په داعشیانو کې د ایډز ناروغي

عبدالحکیم

 

په 2015 کال کې هم، د داعش وسله وال د ايډز په ناروغۍ اخته شوي ول، او مجبور شوي وو، چې ځانمرګي بریدونه وکړي!

 

په هغه وخت کې د داعش ۱۶ وسله والو د مراکش پر دوو مېرمنو د اِچ آی وي(HIV) د خپرېدو پړه اچولي وه چې ګومان کېده جنسي غلامانې وې.

 

د انټرنیشنل بزنس مجلي، د هغه وخت، د راپور پر اساس په سوریه کې د داعش هغه شپاړس وسله وال چې د ۲۰۱۵ کال د اګسټ په ۲۹ نېټه د اېچ آی وي(ايډز) په وايروس اخته شوي ول او ټسټونه يې مثبته نتیجه ورکړې وه، د خپل مشر لخوا مجبور شوي ول، چې ځانمرګي بریدونه وکړي.

 

د مدني حقوقو یوه فعال، (ARA) ته چې په هسپانیه کې د کردانو خبري رسنۍ ده، ويلي ول: چې د داعش مشرتابه پلان درلود، تر څو خپل هغه جنګيالي چې په ایډز اخته شوي ول، ځانمرګو بريدونو ته تيار کړي؛ په هغه وخت کې ډیری بهرني جنګیالي د سوریې په ختیځ المیادین ښار کې اوسیدل.

 

راپورونه کاږي چې دوی د ځایي ډاکټر لخوا تشخیص شوي ول. او همدارنګه پر دغو جنګياليو شک شوی و، چې د مراکش له دوو مېرمنو سره یې جنسي تیری کړی او هغوى يې د جنسي غلامانو په توګه ساتلې وې.

هغه ډاکټر چي نه غوښتل نوم يې افشا شي او د وسله والو درملنه یې کوله، وويل: دوې ښځې په هغه وخت کې ترکیې ته وتښتېدلې.

 

مخکې له دې چې د دغو ښځو ايډز ناروغي ښکاره شي، دا ناروغي داعش وسله والو ته انتقال شوې وه.

نوموړي ډاکټر وويل؛ موږ ته د دې ډلې د ځايي مشرتابه له خوا امر وشو، چې په دي ناروغى اخته وسله وال په ښار کې د قرنطين مرکز ته انتقال کړي.

 

خو اوس يو ځل بيا د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چینل په نوم رسنیزې منبع د داعشيانو افشا شوي رسمي اسناد خپاره کړي، چې د شرقي افریقا په موزمبيق هېواد کې یو شمېر داعشيان په ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.

 

په دغه سند کې ښکاري، چې د موزمبيق ولایت داعشیانو ويلي، چې د دوی په ځینو کسانو کې د ایډز ناروغي تثبیت شوې، خو د مرض د انتقال د مخنيوي لپاره د زوجینو د تفریق او برخلیک په تړاو د داعشي خوارجو رسمي فتوا ته انتظار باسي.

 

دغه سند اصلاً د موزمبيق ولایت لخوا د ځینو پوښتل شویو پوښتنو په اړه د الکرار دفتر لخوا صادره شوې فتوا ده.

الکرار دفتر د داعشیانو د ولایتونو تر عمومي ادارې لاندې فعاليت کوي او د داعش لپاره د صومالیا، موزمبیق او کانګو ولایتونو د سر پرستي مسؤلیت په غاړه لري.

په فتوا کې ويل شوي، چې نیول کېدونکې ښځې باید تر روغتیايي معایناتو وړاندې تقسیم نشي او که امکان ولري، پخپله داعشیان او له بهره ورسره یوځای کېدونکې ښځې هم باید معاینه شي.

فتوا وروسته د وینځو د تقسیم په اړه د داعشیانو د موزمبيق ولایت مسؤلینو ته لارښوونه کوي او پکې ويل شوي، چې کومې وینځې اسلام ومني او په ایډز اخته نه وي، هغه دې نارینه داعشیانو ته ورکړل شي، په کومو کې چې ایډز وي (او اسلام نه مني) هغه باید ووژل شي؛ همدارنګه که اسلام ومني او په ایډز اخته وي مالي فدیه دې ترې واخیستل شي، یا دې له بل په ایډز اخته داعشي سره واده وکړي او یا دې هم بې واده پرېښودل شي.

هيره دي نه وي، چي موزمبيق هغه ولایت دی، چې اوس داعشيان حضور پکښې لري او د نظامي اهدافو ترڅنګ پر ملکي وګړو او عامه ځایونو هم بریدونه ترسره کوي، د هغوی د اموالو ترڅنګ یې نارینه او ښځینه هم د وینځو او غلامانو په حیث نیسي او په خپلو منځونو کې يې تقسیموي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version