ولې داعش په امریکایانو برید نه کوي؟

سلیم ننګرهاری

په فغانستان کې د داعش د معما پنځه کاله پوره کیدونکې دي. په دې پنځو کلونو کې داعشيانو د افغانستان د مسلمان ملت په وړاندې هره هغه نخره ترسره کړه چې تمه یې ترې کیده. سپین ږیري یې په بمونو کینول، ماشومان یې په منځ نیم کړل، د ښځو او کونډو د نکاح واک یې په لاس کې واخیست، د مکاتبو چپړاسیان یي ذبح کړل، د ښځو د دایه ګانو په مرکز یې بریدونه وکړل، د کرکټ لوبغاړي یې په بمونه ریز مریز کړل،  ځوانان یې چارماري کړل، د هزاره ګانو ښځې یې وتښتولې،کابل کې یې د پوهنتون په بس پسې ماین منفجر کړ، د واده د مراسمو ګډونوال یې قتل عام کړل، په غزني کې یې د ښځو پوهنځي والوځاوه، په مختلفو ښارونو کې یې د سنیانو جوماتونه، د شیعه ګانو امام باړې او  په نورو مذهبي تاسیساتو یې درانه بریدونه ترسره کړل. لنډه دا چې د مسلمان اولس په هیڅ فرد، ډلې او هیڅ ځای یې هم سرپه ونکړه، اما په تیرو پنځو کلونو کې یې له یو ډول خلکو سره ډیر احتیاط کړی دی، نه یې ورباندې برید کړی، نه یې پوځي اډې تر عملیاتو لاندې نیولې او نه یې هم پر هغه خوا چپ ورکتلي.

په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې یوازیني څوک چې د داعش لخوا ورباندې حمله نه ده شوې، هغه امریکایان دي. څوک ثبوت نه شي وړاندې کولای چې داعشیانو دې په کوم امریکایي بیس بریدکړی و. لنډ مثال یې همدا ننګرهار درواخلئ. د ننګرهار په هوایي ډګر کې ګڼ شمیر امریکایان موجود دي، خو داعش چې جلال اباد ته ځانمرګي راولیږي، یا د دایه ګانو په مرکز حمله وکړي، یا د نجونو له مکتب سره ځان پټاوکړي او یا هم د کومي قومي مشر په حجره یا د کرکټ میدان کې چاودنه وکړي.

نه پوهیږو داعشیانو ته د هوایي ډګر لاره نه ده او که په امریکایانو یي زړه نه کیږي. داعشیان تر کامې پورې تلای شي چې د آیسکریم په کوم پلورنځي کې بې ګناه افغان زلمکیان په بمونو والوځوي. مګر لنډ هوایي ډګر ته نه ورګرځي چې ګڼ شمیر امریکایان په کې پنډ دي.

په غزني کې د امریکایانو لویه پي آر ټي ده، په یونټ مرکز کې هم ډیر شمیر امریکایي پوځیان اوسي، مګر داعش په سترګو ړوند دی، نه د امریکایي پي آر ټي ګانو بالونونه ویني او نه یې د چورلکو غر او پر تر غوږ کیږي. د داعش دوړې یوازې له پوهنتون، جومات او روغتون څخه راوځي. د مثال په ډول همدغه داعشی چې تیره جمعه یې د ننګرهار په هسکه مینه کې د مسلمانانو په جومات کې ځان پټاو کړ، ده کولای شوای جلال اباد ته لاړ شي او هلته په امریکایي کافرانو حمله وکړي. خو داسې یې ونکړل، دا چې ولې یې ونکړل همدغه د پوښتنې ځای دی.

په کابل کې هم ګڼ شمیر امریکایان اوسي، لوی سفارت او نور مراکز یې دي، په بګرام کې خو د امریکایانو خورا ستره اډه ده، خو داعش تر اوسه د دوی پر خوا چپ نه دي ورکتلي، کابلي داعشیان یوازې د مسلمانو افغانانو په ودونو کې چاودنې کوي، د پوهنتون په موټرو پسې بمونه خلاصوي، مذهبي، ورزشي او صحي تاسیسات تر بریدونو لاندې نیسي.

دا چې داعشیانو  امریکایي اتباع داسې له خپلو بریدونو مستثنی کړي او یوازې مسلمان افغانان وژني تاسو ته یې علت څه معلومیږي؟؟؟؟؟

ښایي هر څوک ورته خپل توجیهات او دلائل ولري، اما اصلي خبره دا ده چې داعش اصلا رامنځته شوی د دې لپاره نه دی چې کفار به وژني، بلکې د تأسیس فلسفه یې همدا ده چې مسلمانان به لومړی تکفیروي او بیا به یې وحشتناکو طریقو وژني.

داعش د هغې خوارجي مفکورې محصول دی، چې له خپل ځان پرته ټول مسلمانان مرتد بولي،دوی یوازې هغه کم شمیر خلک مسلمانان ګڼي چې د د دوی د ځانګړو خوارجي افکارو منونکي وي، له هغه ماسیوا ټول اشاعره، ماتریدیان، احناف، شوافع، حنبلیان او مالکیان له اهل السنة و الجماعة څخه خارج ګڼي. د داعش پخوانیو همفکرانو هم یوازې د مسلمانانو پر خلاف جهادونه اعلانول، هیڅوک نه شي ثابتولی چې هغوی دې د انګریزانو، فرانسویانو یا نورو کفارو پر ضد جنګیدلي وي، دوی یوازې د عثماني، عراقي او حجازي مسلمانانو پر خلاف جنګیدل.

په اوس وخت کې  په عراق، سویه، سینا، نایجریا او ډیرو نورو ځایونو کې هم داعشیانو خپل ټول زور د مسلمانانو مبارزینو پر خلاف کارولی، اخوان المسلمین، حماس، القاعده او نورې اسلامي ډلې یې لومړی تکفیر او بیا یې جنګ ورسره شروع کړل، د مصر په سینا کې داعشیان دي، مګر تر اوسه یې د اسرائیلو پر خلاف نه کوم توغندی ویشتلی نه یې دخولې ګواښ کړی. د دوی ګواښونه یوازې د فلسطین حماس ته متوجه ده چې د مرګ اخطارونه ورکوي.

دا ټول حقائق د دې وړ دي چې باید ټول مسلمانان ورباندې سر خلاص کړي، هغوی چې له داعش سره د فکري نږدیوالې له امله خواخوږي لري باید دغه غرونه غرونه حقائق په ژور نظر وګوري او له ځانه دې پوښتنه وکړي چې داعش ولې امریکایان نه وژني؟؟؟

ځواب یې دا دی چې هیڅ کوکری خپل بادار تر پایڅه نه نیسي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version