډلي په څير فکر کوي چي د داعش په تبلیغاتو به طالبان کمزوري ثابت کړي. خو دغو تبلیغاتو تيرو څوارلس کلونو کي ثابته کړه چي کوم خاص تاثیر نلري. د ګلبدین حکمتیار په رابطه هم دا تيره فرضیه صدق کوي. که فرض کړو چي داعش راغی، اول هدف به یي بیشکه چي تاسي یاست. ځکه چي پر انتخاباتو ستاسو عقیده او ورسره ورسره له کمونیستانو سره ایتلافونه، داخلي جګړي، د کابل ورانی او بیا د کابل له اداري سره ډيره نژدي رابطه ټول هغه مسایل دي چي تاسي داعش ته اوله درجه هدف ګرځوي.

داعش بايد خپله ستراتيژي ته پوره پاملرنه وکړي او په سړو دماغو خپله خلافت ته وسعت ورکړي. اوس چي داعش په افغانستان کي پر کومو کړيو باور کړی، دا خلک د خپلو پخوانيو ملګرو له لوري رټل شوي دي او اکثر يي خپلو نږدي ملګرو کي ښه نوم نه لري، که داعش يي هم له نږدي وګوري، نو د دوی په تول به پوره نه شي. د داعش لپاره دا ښه ده، چې د عراق تر څنګ شيعه ايران فتحه کړي او که بيا افغانستان ته راځي، نو د خلافت د مرکز او دوی تر منځ به فاصله نه وي او که دغه اوسنۍ فرضيه باندي روان وي، نو زما په عقيده دا به سيمه کي د دوی لپاره ښه نتيجه ونلري.

د داعش فرضیه په افغانستان کي د هيچا په ګټه نه ده. حتی د خپله داعش په زیان هم ده. که داعش کوشش کوي چي دا فرضیه ثابته کړي او حقیقي بڼه ورکړي، پدي کار سره به نه یواځي ددنیا د مسلمانانو حمایت له لاسه ورکړي، بلکه په خپله د داعش منځ کي به ډير مجاهدین له دي اقدام سره مخالفت وکړي چي په هغه صورت کي به د داعش دا هڅه تر ټولو مخکي په خپله داعش ته زیانباره وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version