یهودان څوک دي؟ لسمه برخه

رفعت شفيق

د يهودانو د صفاتو په لړۍ کې، په دې برخه کې به د هغوی يو بل صفت تشريح کړو.

۹. تحريف

تحريف د يهودانو يو بل ناوړه صفت دی چې هغوی پرې اخته وو او دي. د دې لپاره چې د هغوی دغه صفت ښه روښانه شي، لومړی راځو دې ته چې تحريف څه ته وايي او لغوي او اصطلاحي معنا يې څه ده: علامه راغب اصفهاني رحمه‌الله فرمايي: تحريف په لغت کې د «حرف» له مادې څخه اخېستل شوی، چې معنا يې کناره، څنډه او اړخ دی؛ يعنې يو شی له خپل اصلي ځایه اړول. په اصطلاح کې تحريف هغه عمل ته ويل کېږي چې د وينا يا متن اصلي معنا قصداً بدله شي، يا الفاظ له خپل ځایه واړول شي، يا داسې تفسير ورکړل شي چې د وينا د ويونکي مقصد پکې له منځه ولاړ شي. دا تحريف کېدای شي په لفظ، معنا، اعراب، تفسير يا عملي تطبيق کې وي.

تحريف يوازې په ليکلي متن پورې محدود نه دی. علماء کرام فرمايي چې تحريف يوازې د ليکلي کتاب بدلون ته نه ويل کېږي، بلکې شفاهي وينا هم تحريف کېدای شي. که څوک الهي کلام واوري، درک يې کړي، بيا يې قصداً په بل ډول خلکو ته ورسوي، دا هم تحريف بلل کېږي. يهودانو به همدغه ناوړه صفت درلود؛ هغوی د الله تعالی کلام تحريف کاوه، لکه څنګه چې په قرآن عظيم‌الشان کې بار بار هغوی په دغه ناوړه عمل متصف شوي دي.

الله تعالی فرمايي:
{أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ} (البقرة: ۷۵)
ژباړه: ايا تاسې هيله لرئ چې دوی به پر تاسو ايمان راوړي، حال دا چې له دوی څخه يوه ډله د الله کلام اورېده، بيا به يې د پوهېدو وروسته قصداً تحريف کاوه، سره له دې چې پوهېدل؟

بل ځای کې الله تعالی فرمايي:
{مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ} (النساء: ۴۶)
ژباړه: له يهودانو څخه ځينې کسان د کلمو ځایونه بدلوي، او وايي: واورېدل مو خو نافرماني مو وکړه، او (په تمسخر) وايي: واوره، داسې چې تا ته وا نه ورسېږي، او «راعِنا» وايي، خپلې ژبې تاوېږي او په دين کې طعنه وهي.

علامه قرطبي رحمه‌الله فرمايي: د «يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ» معنا دا ده چې دوی به يا د تورات الفاظ بدلول، يا به يې صحيح معناوې پټولې، او يا به يې داسې تفسير ورکاوه چې د خلکو ذهنونه ګمراه کړي.

يهودانو به ډېری وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صفتونه چې په تورات کې بيان شوي وو، پټول او تحريف کول، تر څو د هغوی دنيوي مقام له خطر سره مخ نه شي. له همدې امله الله تعالی فرمايي:
{الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ} (البقرة: ۱۴۶)
ژباړه: هغه کسان چې موږ هغوی ته کتاب ورکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې پېژني لکه خپل زامن.

کله چې دغه آيت نازل شو، حضرت عمر فاروق رضي‌الله‌عنه د حضرت عبدالله بن سلام رضي‌الله‌عنه څخه پوښتنه وکړه چې: ايا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل اولادونو په څېر پېژنې؟ هغه په ځواب کې وفرمايل: قسم په الله جل جلاله، چې پر خپل اولادونو دومره يقين نه لرم لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت يقين لرم؛ ځکه ممکن د اولادونو مور خيانت کړی وي، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت کې هېڅ شک نشته.

په صحيح بخاري کې روايت دی چې يهودانو د زنا حکم پټ کړی و، او غوښتل يې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نيمګړی حکم وښيي، خو الله تعالی د تورات اصلي حکم څرګند کړ. دا پېښه ښيي چې تحريف به د شرعي احکامو په پټولو کې هم کېده. همدغه د تحريف صفت يوازې د يهودانو په پخوانيو قومونو کې نه و، بلکې په اوسني عصر کې هم هغوی په دغه صفت اخته دي؛ حقايق تحريفوي، رښتيني اخبار تحريفوي، او هر هغه څه چې د دوی ګټو ته خطر پېښ کړي، تحريفوي.

Exit mobile version