مجاهد: د خوارجو پروژه افغانستان کې ريښه نه لري، بریدونو کې یې له بهرنیو اتباعو استفاده کړې او عملیاتي شبکې یې ځپل شوې

د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر نن یکشنبه د جمادی الثاني په ۱۷مه د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته ویلي چې د تېر کال په پرتله په هیواد کې د فتنه ګرو او باغیانو په تحرکاتو کې ۹۰٪ کمښت راغلی او عملیاتي شبکې یې ځپل شوي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد په خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د فتنه ګرو د حضور په تړاو یو شمېر مغرضې کړۍ کاذب اطلاعات تولیدوي او له بېلابېلو چېنلونو یې خپروي څو افغانستان نړیوالو ته ګواښ معرفي کړي. د مجاهد په خبره، ”په افغانستان کې د داعشیانو د وجود او فعالیتونو په اړه له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصائیې او ارقام ورکول کېږي، دا ټول د هغو کاذبو اطلاعاتو په اساس دي چې یو شمېر مغرضې کړۍ یې تولیدوي څو افغانستان نړیوالو ته د ګواښ په توګه معرفي کړي.“

د مجاهد په وینا، ”اصلاً دا [د خوارجو] پروژه په افغانستان کې هیڅ ریښه او نتیجه نه لري. د دې پروژې جوړوونکي او تمویلوونکي نور باید دا حقیقت درک کړي.“

مولوي محمد یعقوب مجاهد، چې د دفاع وزارت د سرپرستۍ ترڅنګ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري هم پر غاړه لري، همداراز وویل چې د اشغال پر ضد د افغانانو د سپېڅلي جهاد تر بریا وروسته، په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاوو، ملکي او نظامي اهدافو په ترسره شويو ټولو بریدونو کې له بهرنیو اتباعو، په ځانګړې توګه د تاجکستان هیواد له وګړو، استفاده شوې ده. د مجاهد په خبره، په دویم قدم کې زیات استفاده شوي او د بریدونو تنظیموونکي بهرني اتباع د پاکستان وګړي دي.

د دفاع وزارت سرپرست وویل چې په تېرو میاشتو کې لسګونه تاجکستاني اتباع قتل او نیول شوي دي، همداراز د ۲۰ شاوخوا پاکستاني وګړي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو غږ وکړ چې خپل سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي، ”موږ له هغو هیوادونو څخه چې بهرني شرير عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلیږي په کلکه غواړو چې خپل زمیني او هوایي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او پرېنږدي چې افغانستان ته د دوی له لارې شرير عناصر راداخل شي.“

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version