۶ د جدي؛ د مادیاتو او معنویاتو ټکر

ماهر بلال

 

په ۱۳۵۸ لمریز کال د وخت جابر خوني ځواک د یو څو بې ضمیره خرڅ شوو غلامانو په استقبال د افغانستان په پاکه خاوره د یرغل ناولي قدمونه کېښودل.

روسي یرغلګرو د انګریزي استعمارچیانو په پله قدم کېښود خو دا سره بدعاقبه یرغلګر په وحشت او دهشت کې له انګلیس څخه څو قدمه وړاندې وو، شوروي یرغلګر او د دوی تش په نوم افغان متحدین (جاسوسان) په ظُلم او وحشت کې دومره مخکې وو، چې په یو کلي به یې یرغل وروړ؛ انسانان، څاروي هرڅه به یې وژل، د اوبو څاه ګانې به یې له خاورو ډکولې او د ژوند ټول ضرورتونه به یې له منځه وړل.

له دغه راوروسته افغان مؤمن ولس د ډېرو کړاونو ښکار شو، په فزیکي او ذهني توګه له ځورونو سره مخ شو.

د سرو یرغلګرو د وحشت په نتیجه کې میلیونونه افغانان شهیدان شول، لکونه زخمیان، معیوبین، کونډې او یتیمان پاتې شول او د میلونونو په شمار د هجرت کړاوونو ته مجبور شول.

د فزیکي ضربې ترڅنګ د سرو لښکرو شیطان مغزه کړیو دلته د الحاد بد بوټي د شنه کولو کوښښونه هم وکړل، یعنې د ټولو بدبختیو ترڅنګ دغو مات شوو د دین اسلام احاطه هم په نښه کړه.

د دې ټولو (سرو لښکرو) په مقابل کې د وخت یو څو متدینو زلمیو مبارزې ته ځان آماده کړ، په نشته وسایلو د سور دُښمن مقابلې ته ووتل. عجیبه حالت پېښ شو، چا به لاس پر لاس او چا به په زړو ماتو ټوپکو د یاغي لښکر مقابله کوله.

مجاهدین د مادي لښکر پر ضد د معنویت په ملتیا په تشو لاسونو، د زړو او ماتو ګوډو اسلحو په بدرګه په شوروي ظالم هجوم وروړ، د سپیڅلې مبارزې په برکت به تل د جهاد سنګرونه د مجاهدینو په نفوذ ګرم وو. که څه هم د شوروي استبداد د وخت مادي قوت اندازه تردې حده وه چې په شرق او غرب کې ترې مجهز مسلح فوځونه ویرېدل او چا یې په وړاندې د استقامت خوب هم نه شو لیدلی، خو د دې هر څه باوجود افغان مجاهد ولس خپل اسلامي او افغاني مقدساتو ته اهمیت ورکړ. د همدغه ګرانښت او په اسلام د فداکارۍ پایله وه، چې جابر یرغلګر د افغانانو له لاسه د جنګ په ډکر کې یوازې پاتې شول، د لښکرو کاروانونه یې دړې وړې شول او غنیمت پریښي له پاکې خاورې وتښتېدل.

د مؤمنانو د ایثار له برکته معنوي ارزښت بری وموند، د شورویانو ټوله توانایي له ماتې سره مخ شوه، د غرور دنګې ماڼۍ یې ونړیدې، ماديات او په مادي قوت تکیه شوي مخ تورن نړۍ ته شرمیدلي ستانه شول خو د دې ټول جنګي جریان باوجود افغانستان لا هماغسې پاییداره دی، وګړي یې د ژوند له خوښیو خوندونه اخلي، افغانستان د بیا ځلي استقلال ترانې زمزمه کوي او په حریت مین افغانان یې بدرګه کوي.

 

دا هر څه په اسلام د قربانۍ اعزاز دی، چې مونږ ترې اوس برخمن یو.

 

هر څه تېر شول لا هېر شوي نه دي، د ظُلمونو آثار اوس هم له ورایه معلومېږي، پټ نه دي.

نړیوالو ته یادونه کوم؛ اوس هم وخت دی له افغاني زلمیو ماته خوړونکي دولتونه دې د نورو رزیلانو د روزلو پر ځای افغان حکومت ته د تعامل لاس اوږد کړي او بیا ځلي د تیروتنې هڅه دې ونکړي هغه روسیې ته هم وایم؛ دلته دې یو ځل شرمونکې ماته خوړلې بیا د نورو غلامانو د راتپلو هڅه مکوۀ! لنډغر دي او که بل اسلام دُښمنه عناصر. پالل یې پرېږده! کنه ستاسو تېر انجام به یو وار بیا تکرار شي!

 

په اخره کې د امپراطوریو د هدیرې اصیل افغان مؤمن مجاهد ملت ته د دې ټولو ناخوالو د ختمېدو مبارکي وایم.

د اسلامي نظام، استقلال او حریت څخه خوند واخلئ او همیشه په اسلام ننګه کونکي اوسئ؛ بری او اعزاز به تل ستاسو قدمونه ښکلوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version