په خوارجو تندریز بریدونه!

لیکوال: محمد عفان

تېره شپه د کابل په کارت نو سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د خوارجو په پټنځایونو چټک تندریز بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې ګڼ شمیر خوارج ووژل او ونیول شوه، د خوارجو ډله چې د مسلمانانو په وژلو، تکفیرولو او د اسلامي ښارونو په ورانولو کې له هیڅ ډول کارونو څخه دریغ نه کوي، آن مساجد، مدارس، مصاحف او مقدس ځایونه هم په خورا بې رحمي سره په نښه کوي، دوی د مسلمانانو په قتل کې د نارینه و، ښځو او ماشومانو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي او په ټولو علی السویه د قتل حکم تطبیقوي.

یاده ډله په وروستیو کې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو له لورې په پرله پسې ډول سخت ځپل کیږي او پلانونه یې خنثا کیږي، دا چې خارجي فکر په افغانانو کې هیڅ ډول نفوذ نه لري او له بهر څخه را واردیږي، نو ځکه یې په عملیاتو کې وژل کېدونکې کسان هم اکثریت خارجي تبعه دي، د دوی اساسي هدف دا دی چې د خپلې افراطي او تکفیري انګېزې له مخې افغانستان هم د عراق، شام، لیبیا او نورو عربي هیوادونو له برخلیک سره مخ کړي،

خو لله الحمد د اسلامي نظام سر سپارلي سپاهیان هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په مقدسه خاوره خپل شوم اهداف ترسره کړي، افغانان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د دښمنانو له هر ډول دسیسو، توطیو او شرارتونو سره پوره بلدتیا لري او د فتنو په نبض پوهیږي، د اسلام دښمنان باید پوی شي چې په افغانستان کې د دوی هیڅ ډول دسیسې او پدیدې انتن نه ورکوي او نه هم دا ملت پردي افکار او تکفیري انګېزې منلای شي بلکې په پوره قوت، متانت او استقامت سره به د هرې فتنې مقابله داسې کوي لکه څنګه چې یې تېر شل کاله د نړیوال اشغال پر ضد مبارزه ترسره کړه. د دې هیواد واګې اوس د یوه صالح اسلامي قیادت او قوي رهبرانو په لاس کې دي هیڅوک یې په وړاندې د مقاومت او جګړې لپاره معقول شرعي او منطقي دلیل نه لري، او د اسلامي نظام په وړاندې هره را پورته کېدونکې فتنه به د خوارجو په شان له تنه وهل کیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version