مسجد اقصىٰ او پر ضد یې د يهودو سازشونه

څلورمه برخه
ناصر سعید

يهودانو په 1897ع کال کې خپل تحريک پیل کړ. د تحريک موخه دوه خبرې وې؛ پر فلسطين تسلط او د هيکل سليماني جوړونه. دې موخې ته د رسېدو لپاره په داخل او خارج کې يهودانو خپلمنځي رابطې جوړې کړې او کافي مال يې راټول کړ، د يهودانو شمېر په زياتېدو شو، يهودانو سلطان عبدالمجيد ته چې د عثماني خلافت مشر وو او دا وخت په سيمه کې د دې خلافت حکومت وو عرض وکړ؛ چې فلسطين يهودانو ته حواله کړي، خو هغه انکار وکړ، هغه وو چې د بريطانيې د سازشونو له امله معزول کړل شو.
کفارو له شرقه تر غربه پلان جوړ کړ چې څنګه د ترکانو سلطنت ړنګ کړي او عرب جدا کړي ترڅو فلسطين په آسانه د يهودو لاس ته پريوزي، نو په عربو کې يې د حريت او استقلال تر عنوان لاندې خلک راپورته کړل، عربو وغوښتل چې دوى نور بايد د ترکيې له اثر و رسوخ خلاص شي، همدا وه چې د اولني جنګ عظيم وروسته په 1917ع کال کې يهودي تحريک د انګريزانو په کلک ملاتړ اعلان وکړ چې د فلسطين خاوره يې پلرنى وطن دى.
په 1922ع کال کې اقوام متحده د فلسطين دولت بريطانيې ته په واک کې ورکړ او د عرب دولتونو مشران يې يوازې نندارې ته ناست وو، له دوهم جنګ عظيم نه وروسته چې کله يهودان هټلر له تيغه تېر کړل را وتښتېدل او په فلسطین کې آباد شول، همدغه وخت هټلر يوه خبره کړې وه چې بايد په زرينو کرښو ليکل شوې وى ( زه به مړ ووم خو خلک به پرما ځکه لعنت وايي؛ چې ولې رانه يو يهودي ژوند پاتې شوى).
نو په 1947ع کال کې اقوام متحده ظَالمانه فيصله ابلاغ کړه او فلسطين يې د عربو او يهودو ترمنځ تقسيم اعلان کړ.
په 1948ع کال کې د عربو په ځمکه د يو يهودي رياست مستقل رسمي اعلان وشو چې د اروپا طاقتورو هېوادونو ترې ملاتړ اعلان کړ. په همدې کال د فلسطين 77% ځمکه يهودانو لاس ته ورغله او د 1967ع کال د جنګ نه وروسته يهودان په بيت المقدس هم قابض شول، له هغې وروسته د دير ياسين واقعه مخې ته راغله چې له همغې ورځې تر ننه پورې د فلسطينيانو د وينې تويېدل روان دي.

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version