مناظره

لیکوال: مفتي حماس
دريمه برخه

ابن عباس رضي الله عنه وايي: کله چې خوارج له لښکر څخه جدا شول، نو دوی په يوه کور کې سره جمع شول، د هغوی شمير شپږ زره وو، هغوی په خپل مينځ کې مشوره وکړه او په دې خبره سره متفق شول، چې دوی به د حضرت علي رضي الله عنه په مقابل کې د جنګ کولو لپاره را ووځي. خلک حضرت علي رضي الله عنه ته مسلسل راتلل او خبر يې ورکاوه، چې خوارج د هغه په خلاف د جنګ کولو لپاره تياری کوي، حضرت علي رضي الله عنه وويل: هغوی پريږدئ، تر څو چې هغوی زما په مقابل کې جنګ شروع نه کړي، تر هغه زه هم هغوی ته څه ويل نه غواړم، مګر هغوی به ضرور را ووځي او جنګ به کوي، يوه ورځ زه د ماسپښين لمانځه په وخت کې د حضرت علي رضي الله عنه په حضور کې حاضر شوم او عرض مې وکړ اې اميرالمومنينه! نن د ماسپښين لمونځ لږ يخ کړه او په تاخير سره يې اداء کړه، کيدلای شي زه نن د خوارجو لور ته ولاړ شم او د هغوی د پوهيدو کوشش وکړم.
هغه راته وويل: له ما سره انديښنه ده هسې نه چې هغوی تاته کوم ضرر ورسوي.

ما عرض وکړ که الله ته خوښه وي، نو داسې به هيڅکله نه کوي.

زه چونکه خوش اخلاقه ؤم او هيچا ته مې کوم ضرر نه ؤ رسولی، نو ځکه اميرالمومنين ماته اجازت راکړ، ما يو بهترين يمني لباس په تن کړ او ځان مې ښه برابر جوړ کړ او د ماسپښين په وخت کې هغوی ته ور ورسيدم. زه د داسې خلکو لوري ته ورغلم، چې ما له دوی څخه ډير عبادت کونکي نه ؤ ليدلي، د هغوی ټڼډې د سجدو په نښانو ښايسته وي، د زيات عبادت له امله د هغوی لاسونه د اوښ د هغې برخې په څير سخت شوي وو کومه چې پر زمکه باندې د لګولو له امله سخته شوې وي، هغوی صاف ستره قميصونه اغوستي وو، د هغوی مخونه د هغوی د شپې تيرولو شاهدان ؤ، ما په هغوی باندې سلام واچاوه.

هغوی وويل : مرحبا، ابن عباس! څنګه راغلې؟

ابن عباس: زه تاسو ته د انصارو او مهاجرينو او د رسولﷲ ﷺ د تره زوی علی ابن ابی طالب رضي الله عنه له لوري نماينده راغلی يم، واورئ! د همدغو خلکو په موجودګي کې قرآن نازل شوی او هغوی د هغه په تفسير او تاويل کې له تاسو څخه ډير علم لري.

په هغوی کې يوې ډلې وويل! مونږ له قريشو سره جنګ نه کوو، الله تعالیٰ فرمايلي[ بَلۡ ہُمۡ قَوۡمٌ خَصِمُوۡنَ ﴿۵۸﴾ ] هغه په خپله جګړه مار خلک دي.

په هغوی کې دوو يا دريو کسانو وويل: مونږ له ده سره خبرې کوو.

ابن عباس: تاسو چې د رسولﷲ ﷺ د تره په زوی، په مهاجرينو او انصارو چې کوم اعتراضونه لرئ را وړاندې شئ هغه وړاندې کړئ، په هغوی باندې قرآن نازل شوی، په تاسو کې هيڅوک داسې نشته کوم چې له هغوی څخه په قرآن ډير عالم وي.

خوارج: زمونږه په هغه درې اعتراضونه دي.

ابن عباس: بيان يې کړئ؟

خوارج: اولين اعتراض دادی، چې هغه د الله تعالیٰ د حکم په مقابل کې انسانان منصف جوړ کړي، سره له دې چې د الله تعالیٰ فرمان په قرآن کې موجود دی چې [اِنِ الۡحُکۡمُ اِلَّا لِلّٰہِ ؕ] حکم له الله تعالیٰ څخه پرته هيچا لره نشته، اوس نو د الله تعالیٰ له دغه فرمان څخه وروسته انسانانو ته څه حق حاصل دی، چې هغه د يو چا لپاره حکم جوړ شي.

ابن عباس: دا خو يوه خبره شوه بله کومه يوه ده؟

خوارج: هغه له يوې ډلې سره جنګ وکړ، د هغې ډلې څه خلک يې قتل هم کړل، ليکن نه يې څوک بنديان کړل او نه يې غنيمت جمع کړ، که چيرته هغوی مسلمانان وو، نو زمونږ لپاره له هغوی سره د جنګ کول څنګه جائز شول او په هغوی کې مو څوک بنديان هم نه کړل؟

ابن عباس: دريمه خبر بيان کړئ!

خوارج: هغه د صلح د معاهدې ليکلو په وخت کې له خپل نامه څخه د اميرالمؤمنين لفظ ړنګ کړ، که چيرته هغه اميرالمؤمنين نه وي نو آيا هغه بيا اميرالکافرين دی؟

ابن عباس: نور څه؟

خوارج: بس همدومره خبرې کافي دي.

ابن عباس: تر کومه ځايه چې ستاسو دا خبره ده چې هغه د الله تعالیٰ د شريعت په معامله کې انسان حکم جوړ کړ، زه به د الله تعالیٰ د کتاب څو آيتونه تلاوت کړم کوم چې ستاسو د خبرې ترديد کوي، که چيرته داسې وشول، نو آيا تاسو بيا له خپل موقف څخه تيريږی؟

خوارج: هو! بالکل.

ابن عباس: الله تعالیٰ د يوه خرګوش په معامله کې د کوم قيمت، چې د درهم له څلورمې برخې څخه زيات نه دی له خپل حکم څخه فيصله اړولې او انسان ته يې سپارلې، ما دغه آية کريمه تلاوت کړ [ یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَقۡتُلُوا الصَّیۡدَ وَ اَنۡتُمۡ حُرُمٌ ؕ وَ مَنۡ قَتَلَہٗ مِنۡکُمۡ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثۡلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحۡکُمُ بِہٖ ذَوَا عَدۡلٍ مِّنۡکُمۡ ] .

ژباړه: اې هغو کسانو! چې ايمان يې راوړی دی (يعنې اې مؤمنانو) مه وژنئ تاسې ښکار حال دا چې تاسې محرمان اوسئ او هر هغه څوک چې ووژني دا ښکار له تاسې څخه په قصد سره، نو پرې بدل دی په مثل د هغه، چې وژلی يې دی له چارپايانو څخه چې حکم به کوي په هغه سره دوه خاوندان د عدل/انصاف له تاسې مسلمانانو ځنې.

د ښځې او سړي په معامله کې د خدای تعالیٰ فرمان دی: [ وَ اِنۡ خِفۡتُمۡ شِقَاقَ بَیۡنِهمَا فَابۡعَثُوۡا حَکَمًا مِّنۡ اَهله وَ حَکَمًا مِّنۡ اَهْلِهَا.]
ژباړه: او که ويريږئ تاسې له مخالفت څخه په مينځ د ميړه او ښځې کې، نو ور وليږئ مقرر کړئ تاسې يو منصف له خپلوانو ددې سړي او بل منصف له خپلوانو د دې ښځې نه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version