۱۰۰ کاله وروسته

لیکوال: عابد
له نن ۱۰۰ کاله وروسته، یعنې په ۲۱۲۳ کال کې به مونږ له خپلو ټولو همعصره ملګرو او خپلوانو سره تر خاورو لاندې یو.
اجنبي وګړي به زمونږ په کورونو کې اوسیږي او زمونږ ټول شتمني/جایداد به د هغوی ملکیت وي.
د هغوی به هیڅ په یاد نه یو، دا عجیبه هم نه ده، مونږ کله خپله مړه شوي نیکونه او غور نیکونه یاد کړي دي؟!
مونږ به د خپلو نسلونو په ذهن کې د تېر تاریخ یوه برخه ګرځېدلي یو او پردیو خلکو خو به مو څېرې هم هېرې کړې وي.
نو په ۱۰۰ کلونو کې به څومره تیارې او خنډونه راشي؟
په همدې وخت کې به پوه شو، چې دنیا او نور هر څه څومره معمولي و. له نورو وګړیو د غټو خیالونو او په ویښو سترګو د مستو خوبونو لیدل څومره ستره ناداني وه؟!
نو که فکر کوئ، چې باید مونږ ټول ژوند نیکي کړې وای، دا فرصت مو له لاسه نه دی وتلی، ځکه چې تر اوسه مونږ باقي یو.
تر اوسه ژوند باقي دی!
غور وکړئ او بدل شئ!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version