داعش خراسان د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا د تيراه سيمې څخه خپل حضور اعلان کړ، او وروسته يې د ننګرهار ولسواليو ته نفوذ وکړ. دې ډلې بيا د داعش خراسان تر نوم لاندې خپله څانګه اعلان کړه او مشري يې پاکستاني تبعه حافظ سعيد خان ته وسپارله.
په ۲۰۱۹م کال کې د داعش مهم مرکزونه له منځه ولاړل. د فتحې وروسته، د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره هم د داعشيانو شبکې د امنيتي عملياتو پر مهال وځپل شوې. اوس مهال داعش خراسان په افغانستان کې کوم مرکز يا د پام وړ نفوذ نه لري. دا روښانه ده چې د دې ډلې مرکزونه، مالي او تبليغاتي فعاليتونه د پاکستان د پوځي رژیم له اړخه تنظيمېږي.
دا پوښتنه راپورته کېږي چې داعش څنګه د پاکستان د پوځي جوړښت تر سیوري لاندې راڅرګندېږي؟ د پاکستان پوځي رژیم تل هڅه کوي چې نړۍ ته ځان د ترهګرۍ ضد شریک په توګه معرفي کړي، خو د سيمې واقعيتونه بيا بل تصوير وړاندې کوي. د پوځي رژيم تر سيوري لاندې د داعش د پروژې پټ مرکزونه او سيمهييزې لوبې، د ډېرو شنونکو او سياسي مبصرينو له نظره، د يوې منظمې او اوږدمهالې ستراتيژۍ برخه ګڼل کېږي. دوی باور لري چې په سيمه کې د داعش د فعاليتونو دوام، د تمويل سرچينې، تګراتګ، د تبليغاتو پراخوالی او د عملياتو تنظيم داسې څه نه دي چې د قوي استخباراتي او لوژستيکي ملاتړ پرته دې ممکن وي.
په همدې اساس، ګڼې پوښتنې راپورته کېږي: ولې داعش زياتره په هغو سيمو کې راڅرګندېږي چېرې چې د پوځي رژیم امنيتي او استخباراتي نفوذ پراخ دی؟ او ولې د دې ډلې ډېری تبليغاتي روايتونه او عمليات د سيمې له هغو سياسي او نظامي معادلو سره همغږي ښکاري چې د پوځي رژيم له ستراتيژيکو موخو سره تړاو لري؟ منتقدين ادعا کوي چې دغه ډله کله د فشار د وسيلې، کله د وېرې د خپرولو، او کله هم د سيمهييزو سياسي بدلونونو د اغېزمنولو لپاره کارول کېږي.
همدارنګه، د داعش نوم کله ناکله د يوې مهرې په توګه هم استعمالېږي، څو اصلي عاملين او د پوځي رژیم شاته څېرې پټې پاتې شي. د دوی په اند، د دې کار موخه دا ده چې سيمه په دوامدار ډول د ناامنۍ، بېثباتۍ او رواني فشار تر اغېز لاندې وساتل شي، څو سياسي او پوځي معادلې د پوځي رژیم د ګټو مطابق اداره شي. همدې حالت داعش يوازې يوه وسلهواله ډله نه، بلکې د سيمهييزو استخباراتي او سياسي لوبو يوه پېچلې پروژه ګرځولې ده.
پاکستاني پوځي رژيم هڅه کوي چې داعشيان په نظامي او رسنيز ډګر کې د خپل نفوذ له لارې له ځان سره تړلي او همغږي وښيي، او د خپل نظامي او رسنيز جوړښت په چوکاټ کې د داعش غير مستقيمه او نابرابره ونډه داسې معرفي کړي چې ګواکې دا ډله د دوی يو ستراتيژيک ملګری دی. د مبصرينو په اند، موخه دا ده چې وروسته ترې د فشار، نفوذ او سيمهييزو موخو د تحقق لپاره د يوې وسيلې په توګه استفاده وشي.
همدا لامل دی چې د داعش ډېری تبليغاتي ادبيات، رسنيز فعاليتونه او ټولنيز روايتونه د پاکستان د پوځي رژيم له جګړهييزو موخو او ستراتيژيکو اهدافو سره تر ډېره همغږي ښکاري. دا همغږي يوازې تصادفي نه ده، بلکې د سيمهييزو سياسي او استخباراتي محاسبو يوه برخه بلل کېږي.
پایله:
موخه او اهداف دا دي چې داعش د سيمهييزو او نړيوالو سياسي او استخباراتي لوبو په ترڅ کې د دې لپاره رامنځته شوې ده، څو د اشغال ضد جريانونه کمزوري او مصروف وساتي. د دې ډلې ډېری بريدونه د علماوو، مجاهدينو او ولسي خلکو پر ضد شوي، نه د بهرنيو ځواکونو پر ضد.
د پاکستان د پوځي رژیم د جوړښتونو په بهير کې، د ديني علماوو، مخورو مشرانو او شخصيتونو له نفوذ څخه د سياسي او ستراتېژيکو موخو لپاره استفاده يوه تکراري پديده پاتې شوې ده. په لومړي ګام کې، دغه پوځي رژیم هڅه کوي چې د علماوو، مخورو مشرانو او شخصيتونو له ټولنيز اعتبار، مذهبي نفوذ او د خلکو پر باورونو د هغوی له اغېز څخه د عامه افکارو د بدلون لپاره ګټه واخلي.
خو په دويم پړاو کې، کله چې سياسي معادلې بدلې شي يا اړتيا پېښه شي، همدغه علماء، مخور مشران او شخصيتونه د سياسي رقابتونو په چوکاټ کې د مخالفو جهتونو پر ضد د تبليغاتي وسيلې په توګه کارول کېږي، چې پايله يې ډېری وخت د هغوی د حيثيت زيانمنېدل او يا هم سياسي منزوي کېدل وي.
دا ډول چلند، چې د استخباراتي تګلارو له پېچلو ميکانيزمونو سره تړاو لري، د اوږدې مودې راهيسې دوام لري، او د پوځي رژيم په دې تګلاره کې ګڼ شمېر مخکښ او اغېزمن ديني شخصيتونه، سياسي او ټولنيز مشران له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او له منځه وړل شوي دي.
