نازولی فلسطين

څلورمه برخه
عزيز الدين مصنف

يهود د حاکميت په لټه کې:
يهوديانو د ځان د هوساينې او له نورو څخه د انتقام په لټه ډېر تنظيمونه جوړ کړل، مګر هر ځل به د دولتونو لخوا له منځه تلل، تر څو له دې لارې وکولای شي، تر هر څه وړاندې د کمزورو هېوادونو په وړاندې خپل عکس العمل وښايي.
يهوديانو په لومړي ځل د ماسوني په نامه يوه ناسته ترسره کړه، په دې ناسته کې يهوديانو يوه اعلاميه خپره کړه، چې خپل اهداف يې په کې ياد کړي وو.
✓ په ټوله نړۍ کې له يهوديت څخه دفاع او ساتنه
✓ د ټولې نړۍ د دينونو له منځه وړل
✓ د ملتونو ترمنځ د بې دينۍ تخم کرل.
(الماسونية منشئة ملک اسرائيل، لمحمد علي زعبي، بيروت: ۱۹۵۶)

د ماسوني غونډې په ټولو يهود مېشتو هېوادونو کې ترسره شوې، چې وروسته يې د ځينو هېوادونو لخوا په رسمي تشکیلاتو کې ثبت او راجستر شوې.
دوهم ځل يهوديانو د برث په نامه يو تنظيم او سازمان رامنځته کړ، دا سازمان چې د يهودي مهاجرينو لخوا رامنځته شوی، د لومړنۍ او دوهمې جګړې په دوام کې يې خپله پوره ونډه اخيستې، کله چې د امريکا ولسمشر آيزونهاور و، د برث د تنظيم رئيس کلولوزنيک د امريکا د پارلمان د رئيس په توګه وټاکل شو، چې اوس هم د برث تنظيم د امريکا په شمول د نړۍ په ډېرو اروپايي هېوادونو کې په رسمي توګه خپل کارونه ترسره کوي.
د يهودو درېم عکس العمل د صهيونيسم و. د دې تنظيم يوازېنی کار دا و چې يهوديانو ته يو بېل هېواد رامنځته کړي، دا چې د صهيونيسم نظريه له پخوا د يهوديانو لخوا مخته وړل کېدله او يهوديانو غوښتل چې د ځان لپاره يو بېل هېواد رامنځته کړي، وروسته تر دې چې د دوی دا ټارګټ او هدف په فلسطين ولګوي، نو يې خپله دا نظريه په رسمي ډول اعلان کړه. (يادونه يې په راتلونکو فصلونو کې شوې ده)

د صهيونيستانو باور:
هر يهودي صهيوني دی، مګر هر صهيوني يهودي نه دی، ترمنځ یې د عموم خصوص مطلق نسبت شتون لري، ځکه له يهوديانو سره د صهيونيزم د کاميابېدو لپاره ځينو خلګو کار کاوو چې يهوديان نه وو، لکه چرچيل، ايدن، ترومان، آيزنهاور، کندی او جانسون.
(خطر اليهوديه العالميه علی الاسلام و المسيحه: ۱۷۲)

د یهوديانو څلورم عکس العمل؛ ضد سامي:
يهوديان غواړي ټوله نړۍ ونيسي، دوی غواړي له نيل څخه تر فراته پورې ساحه پراخه کړي او وروسته د ځان لپاره نور ګامونه هم واخلي.
اسرائيل ولې غواړي له نيل څخه تر فراته ساحه لاسته راوړي؟
د The Wienter Press په ورځپاڼه کې يو يهودي وګړي ولتر راتنو د ۱۹۰۹م کال د ۱۲مې میاشتې په ۲۵ مه نېټه داسې ليکي: د ټولې اروپا برخليک له ۳۰۰ داسې انسانانو سره دی، چې يو بل په ډېره ښه توګه پېژني، دا ۳۰۰ نفره ټول يهوديان دي، د مخالفو هېوادونو د ځپلو لپاره له ځان سره پوره وسايل او مهمات هم لري.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version