یهودان څوک دي؟ دیارلسمه برخه

رفعت شفيق

د يهودانو د ناوړه صفاتو په لړۍ کي، په دې برخه کي به د هغوی يو بل شریر صفت وڅېړو.

۱۲ ـ پر الله تعالی افتراء او بهتان تړل

يهودانو د خپل پيدايښت له پيله تر نن پورې بېلابېلې ناوړه کړنې ترسره کړې دي، چي هر انسان ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. له هغو کړنو څخه يوه دا ده چي هغوی پر الله تعالی افتراء، درواغ او بهتان تړي. دا د اخلاقي فساد تر ټولو ټيټه درجه، او د ګمراهۍ او سرکښۍ وروستی حد بلل کېږي، چې يو انسان د خپل خالق، مالک او پالونکي په اړه درواغ جوړ کړي او د هغه پاک ذات ته ناسم نسبتونه وکړي.

يهودو په بېلابېلو زمانو کې پر الله تعالی ډول ډول درواغ تړلي دي. کله به يې ځانونه د الله محبوب او ځانګړي بندګان بلل، کله به يې د جنت انحصار يوازي خپل ځان ته کاوه، کله به يې ويل چي موږ ته به دوزخ يوازي څو ورځي راورسېږي، او کله به يې د الله تعالی په ذات، صفاتو او شريعت کې تحريف او تبديل کاوه. قرآن عظيم الشان د هغوی دغه ناوړه صفت په ډېرو آيتونو کې بيان کړی دی.

الله تعالی په قرآن عظيم الشان کې فرمايي: ﴿انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَكَفَىٰ بِهِ إِثْمًا مُبِينًا﴾ (النساء: ۵۰)
ژباړه:“وګوره چې دوی څنګه پر الله تعالی درواغ تړي، او همدا ښکاره ګناه د دوی لپاره بس ده.”

علامه ابن كثير الدمشقي د دې آيت په تفسير کې داسي فرمايي: «وقوله: (انظر كيف يفترون على الله الكذب) أي: في تزكيتهم أنفسهم ودعواهم أنهم أبناء الله وأحباؤه، وقولهم: (لن يدخل الجنة إلا من كان هودا أو نصارى) وقولهم: (لن تمسنا النار إلا أياما معدودة)، ثم قال: (وكفى به إثما مبينا) أي: وكفى بصنعهم هذا كذبا وافتراء ظاهرا.»

ژباړه: د الله تعالی دا وينا: ﴿انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ﴾ معنا دا ده چې وګوره! دوی څنګه پر الله تعالی درواغ تړي. دا درواغ د هغوی د ځان ستاينې او ځان پاک ګڼلو په بڼه وو، ځکه هغوی به دعوه کوله چې “موږ د الله زامن او د هغه دوستان يو.” همدارنګه به يې ويل: “جنت ته به يوازي يهود او نصاری داخلېږي”، او دا خبره به يې هم کوله چې “دوزخ به موږ ته يوازي څو شمېرلي ورځي راورسېږي.”

وروسته الله تعالی وفرمايل: ﴿وَكَفَىٰ بِهِ إِثْمًا مُبِينًا﴾ يعنې د دوی همدا کړنه د ښکاره درواغو او څرګندې افتراء لپاره بس ده.

علامه عبد الرحمن السعدي په خپل تفسير کي داسي ليکلي دي: «انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ، أي: بتزكيتهم أنفسهم، لأن هذا من أعظم الافتراء على الله، لأن مضمون تزكيتهم لأنفسهم الإخبار بأن الله جعل ما هم عليه حقا وما عليه المؤمنون المسلمون باطلا، وهذا أعظم الكذب وقلب الحقائق بجعل الحق باطلا والباطل حقا، ولهذا قال: (وكفى به إثما مبينا) أي: ظاهرا بينا موجبا للعقوبة البليغة والعذاب الأليم.»

ژباړه: د يهودو د ځان ستاينه او ځان پاک ګڼل د الله تعالی پر وړاندي له تر ټولو لويو درواغو څخه وو، ځکه هغوی په دې سره دا معنا ورکوله چې دوی پر حق دي او مؤمنان پر باطل دي، حال دا چې حقيقت برعکس و. نو دوی حق باطل او باطل حق ګرځاوه، او دا تر ټولو ستر ظلم او درواغ دي.

الله تعالی د هغوی د همدې درواغجنو ادعاوو په رد کې فرمايي: ﴿وَقَالُوا لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ﴾(البقرة: ۱۱۱)ژباړه:“او هغوی وويل: جنت ته به يوازي يهود يا نصاری داخلېږي، دا يوازي د هغوی هيلې او باطلې دعوې دي.”

همدارنګه الله تعالی د هغوی بله درواغجنه خبره بيانوي:﴿وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾(البقرة: ۸۰)

ژباړه: او هغوی وويل، موږ ته به اور يوازې څو شمېرلي ورځي راورسېږي. ووايه: آيا تاسو له الله تعالی سره کوم عهد اخيستی دی چې الله به هيڅکله د خپل عهد مخالفت ونه کړي؟ که نه، نو تاسو پر الله تعالی هغه څه وايئ چې نه پرې پوهېږئ.”

دغه ټولې خبرې د الله تعالی پر وړاندي افتراء او بې‌بنسټه ادعاوې وې، ځکه الله تعالی هيڅ قوم ته بې له ايمان او نېکو اعمالو د نجات وعده نه ده ورکړې. او د دغه صفت، اصلي منشأ د هغوی غرور او تکبر و، نو ځکه به يې ځان تر ټولو مخلوقاتو غوره باله، او په دې ګومان وو چې دوی به هيڅکله دوزخ ته نه داخلېږي.

Exit mobile version