یاد ساتئ……!

لیکوال انجینر ناجح

هیواد کې که امنیت راغلی، که د ترقۍ کارونه شروع شوي او که د پردیو حضوري ځواک ختم شوی،او که د دنګو غرونو پر ځای رب پر ښایسته دفترونو نازولی خو دا دې څوک نه انګیري، چې ګواکې د نړیوالو او سیمه ییزو غلیمانو شریر لاسونه دې په ټوله معنا پرې شوي وي، او له منځه د تللی وی.
لاهم ښایي داسې کړۍ شتون ولري، چې د شرین وطن تر عزت او ساتنې څخه ورته د پردیو ګټو د خوندیتوب مسئله مهمه وي،
نن که د داعش مقامت یا هم په نورو نومونو یوڅوک رامخکې کیږي، او دلته خپله فکری یا فزیکی لاسوهنه کړی، دا دې څوک فکر نه کوي، چې هغوی ته ګواکې یا د خپل ناموس د ساتنې غم ورغلی او یا هم عقیدوي بزرګي د یوه اسلامي نظام پر وړاندې مبارزې ته اړ کړی؛ بلکې هغوی لومړی تر دې هر څه تیر شوي اوکلونه یې د اشغال تر سیوري لاندې د غیرت او ننګ په نوم سرمایه پلورلې، د غلامی او زلت ژوند یی شروع کړی چې اوس هم له همدې لارو د خپلو هوسونو د اشباع هڅې کوي.
درنښت.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version