مونږ ولي د خوارجو (داعش) په ضد خپل قلمونه وڅرخول ؟!

لیکنه: عبدالرحمن غزنوي

مونږ به څه غوښتل چی د هغه چا په اړه خپل قلم وڅرخوو چې ځانو ته مسلمانان وايي مونږ خو ښه په خوند د دیموکراسي او کفر قباحتونه بیانول تر ډیره حده مو مسلمان ملت د دیموکراسي او کفري نظامونو له ناخوالي  څخه خبر کړي هم وو .

تر ډیره حده مو په مسلمانانو کې د اسلامي نظام سره مينه او په اسلامي نظام کې د ټول مشکلاتو د حل فکر پنځولی وو

تر یوه حده مو نړيوال هم په دې قانع کړي وو چې له اسلامي نظام څخه پرته زمونږ ګذران ناشونی ده

تر ډیره حده مو په کفارو خپل اسلامي فکر او سیاست منلی هم وو

تر ډیره حده مو د مسلمانانو ترمنځ نړيوال وحدت رامنځته کړی وو او په ټولو مسلمانانو کې مو دجهاد او اتفاق روح اچولی وو

خو کله چې په مونږ باندې له شا څخه د خنجر ګذار وشو او اسلام ته منسوبو خلکو زمونږ د سپيڅلې مبارزې مخه ډب کړه ، زمونږ ډیر وروڼه يې د دنیا په مختلفو ځايونو کې په خاصه توګه په سوریا ، یمن او لیبیا کې له سختو ننګونو سره مخ کړل . بیا هم مونږ  یو څه صبر وکه د دوی د پوهولو زیاته هڅه مو وکړه ، مګر هغه خبره چې عاقل ته اشاره په کار ده او جاهل ته کوتک نو ځکه مو د دې له اسلامه خارجو ډلو د قباحت په بیانولو شروع وکړه . بیا هم مونږ نه غوښتل چې زمونږ قلمونه دې یوازې د دوی د قباحتونو په بیانولو وڅرخيږي خو دوی اړ کړلو او ځکه مو لومړی ددوی په اړه خپلو قلمونو ته زور ورکړ ځکه چې دوی اسلام ته ډیر مضر دی .

دابوبکر صدیق رضی الله د خلافت په وخت کې هغه رضی الله عنه لومړی د ارتداد فتنې ته خپله توجه وکړه او د له منځه وړلو کوښښ يې وکړ په دویم پړاو کې يې د خوارجو بدترینې فتنې ته مخه کړه ځکه چې اسلام ته په هغه وخت کې لومړی له ارتداده زیات ګواښ متوجه وو او ورپسې د خوارجو فتنه وه ، په نن وخت کې بیا اسلام ته لومړی او خطري ګواښ هغه د همدې خوارجو له لوري متوجه ده ځکه:

نو ځکه مو خپل وخت او فکر د دې فتنې په مخنيوي کې ضایع کړ.

خو بیا هم له ټولو مسلمانانو مو غوښتنه داده چې هرې فتنې ته متوجه واوسي او په پټو سترګو د هغه چاتقليد ونه کړي چې ضرر يې مسلمانانو او ګټه يې کفارو ته رسيږي .

د ټولو مسلمانانو د اتحاد او سر لوړي په هیله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version