ناتوان او لويدلی دښمن

مفتي حماس انقیادي

د نړۍ زورور دوه لسيزې له هرې ممکنې لارې زور وواهه چې د افغانستان نقشه ورکه کړې، اولس يې د کفري هيوادونو اتباع وګرځوي خو ونه توانيدل، پر ميډيا يې لکونه ډالر مصرف کړل تر څو د دې واحد و منظم صف او د اولس تر منځ درز پیدا کړي، خو دا دسيسه يې هم شنډه شوه، زمونږ مسلمانې ټولنې ته یې د مسلمان په نوم او جامه کې داعش رامخې ته کړل تر څو د افغانستان متدين اولس د داعش په نوم له اسلامه واړوي او د جهاد داعيه او د غيرت حس د اولس په رګونو کې مړ کړي، لوی خدای جل جلاله دا جعلي مسلمانان هم رسوا کړل او اولس يې په وړاندې ودرېد.

بالاخره زورور مات شول، زر او زور يې اوبه شو، د افغانانو پر وړاندې یې خپله سرکوبي او ماتې ومنله. اوس چې افغانان يو نوي ژوند ته راستانه شوي، هيواد د ابادۍ او پرمختګ په لور روان دی، اوس يې له افغانانو سره يوه بله مضره جګړه شروع کړه، هغه دا چې ټول طاقتونه د دې هېواد او اولس پر وړاندې مات او شنډ شول د داعش په نوم خلک روزي، اکمال يې کوي او دلته يې د اولس د وژلو لپاره تربيه کوي، که څه هم داعش او پلويان يې چې ټول زور ووهې هيڅ نشي کولای، يوازې له خپلو ځان وژلو نه، باداران يې له زرګونو ټانګو او پرمختللې ټکنالوژۍ سره سيار راغلل خو سر ماتي او ملا ماتي لاړل دوی خو هيڅ نه دي.

تيره جمعه د داعش ډلې د کابل والي مرستيال انجنير عمر د ا.ا د استخباراتي ځواکونو په يو برید کې له منځه لاړ او اولس يې له شر څخه خلاص شو، تر دې وړاندې د هند نيمې وچې مسؤل او ترڅنګ يې د داعش ګڼ شمېر مشران د ا.ا د استخباراتو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په نتيجه کې له منځه تللي دي. دا خلک به تر کومه وژل کيږي؟ دوی ولې د بهرنيو استخباراتو په مکر پوهه نلري، ولي د يوې ناروا جګړې او مرګ ښکار ګرځي.

مونږ په دې باور لرو چې د افغانستان او د موجوده نظام په مقابل کې جګړه کول، دسيسې جوړول، مشکلات او خنډونه ايجادول د دوی د زيان په معنی تماميږي، دلته دې هيڅوک د جګړې او مشکلاتو جوړولو کوښښ نکوي، دا هيواد مينې ته اړتيا لري ، ژوند او محبت ته ضرورت لري نور که په هره جامه کې هر نوعه دشمن وي وژل کيږي به.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version