ولې د اسلامي نظام ملاتړ کوم؟ لومړۍ برخه

ابوهاجر الکردي

#image_title

د مسلمانانو له نظره، د اسلامي نظام اهمیت څو مهمو او اساسي اړخونو ته راستنیږي، چې له شریعت، د اسلامي امت د یووالي ساتنې او د عدالت د پلي کولو سره نږدې اړیکه لري.

د اسلامي نظام ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

۱:- د اسلامي شریعت تطبیق؛
د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه یو د قرآن کریم، سنتو، اسلامي احکامو او لارښوونو پلي کول دي، مسلمانان باور لري چې اسلامي نظام باید د شریعت او اسلامي ارزښتونو د پلي کولو مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

٢:-د عدالت پلي کېدل؛
مسلمانان په دې باور دي، چې د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه یو د هر اړخیز عدالت ترسره کېدل دي، عدالت باید د ټولنې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې پلی شي، دا عدالت نه یوازې د سرچینو په عادلانه وېش کې؛ بلکې له خلکو سره په تعامل کې هم باید څرګند شي.

٣:- د اسلامي امت د یووالي او همغږۍ ساتنه؛
د مسلمانانو په اند، د اسلامي نظام یوه مهمه موخه د تفرقې مخنیوی او د مسلمانانو تر منځ د یووالي ساتنه ده، دوی په دې باور دي، چې تفرقه او بېلتون اسلامي امت کمزوری کوي او اسلامي نظام باید د امت د یووالي او همغږۍ لامل شي.

٤:- د اسلامي حاکم مشروعیت او اطاعت؛
د اهل سنتو په فقه کې، که اسلامي حاکم د اسلامي اصولو سره سم حکومت وکړي؛ مشروعیت لري او اطاعت یې واجب دی، دا اطاعت په دې شرط دی چې د شریعت اصول مراعات کړي او عدالت پلی کړي، مشروع حاکم باید د دین له حدودو څخه تجاوز ونه کړي او د امت په خیر و مصلحت کې کار وکړي.

٥:- د خلکو حقوقو او هوساینې ته پاملرنه؛
د اهل السنة له نظره، د اسلامي نظام یوه ځانګړتیا د خلکو حقوقو ته پاملرنه او د هغوی مادي او معنوي رفاه تأمینول دي؛ اسلامي نظام باید هڅه وکړي، چې د ټولنې د وګړو اړتیاوې له اقتصادي، امنیتي او ټولنیز لحاظ څخه پوره کړي.

٦:- امر بالمعروف او نهي عن المنکر؛
اهل السنة په دې باور دي، چې اسلامي نظام باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤولیت په غاړه ولري؛ دا د اسلام له مهمو اصولو څخه ګڼل کېږي، چې د ټولنې په اصلاح او د اخلاقي فضیلتونو په ترویج کې مرسته کوي.

٧:- استقلال او د ظلم و استعمار سره مقابله؛
د اهل السنة له نظره، اسلامي نظام باید د مسلمانانو سیاسي او ټولنیز استقلال ته پاملرنه وکړي او د هر ډول ظلم، استعمار او بهرنۍ مداخلې په وړاندې مقاومت وکړي، دا مسئله د اسلامي هویت ساتنې او له هر ډول ظلم سره د مقابلې په معنا ده.

پورته ذکر شوي ټکي د اسلامي نظام د ځانګړتیاوو لنډیز دی، چې په راتلونکو برخو کې به په تفصیل سره تشریح شي.

ابو جلال
Exit mobile version