که نن امام ابوحنيفه او امام شافعي ژوندي وای!؟

حسان مجاهد

موږ په داسې زمانه کې قرار لرو چې له هرلوري د بې دينۍ او ګمراهۍ فتنې رارواني دي؛ کفار د باطل دين په خپراوي کې ډير وړاندې تللي دي؛ د ځوان نسل د تباهۍ لپاره له هرې ممکنې او غير ممکنې لارې کار اخلي.
نن مسلمانان د فکري جګړې او باطل په وړاندې د مقاومت روحيه نه لري او خپلو ديني ارزښتونو ته داسې نه دي ژمن لکه اسلاف مبارکان؛ ځکه چې هغوی د دين د دفاع لپاره سرونه او مالونه نذرانه کړي وو.

په ۱۹۶۶ م کال کې د ندوة العلماء په مدرسه کې د وخت مشهور او نامتو مفکر مولانا سيد ابو الحسن علي ندوي رحمه الله تعالي يوې غونډې ته په وينا کې داسې وويل: «زه په پوره همت سره ويلی شم چې که نن امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالک او امام احمد (رحمهم الله تعالی) ژوندي وای نو د علم فقه تدوين به يې پريښې وای او د معاصرو فتنو او بې دينيو سره به يې مقابله شروع کړې وای؛ نن ابوعبیده او خالد ابن وليد (رضی الله عنهما) د ويلو توان نلري؛ خو د حال په ژبه وايي ای مسلمانانو! موږ په خپل ژوند کې يوه لحظه د الله تعالی د دين د نفاذ لپاره نه ده سپمولې؛ موږ نن دنيا ته نشو راتلای او دا دروند کار(د فتنو او الحاد سره مقابله) ستاسو په اوږو پروت دی.

نو مسلمانانو! اتفاق اختيار کړئ او د نن زمانې فتنو، الحاد او بې دينيو په وړاندې ښه مقابله وکړئ!».

الله تعالی دې په موږ کې د خپل دين د دفاع او خپراوي جرئت او د باطل په وړاندې د مبارزې روحيه پيدا کړي.

امام ابو حنيفه حسان مجاهد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version