اسلامي امارت د خلافت اعلان ولې نه کوي؟

څلورمه برخه

د خلافت فرضیت د صحابه کرامو او اسلافو په رڼا کې:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له انتقال څخه وروسته ابو بکر صدیق رضي الله عنه چې کومه خطبه وفرمایله، په هغې کې یې داسې وویل:
واورئ! محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو او د دې دین لپاره د داسې یو خلیفه ضرورت دی، چې قائم یې کړي. ( مواقف… الرابع بحواله اسلام کا سیاسي نظام).
همدا لامل دی چې صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تدفین څخه مخکې د خلیفه انتخاب وکړ، د دې خبرې ارزښت ته امام شاه ولي الله رحمه الله داسې اشاره کړې ده:
” د صحابه کرامو توجه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له تدفین مخکې د خلیفه ټاکل کېدو ته شو، که صحابه کرامو رضي الله عنهم ته له شریعت څخه د خلیفه د ټاکلو فرضي حکم معلوم نه وای، نو هیڅکله به یې د محمد صلی الله علیه وسلم له دفن مخکې د خلیفه ټاکل نه وو کړي”( ازالة الخفاء).

همدا راز احمد بن حجر الهیثمي لیکلي دي:
پوه شئ! چې صحابه کرامو رضي الله عنهم د نبوت له زمانې وروسته د امام او خلیفه په ټاکلو باندې اجماع کړې ده، بلکې دا یې په ټولو فریضو کې اهمه فریضه بللې ده، نو په داسې توګه چې د ټاکلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفن کول وروسته کړل. (الصواعق المحرقة).

په همدې امام طبري رحمه الله د عمر رضي الله عنه قول راوړی دی:
” کله چې زه مړ شم نو درې ورځې مشوره وکړئ او د څلورمې ورځې له راتلو وړاندې باید ستاسې خلیفه مقرر وي.”(المفردات للراغب الاصبهاني).

امام نسفي رحمه الله مسلمانانو ته قرآن او سنت سره سم د امام او خلیفه ضرورت داسې بیان کړی دی:
” د مسلمانانو لپاره د داسې امام اړتیا ده چې احکام نافذ کړي، حدود قائم کړي، د سرحدونو ساتنه وکړي، زکاتونه وصول کړي، سرکښه، غله او ډاکوان له منځه یوسي، جمعه او د اخترونو لمونځونه قائم کړي.”(شرح القائد النسفیه).

امام ابن تمیمه رحمه الله خلافت قائمول په دیني فرایضو کې تر ټولو لویه فریضه بولي:
” په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې د خلکو د ریاستي او ټولنیزو معاملاتو لپاره خلافت او حکومت قائمول د دین او لویو فرایضو څخه دي، بلکې د دین او دُنیا قیام له دې پرته ممکن نه دی”(السیاسه الشرعیه).

ابن تمیمه رحمه الله فرمایي: الله تعالیٰ جل جلاله امر بالمعروف او نهي عن المنکر واجب کړی دی او له طاقت او امارت پرته ممکن نه دی، همدا راز ټول هغه احکامات چې الله تعالیٰ جل جلاله واجب کړي دي؛ لکه جهاد، د عدل قیام، حج، جمعه او اخترونو قائمول، د مظلوم مرسته کول او حدود قائمول دا ټول له زرو او حکومت پرته ممکن نه دي”(مجموعخ الفتاوی لابن تیمیه رحمه الله).

امام علاء الدین الکاساني الحنفي رحمه الله فرمایي: د اهل حق په دې کې هیڅ اختلاف نشته چې د امام اعظم یعني د خلیفه ټاکل فرض دي”(بدائع الصنائع).

نور بیا…
منبع: (شیطان لښکر)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version