کابل کې دوه تنه خوارج پخپل ماین باندې هلاک شول.

تېره شپه د کابل ولایت په پروان‌سه سیمه کې یوه کرولا ډوله موټر کې چاودنه رامنځته شوه، چې پکې سپاره دوه تنه خوارج په هلاکت ورسېدل او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د امنیتي سرچینو په وینا؛ په موټر کې سپرو دوه تنه خوارجو باندې خپل ماین چاودلی دی، چې دواړه پکې هلاک شوي او سوځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پښو غورځېدلي خوارج وخت ناوخت په ملکي موټرو او ځایونو باندې چاودنې کوي، چې ګومان کېږي دا ځل یې هم همداسې کومه شومه موخه لرله، خو دوی خپله پکې هلاک شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version