محمد صلی الله علیه وسلم د جهل او نادانۍ پر وړاندې د سم ژوند مبارزه ترسره کړه
حقیقت دا دی چې د عربو سیمه د ډېر سخت طبیعت څښتنه وه. په پخوانیو دینونو کې، چې له عصريوالي او پرمختګ سره یې اړیکه درلوده، هېڅ یو دین پر دې بریالی نه شو چې یادې سیمې ته نفوذ وکړي. هرې قبیلې به د مالونو د تر لاسه کولو لپاره پر بلې قبیلې برید کاوه او جګړه به یې ورسره کوله. نجونې به په ماشومتوب کې له کوم شفقت او مهربانۍ پرته وژل کېدې، او ښځو د وینځو او غلامانو حیثیت درلود.
دا د هغوی حال و، خو اسلام بل څه دی! که موږ دې مسئلې ته حیران یو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت او مهربانۍ ته په څومره هر اړخیز لید او نظر کتل، نو له شک پرته دا حیرانتیا به مو هغه مهال څو چنده شي، کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاصر چاپېریال په اړه خبر شو، او دا ووینو چې همدې اخلاقو (مهربانۍ) ته یې په کوم نظر کتل.
په یوه حدیث کې، چې مسلم رحمهالله په خپل صحیح کې له عیاض بن حمار رضياللهعنه څخه روایت کړی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثته مخکې د ځمکې حالت روښانه شوی دی. په یاد حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إِنَّ اللهَ نَظَرَ إِلَى أَهْلِ الْأَرْضِ، فَمَقْتَهُمْ عَرَبَهُمْ وَعَجْمَهُمْ، إِلَّا بَقَايَا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ»
ژباړه: الله تعالی د ځمکې خلکو ته وکتل، نو د اهل کتابو له ځینو پاتې شونو پرته یې نور ټول خلک، که عرب وو او که عجم، بد وبلل.
خلک دومره لوېدلي او خراب حالت ته رسېدلي وو چې ځانونو ته یې د الله تعالی مقت (کرکه) راجلب کړې وه، دلته یې څو بېلګې وړاندې کوو:
لومړی: د رومي دولت وضعیت
د نصاراوو د بېلابېلو ډلو تر منځ عقیدوي اختلافاتو د دغه دولت اړیکې وشلولې. له یوه پلوه د ارتودوکسي مذهب او شرقي کلیسا، او له بل پلوه د کاتولیکي مذهب او غربي کلیسا تر منځ اختلافات موجود وو. د اختلافاتو د شدت له امله نړونکې جګړې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې لسګونه زره کسان ووژل شول.
په خپله د شرقي ارتودوکسي رومي دولت دننه هم د ملکاني ډلې چې د مسیح د طبیعت پر دوهګوني والي یې عقیده لرله او د منوفیسي ډلې تر منځ، چې د مصر او حبشې اوسېدونکي وو او د مسیح لپاره یې د یوې الهي طبیعت عقیده لرله، سخت او ویجاړوونکي اختلافات راپورته شول. ملکاني ډلې به دې دویمې ډلې ته ډېرې سختې او دردونکې سزاوې ورکولې؛ کله به یې سوځول او کله به یې په اوبو کې غرقول، سره له دې چې دوی ټول د یوه مذهب، یعنې ارتودوکسیزم پیروان وو.
دغه عقیدوي اختلافات تر هغه وخته پورې وغځېدل، تر څو چې مصر ته اسلامي فتحه ورسېده، نو قبطیان (مصریان) یې د رومي دولت له ځورونو او سزاوو څخه خلاص کړل. همدارنګه، په رومي دولت کې د رومیانو خپل ژوند هم له سختیو ډک وو، رومي دولت پر ټولو هغو خلکو درنې مالیې لګولې وې چې د یاد دولت تر قلمرو لاندې اوسېدل. د مالیو تر ټولو درنه برخه د شتمنو پر ځای پر نیستمنو خلکو ایښوول شوې وه.
رومي ټولنه پر دوو طبقو وېشل شوې وه، آزاد (خپلواک) خلک، چې مشران او اشراف وو، او مریان (غلامان). د شمېر له پلوه مریان د اشرافو په نسبت درې برابره زیات وو، او له هېڅ ډول حقونو څخه برخمن نه وو، بلکې د دوی برخلیک د خپلو مشرانو په لاسونو کې و. په ټولنه کې هغوی ته هېڅ ډول درناوی نه کېده، آن تر دې چې خپله افلاطون چې د آرماني ښار د مفکورې خاوند دی، دا نظر درلود چې مریان باید د استوګنې حق و نه لري.
سختي یوازې پر مریانو او نیستمنو خلکو نه وه، بلکې د ښځو حال تر دې هم بدتر وو. په روم کې یوه لویه غونډه جوړه شوه، چې د ښځې د ژوند پر چارو یې بحث کاوه. دغې غونډې له څو ناستو وروسته دا پرېکړه وکړه چې ښځه بېنفسه (بېځانه) موجود دی، له همدې امله اخروي ژوند نه لري، په میراث کې برخه نه وړي او ناپاکه ده، باید غوښه و نه خوري او نه هم وخاندي. ښځه یې له خبرو هم منعه کړه، آن تر دې چې خولې ته به یې اوسپنیز قلف ور اچاوه. د اشرافو او ټیټې طبقې د کورنیو ښځې به په لارو کوڅو کې یا په کورونو کې په داسې حال کې اوسېدې چې خولو ته به یې قلفونه اچول شوي وو.










































