کاذب خلافت د شريعت له مخې مردود او باطل دی.

محب الرحمن مخلص

 

که د مسلمانانو أمير وفات يا شهيد شي، د همدغه أمير له وفات يا شهادت وروسته، خلك د هغه چا سره بيعت وکړي، چې په هغه کس کې د خلافت شرائط، صفات او صلاحیت موجود وی، بيا له همدغه نوي امير سره بیعت جائز نه؛ بلکې واجب دی، حتماً به ورسره بیعت کوي، خو بيا داسې هم نه چې يوازې په خپل تَصور کې خليفه وي او په حقيقت کې د خليفه هېڅ نښې او شرائط په کې نه وي.

 

د افغانستان د اسلامي امارت مجدد أمير المومنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمة الله تعالی عليه) د وفات څخه يوازې څو ورځې وروسته، د اسلامي امارت د رهبري شوری د اعضاوو لخوا د هغه له نائب (خليفه) شهيد أمير المومنین ملا اختر محمد منصور (تقبله اللّٰه شهادته وجعل جنة المثواه) سره بيعت وکړ، همدغه بيعت د خوارجو داعشیانو له جوړېدو يو کال وړاندې تر سره شو، د بيعت دغه پړاو تر اوسني أمير المومنین شيخ القرآن والحديث هبة الله اخندزاده (حفظه الله ورعاه) پورې را وغزېد.

 

راځم خپل هدف ته:

کله چې د شهيد أمير المومنین ملا اختر محمد منصور( تقبله اللّٰه) سره بيعت وشو، هلته لا خوارج جوړ هم نه وو، د نوموړي اميرالمؤمنين د بيعت نه يو کال وروسته خوارج داعشیان جوړ او ظهور يې وشو، نو د همدغه آمير شيخ القران والحديث هبة الله اخندزاده (حفظه اللّٰه ورعاه) په وجود کې له بل هيچا (د کاذب خلافت غير مُسلم قومندان «خوارج») سره بيعت ناجائز دی، که څوک د خوارجو سره بيعت وکړي ګنهګار دی.

 

د رسول الله (صلی اللّٰه عليه وسلم) حديث مُبارك کې په دې اړه راغلي دي:

 

عن ابي سعيد الخُدري (رضي الله عنه) قال: قال رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم)، إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما.

(صحیح المسلم).

 

ژباړه: له أبو سعيد خُدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وايي: رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم) فرمایلي: کله چې له ۲دوو خليفه ګانو سره بيعت وشي، نو دوهم يې ووژنئ.

 

په بل حدیث شریف کې راځي، چې روايت يې ابو هريرة (رضي الله عنه) کړی دی.

 

عن ابي هريرة (رضي الله عنه) عن النبي رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم)، قال: فوا ببيعة الأول، فالأول: اعطوهم حقهم، فإن اللّٰه سائلهم عما استرعاهم، (صحيح البخاري).

 

ژباړه: له حضرت ابو هريرة (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وايي: چې رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم) وفرمایل: د اول خليفه په بيعت کولو وفا کوئ، تاسو د هغوی (خلفاوو) حق ورکړئ، اللّٰه (جل جلاله) له دوی څخه د دوی د رعيت پوښتنه کونکی دی.

 

اوس که د يو أمير (امير المومنین شيخ القرآن والحديث هبة اللّٰه اخندزاده حفظه اللّٰه ورعاه) په وجود کې له بل چا سره بيعت وشي، نو د شريعت خِلاف به ډېر بد نتايج ولري، لکه د خوارجو داعشیانو تش په نامه خلافت چې مونږ او تاسو يې په خپلو سترګو سره وينو، چېرې چې د مسلمانانو يو موټي ډله وه، د داعشیانو له پيدا کېدو سره ويشل شوي، او تر منځ يې اختلاف او جګړې منځته راغلي دي.

 

لوړ مو ذکر کړل، چې د شهيد ملا اختر محمد منصور (تقبله اللّٰه) سره چې کله بيعت وشو، نو د ده د بیعت نه يو کال وروسته د خوارجو داعشیانو ظهور وشو، خوارجو داعشیانو ځانته خپل امير مقرر کړ او بيعت يې ورسره وکړ، خو حقيقت دا دی، چې د دوی دغه بيعت د شريعت له مخې مردود او باطل دی؛ ځکه په احاديثو کې رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم په دی حکم کړی دی چې د لومړنی حاکم (آمیر المؤمنین) په وجود کې که دوهم امیر پیدا شو، نو هغه ووژنئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version